نړۍ

«د سعودي عربستان دفاع د پاکستان مسؤوليت دی»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزير ميانواز شريف وايي، چې د سعودي عربستان دفاع د پاکستان فرض دی.

نوموړي پلازمېنه اسلام اباد کې د يمن په اړه د خپل حکومت پاليسي بيانولو پر مهال وويل، چې حوثي ملېشې ناقانونه وسله وال دي او يمن کې يې د قانوني ولسمشر عبدربه منصور هادي حکومت نسکور کړی، دوی يې غندنه کوي او په عين حال کې دوی د سعودي عربستان حکومت او ولس ته ډاډ ورکوي، چې په سختو حالاتو کې به دوی سعودي ولس يوازې نه پرېږدي او د سعودي سرحدونو او حرمينو دفاع د پاکستان مسؤوليت دی.

«سعودي عربستان او حرمينو شريفينو ته د ګواښ پر مهال به پاکستان له خپلو سعودي وروڼو سره څنګ په څنګ ولاړ وي.»

نوازشريف زياته کړه، چې دوی د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ته هم ويلي، چې يمن کې د حوثي ملېشو کودتا دوی ته د منلو وړ نه دی او ايران بايد حوثي ملېشې له واکه ګوښه او له هغې وروسته خبرو ته کينوي.

نواز شريف وايي د پاکستاني پارلمان د پرېکړې په اړه ځينو رسنيو په لوی لاس د پاکستان په اړه مبهمې خپرونې کړي، چې له امله يې د پاکستان او عربي هېوادونو تر منځ د بې باورۍ پيدا کولو هڅه شوې ده.

د پاکستان ملي پارلمان له تېرو پنځو ورځو راهيسې د سعودي عربستان او يمن په اړه بحثونه وکړل او د پنځه ورځني بحث پايله دا راووته، چې پاکستان دې د خپل ګاونډي ايران او دوست سعودي تر منځ بې پرې پاتې شي او د يمن ستونزې کې دې د منځلاري په توګه کردار ادا کړي.

پاکستاني پارلمان پرېکړه کړې، چې پاکستان بايد د يمن په اړه بې پرې وي او سعودي عربستان يا حرمينو شريفينو ته د ګواښ په صورت کې به پاکستان د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ وي.

وړمه ورځ متحده عربي اماراتو بهرنيو چارو وزير دکتور محمود ګرګاش د پاکستان او ترکيې پر حکومتونو تور لګولی و، چې سعودي عربستان او خليجي هېوادونو په اړه واضحه پاليسي نه لري او پاکستان ته يې ګواښ کړی و، چې يمن کې د عربي ايتلاف د نه ملاتړ په صورت کې بايد پاکستان ډېر تاوان وزغمي.

«د خليجي هېوادونو د ملاتړ په اړه بايد پاکستان روښانه تګلاره ولري او د عربي ايتلاف له ملاتړ څخه په ورسته کېدو بايد پاکستان ډېر تاوان وزغمي.»

د دکتور ګرګاش د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان سخت غبرګون وښود او زياته يې کړه، پاکستان د سعودي عربستان مسلمان دوست دی او په سختو حالاتو کې به دوی سعودي عربستان سره ولاړ وي، مګر د ګرګاش څرګندونې دوی ته د منلو او زغملو وړ نه دي.

د ملکي او پوځي چارواکو غونډه

د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف په مشرۍ د ملکي او پوځي چارواکو غونډه روانه ده.

په دغه غونډه کې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دفاع وزير خواجه اصف، د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، بهرنيو اړيکو لپاره د صدر اعظم مرستيال طارق فاطمي او د بهرنيو چارو وزارت سکرتر اعزاز چودهري ګډون لري.

چارواکي وايي، چې د روانې غونډې موضوع يمن کې د حوثيانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د روان ايتلاف هوايي بريدونه او د پاکستان دريځ په اړه سلا مشورې دي.

سرچينې وايي، چې کېدای شي نن ماښام ناوخته د يمن بحران په اړه د لومړي وزير له دفتره وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

پنجابی کی ما دومره غیرت نه دی لیدلی چی د اسلامی اررشتونو دفاع وکری

رشـــــــــــــــــــاد بدر

دټپوس زامنو والله ستاسي څخه دخیر امید لرو څوک چه دانګریز درحم څخه پیدا دهغه به څه قول او وعده وي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x