افغانستان

کاناډا دغه هېواد ته د ګډ حکومت د مشرانو پلان شوی سفر لغوه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل):کاناډايي رسنۍ د باوري سرچينو له قوله وايي، چې د دغه هېواد حکومت کاناډا ته د افغانستان د ګډ حکومت د دواړو مشرانو سفر لغوه کړی دی.

د کاناډا «سي پي۲۴نيوز» وايي، چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو هوډ کړی و، چې د واشنګټن له رسمي سفر وروسته په ګډه کاناډا ته سفر وکړي، مګر د کاناډايي چارواکو له لوري دغه سفر لغوه شوی دی.

د کاناډا د لومړي وزير وياند سټيفن ليس رسنيو سره په خپلو خبرو کې د سي پي۲۴ نيوز خبر رد کړ او زياته يې کړه، چې کاناډا ته د افغان حکومت د پلاوي سفر په اړه هېڅ خبره نه ده شوې او نه يې لغوه کړی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاناډا سفر دغه هېواد کې د روانو ټول ټاکنو له امله ځنډول شوی دی.

مګر سي پي۲۴نيوز د کاناډا پلازمېنې اوټاوا، واشنګټن او کابل کې د باوري سرچينو له قوله وايي، چې کابل کې د کاناډا سفارت او افغان حکومت کاناډا ته د افغانستان د رسمي پلاوي د سفر په اړه پلان جوړ کړی و او ولسمشر اشرف غني هم د کاناډا سفارت ته مثبت ځواب ويلی و.

سرچينه زياتوي، ټاکل شوې وه، چې د روانې مياشتې په ۲۳مه د ګډ حکومت دواړه مشران د ۵۷کسيز پلاوي په مشرۍ کاناډا ته سفر وکړي، مګر د کاناډا حکومت وايي، چې د پلاوي شمېر ډېر زيات دی او دوی نه شي کولای چې د دومره پلاوي لپاره د پروټوکول اړوند وسايل تيار کړي.

کاناډا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر موخه د دوه اړخيزو ډيپلوماتيکو چارو دپياوړي کولو تر څنګ افغانستان کې د کاناډايي عسکرو د پاتې کېدو او نظامي ماموريت په اړه خبرې اترې وې، مګر دمګړی دا سفر لغوه شوی دی.

د دفاعي چارو کاناډايي کارپوه او سياستوال جيک هاريس وايي، چې کاناډا ته د افغان پلاوي دا سفر کاناډا په يوه نوې جګړه کې د ښکېلولو په معنا دی.
جيک هاريس زياتوي: «زه فکر نه کوم، چې د کاناډا نوی حکومت به افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي، ځکه چې دې ديارلس کلنه جګړه کې د کاناډايي عسکرو ګډون د کاناډا ټول ولس لپاره د نيوکې او غندنې وړ و او د دې جګړې پايلې هم تر اوسه د تمې خلاف راووتې او راتلونکي وخت کې هم د ښې پايلې تمه ترې بې ځايه ده.»

سي پي۲۴ ليکي، چې افغان چارواکي او ډيپلوماتان به د دې موضوع د حساسيت له امله په دې اړه رسنيو ته هېڅ ونه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

زمونژ د اوسنی دولت مشران داسی فکر کوی چی نور هیوادونو کی هم همداسی ګډوډی ده مګر هلته هر څه په حساب دوی میلی ته ځی او نور هیوادونه په خپل ملک کی تفریحی او میلی کوی هیت او د رسمی سفر تشکیل خو یو څو خاص کسان وی نه داچی لګه بوګه یی ټول راټول کړی وی او د ملت سرمایه یی ورباندی چورکړه دا ددوی دپاره د شرم ځای دی چی کانادا ورنه معذرت غوښتی دی چی د میلی دپاره که راخی نو اجازه نیشته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x