نادري ناولدهټکنالوژي

امريکایۍ ښځې د «لایک» ترلاسه کولو لپاره خپل ماشوم وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): یوې امریکايۍ ښځې اجتماعي رسنیو کې د خلکو توجه جلبولو او «لایک» ترلاسه کولو لپار خپل پنځه کلن ماشوم وژلی.

که څه هم په نړۍ کې مور د ریښتونې مینې او محبت هینداره ګڼل کیږي خو کله نا کله داسې پیښې هم را منځ ته کیږي چې انسان ته د منلو وړ نه وي. په دې وروستیو کې ډیرې داسې پیښې لیدل شوي کوم کې چې ټکنالوژي د پیښې اصلي لامل او په جرم کې شریک وي.

دغه امریکایۍ ښځې د نیویارک ښار حومه نومې سیمې اوسیدونکې وه او د مور په اړه ویب بلاګ چلولو مسؤلیت يي په غاړه درلوده. دغې ښځې خپل ماشوم ته د مالګې پیچکارۍ له امله د دوهمې درجې قاتل وپیژندل شوه او د محکمې لخوا په ۲۰ کالو قید محکومه شوه.

دغې ښځې غوښتل خپل ماشوم له ناروغۍ څخه په اجتماعي رسنیو کې د خلکو د توجه جلبولو لپاره استفاده وکړي چې له همدې امله يي خپل ماشوم ته د مالګې پیچکارۍ کولې.

دغه ښځه «لسي اسپیرز» نومیږي او ۲۷ کاله عمر لري. له څه مودې راهیسې نوموړی خپل د پنځه کلن ماشوم د ناروغۍ په اړه په اجتماعي رسنیو او د مور په اړه جوړ شوی ویب بلاګ کې لیکنې کولې.

وروستۍ ځل لپاره دغې میرمنې لیکلی وو:« ګارنت، زما د زړه سر ۲۳م ځل دی چې روغتون ته ځي. خدای دې وکړي چې کار مو ژر ختم شي چې خپل کور ته ستانه شو…»

دورین لیوید د دغې قضيي وکیل وویل:« ګارنت یو نورمال او روغ ماشوم و چې مور يي په قصدي ډول نوموړی په ځینو ناروغیو اخته کړی و. د ګارنت مور خپل ماشوم ته د مالګې پیچکارۍ کولو سره د نوموړی د مرګ لامل ګرځیدلی. د ګارنت مور د دې ټولو مرحلو عکسونه اخیستي او فیسبوک کې يي اچولې. دغې ښځې کوښښ کاوه چې خپل ماشوم ناروغ وښيي او په دې ډول يي د خلکو توجه جلبوله.»

په پای کې قاضي دغه میرمن یو رواني مریضه وبلله او وویل:« ستا جرم او جنایت په نړۍ کې مثال نه لري. څنګه یوه مور کولی شي له خپل ماشوم سره داسې غیر عادلانه او غیر انساني چلند وکړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

هر هغه څوک چی که هغه تش په نامه مسلمان او یا غیر مسلمان وی د اسلام او اسلامی احکامو منلو ته کوم چی د سالم انسانی فطرت، اخلاقو او معنویت مطابق دینی احکام دی ځکه منشه یی الله عزوجل د انسان خالق دی شا کړی نو امکان دی داسی نابلده او غیرانسانی کړنو ترینه څه نادره خبره نه ده بلکه هر وخت یی ترینه د وقوع فیصدی ډیره لوړه ده همدا وجه ده چی الله(ج) د انسانانو د هدایت لپاره په پخوا زمانو کی نور پیغمبران او په آخر کی خاتم النبین حضرت محمد مصطفی (ص) سره له کتاب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x