نړۍ

د نوبل جايزې ګټونکی وتلی المانی اديب ګونټر ګراس ومړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د المان وتلی ليکوال، اديب او د نوبل جايزې ګټونکی ګونټر ګراس د ۸۷ کالو په عمر ومړ.

ګونټر ګراس ۱۹۴۴ز کال کې ډانزک ښار کې زېږدلی و، چې اوس د پولېنډ برخه ده او دوهمه نړيواله جګړه کې د المان د پوځ جنګيالی و او ۱۹۵۹ز کال کې يې د نازيانو پر ضد «دي ټايم ټرم» په نوم يو کتاب هم ليکلی و.

۱۹۹۰ز کال کې، چې ختيځ او لويديځ المان سره يو شول، ګونټر ګراس يې مخالفت وکړ او دا کار يې وغانده.

۱۹۹۹ز کال کې د ادب نوبل جايزه وګټله

۲۰۰۶ز کال کې يې د خپل يو کتاب په ترڅ کې اعتراف وکړ، چې دوهمه نړيواله

جګړه کې الماني پوځ کې ګډون کړی و او زياته يې کړه، چې دی د هيلټر د ځانګړو قواو غړی و.

له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته نوموړی څو کاله د امريکا جنګي بندي و.
د درېيمې نړيوالې جګړې بوی راځي

څه موده وړاندې ګونټر ګراس ويلي و، چې دی داسې اندېښنه محسوسوي، چې نړۍ د درېيمې نړيوالې جګړې پر لور روانه ده.

۸۷ کلن ګراس له ننه دوه مياشتې وړاندې «نويه فيستيليشه» الماني ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې په دې وروستيو يې داسې کړنې او اعمال تر سترګو کيږي، چې نړۍ د درېيمې نړيوالې جګړې پر لور ټېل وهي.

«زه دا وايم، چې درېيمه نړيواله جګړه په غير مستقيمه توګه پيل شوې؛ ځکه چې موږ لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه په خپلو سترګو ليدلې ده او له مخې يې دا اندېښنه څرګندوو، چې اوس هم هماغه نښانې شته، چې تېرو نړيوالو جګړو کې مو ليدلې وې.»

د الماني اديبانو «پلار» ويلي و، چې دې زمانه کې جګړې په نوي شکل پيل شوي، د جګړو لامل او پايلې ټول په اقتصادي او پراختيايي فکر ولاړې دي چې د مثال په ډول اوکراين، سوريه او نورو هېوادونو کې يې موږ ګورو.

ګراس وايي: «زه فکر نه کوم، چې د اوکراين ختيځ مينسک کشاله دې د خبرو اترو له لارې حل شي؛ ځکه ما ته داسې نه ښکاري، چې نړيوال قوتونه دې دا مسئله حلول وغواړي، بلکې نړيوال قوتونه د جګړو په سيمو کې د يو بل پر ضد خپل زور ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x