
ای پي ایل: حیدر اباد د بنګلور لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ اتمه لوبه د سن رایزرز حیدر اباد او رویال چیلینجر بنګلور لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د بنګلور لوبډلې د حیدر اباد له لوبډلې څخه په اتو ویکټو سخته ماتې وخوړه.
حیدار اباد لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ اچوونې پریکړه يي وکړه چې د حیدر اباد لوبډلې لوبغاړو دغه پریکړه یوه غوره پریکړه ثابته کړه.
د بنګلور لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۱۹.۵ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.
د بنګلور لوبډلې لپاره ویراټ کولی او ډي ویلییرز تر ټولو غوره توپ وهوونکي ثابت شول. ډي ویلییرز په ۲۸ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۶ او ویراټ کولی د څلور څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.
د حیدر اباد لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل او غوره لوبه يي نندارې ته وکړل. حیدر اباد لپاره بولټ ۳، کمار او بوپارا دوه دوه ویکټې واخیستې.
بولټ خپل ۴ اورونوکې ۳۶، کمار خپل ۳.۵ اورونو کې ۳۰ او بوپارا خپل ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې. دغه لوبه کې پروین کمار، شرما او اشش ریدې هم یوه یوه ویکټه واخیسته.
د حیدر اباد لوبډلې توپ وهوونکو هم د توپ اچوونکو په شان غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړه. حیدر اباد لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷.۲ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.
د حیدر اباد لپاره دوان او وارنر پیاوړی او چټکه توپ وهنه پیل کړه چې وروسته بیا وارنر د چهل په توپ اچوونه وسوځید او له میدان څخه ووت.
د حیدر اباد لوبډلې لپاه ورانر په ۲۷ توپونو د شپږ څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې. دوان په ۴۲ توپونو د څلور څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۰ او راهل په ۲۸ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلي پاتې شول.
د بنګلور لوبډلې لپاره چهل دوه ویکټې واخیستې. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې.