لمونځ او پنځه وخته !

دا چې الله جل جلاله خپل مسلمان بنده ګان لمانځه کولو ته اړ باسي په دې مانا نه دی چې ګواکي  بنده پرې کړوي، بلکې دلمانځه ټولې ګټې او ښېګڼې له پیله تر پایه دبنده لپاره دي، او دا دالله جل جلاله دمهربانئ یوه لویه نښه ده، لمونځ کول له الله جل جلاله سره راز ونیاز کول دي، که دلمانځه په اړه مبارکو احادیثو ته پام وشي په ښکاره  توګه څرګندېږي چې لمونځ کول له خپل لوی څښتن او پادشاه  الله جل جلاله سره دزړه خواله او خبرې کول دي!

عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال صلى الله عليه وسلم: “إنَّ أحَدَكُمْ إذا قَام في صَلاتِه فَإنه يُناجِي رَبَّه” (رواه البخاري) له انس رضی الله عنه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په رښتیا هم کله چې ستاسو یو کس لمونځ کوي نو بې شکه چې هغه له خپل پالونکي سره راز اونیاز کوي،

هو! ځکه خو چې کله مسلمان په لمانځه پیل وکوي لومړی تکبیر یا تکبیر تحریمه ووايي، له هغه وروسته هر رنګه دنیاوي کړه وړه لکه: خوراک، ځښاک، بیده کېدل، خبرې کول،  بې ځایه دبدن دغړو خوځول را خوځول، اخوا دیخوا کتل، خندل، لنډه دا چې دنیاوي چارې ټولې پرې بندې شي، دا خو په ظاهر کې، همدا رنګه د زړه تړاو هم له هر رنګه دنیاوي چارو سره باید غوڅ کړي، ځکه چې دخپل لوی پیداکونکي، پالونکي الله جل جلاله په وړاندې ولاړ دی، په دنیا کې مونږ ګورو کله چې یو کس له کوم مشر سره خبرې کوي، یا یې په وړاندې ولاړ وي، زړه او بدن ټول یې دهغه په لوري وي او تر خپله وسه هڅه کوي چې له مشر نه پام بلې خوا ته ونه ګرځوي!

دا چې یو څوک دالله جل جلاله په وړاندې ودرېږي باید سل ځله هڅه وکړي چې زړه او پام بل لوري ته ونه ګرځوي، ځکه الله جل جلاله یې ویني ورته ګوري، هغه روایت چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  داسلام ،ایمان او احسان په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه کړی، او په حدیث جبریل سره مشهور دی، دهغه په پای کې چې کله جبریل علیه السلام له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه کوي چې: احسان څه دی؟ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځواب ورکوي چې:( أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ [رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ ) احسان دا دی چې ته دالله جل جلاله داسې عبادت وکوي لکه ته چې هغه وینې!! که څه هم چې ته خو هغه نه وینې، خو هغه دې وینې!

په دې مانا چې کله یو مسلمان دخپل لوی الله جل جلاله په وړاندې ودرېږي، باید له هر څه نه دمخه دا خبره دزړه تل ته کوزه او ټینګ باور پرې ولري چې الله جل جلاله یې ګوري، زړه یې ګوري، ځان یې ګوري، ښکته او پورته، پټ او ښکاره هر څه یې ګوري! او په همدغه وخت کې دلوی الله جل جلاله دمهربانئ، لورینې، نورانیت او روښانئ دروازې دبنده پر مخ پرانستل کېږي، اوکله چې یو مسلمان په دې توګه او په همدې احساس دخپل پالونکي او روزنکي په وړاندې ودرېږي نو هلته بیا دلمانځه په ارزښت، خوند او مزه پوهېږي!!!

امام مسلم په خپل صحیح کې یو حدیث قدسي دا رنګه راوړی: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ   قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَی اللهُ عَلیه وسلَّم يَقُولُ: «قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلاَةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي. وَإِذَا قَالَ: الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ؛ قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي. وَإِذَا قَالَ: مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ؛ قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي (وَقَالَ مَرَّةً فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي). فَإِذَا قَالَ: إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ؛ قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ. فَإِذَا قَالَ: اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ؛ قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ» [رَوَاهُ مُسْلِمٌ].

له ابو هریره رضی الله عنه نه روایت دی چې ویل یې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې واورېدل چې ویل یې: الله جل جلاله الله جل جلاله ویلي: لمونځ مې دځان او بنده تر منځ نیم په نیمه ویشلی، دبنده لپاره مې هغه څه دي چې ویې غوښتل، کله چې بنده ووايي: الحمد لله رب العالمین، الله جل جلاله وايي: بنده مې وستایلم، او چې کله ووايي: الرحمن الرحیم، الله جل جلاله وايي: بنده مې زما ښېګڼې وویلي، او چې کله ووايي: مالک یوم الدین، الله جل جلاله وايي: بنده مې زما لویي او لوړوالی وویلو، او یو ځل یې وویل چې وايي: بنده مې هر څه ماته وسپارل، او چې کله ووايي: ایاک نعبد وایاک نستعین، الله جل جلاله وايي: دا خبره زما او دبنده تر منځ سره ګډه ده، یاني ایاک نعبد زما او ایاک نستعین مې دبنده لپاره، او دبنده لپاره مې هغه څه دي چې ویې غوښتل، یانې ده له مانه مرسته وغوښته نو خامخا به یې مرسته کوم، او چې کله ووايي: اهدنا الصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم غیر المغضوب علیهم ولا الضالین، الله جل جلاله وايي: دا مې دبنده لپاره دي او دبنده لپاره مې هغه څه دي چې ده وغوښتل، یانې دبې لارو او ورک لارو له لارو نه به یې ژغورم او دنېکانو په لاره به یې روانوم.

له دغه حدیث قدسي نه موخه دا ده چې لمونځ په اصل کې له الله جل جلاله سره خبرې کول دي، له الله جل جلاله سره راز او نیاز دی، له الله جل جلاله سره دزړه خواله دي، الله جل جلاله ته خپل ځان ورلنډول دي، الله جل جلاله ته خپله ناتواني او بې وسي ور وړاندې کول دي، پر خپل ځان دالله جل جلاله دلورینې او مهربانئ دروازې را پرانیستل دي، دنومیالي تابعي حسن بصري رحمة الله عليه په اړه ویل کېږي چې ویل به یې: (من أراد أن يكلّم اللهَ  فليصلِّ، من أراد أن يكلّمه اللهُ فليقرأ القرآن) که چا وغوښتل چې له الله جل جلاله سره خبرې وکوي نو مونځ دې وکوي، او که چا وغوښتل چې الله جل جلاله ورسره خبرې وکوي نو قرآن کریم دې ولولي.

هر کله که یو کس وغواړي له الله جل جلاله سره خبرې وکوي په ډېره آسانئ سره کولای شي، دهغه لوري ته ورتګ داسې نه دی لکه ددنیا بې وسو او بې وزلو پادشاهانو ته.

په دې خو ټول انسانان په ځانګړي ډول مسلمانان سره یو خوله دي چې پرته له الله جل جلاله نه بل هېڅ لوی، لوړ او ځواکمن پادشاه نشته، دتاریخ په اوږدو کې دنړئ په کچه که وګورو را ته جوتېږي چې هر وخت او په هر ځای کې خلک خورا ډېره تلوسه لري چې له پادشاه سره وویني، خبرې ورسره وکوي، ناسته پاسته ورسره ولري، راشه درشه ورسره وکوي، او په دې لاره کې چې څومره ستونزې او کړاوونه وي ټول په ځان مني، تر خپل وسه وسه هاند اوهڅه کوي چې له پادشاه سره خبرې وکوي، او دپادشاه لورینې او پېرزویني دځان په لوري را ماتې کړي، خپلې ستونزې پرې هوارې کړي، هو له پادشاه سره لیدل یا خبرې کول څه آسانه خبره نه ده! هر څوک نشي ترې برخمن کیدای، بیا هم که یو چا ته دا موکه په لاس ورشي، یا ورته برابره شي نو لاندې ټکو ته به خامخا ځانګړې پاملرنه کوي:

۱ ـ که هر څو لیري وي دپادشاه ځای ته به ورځي!
۲ ـ له پادشاه نه به دیو بل کس په مټ دکتلو لپاره وخت اخلي!
۳ ـ وخت به پادشاه ورته ټاکي، چې پرته له همغه وخت نه په بل وخت کې نشي ورسره لیدلای!
۴ ـ کله چې له پادشاه سره ګوري نو خامخا به یو بل کس هم ورسره وي، ډېر کم داسې پېښېږي چې له پادشاه سره کله کله یو کس تن په تن وګوري هغه هم دډېر کم وخت لپاره.
۵ ـ کوم کس چې له پادشاه سره ګوري خپلې خبرې په پوره او بشپړ ډول نشي ورته کولای! او که له لږ دخبرو داوږېدو هڅه وکړي یا خو مخکې له مخکې ورته ویل شوي وي چې خبرې به ډېرې نه اوږدوې، او یا هملته په ناسته کې یو څوک سترګه ورته وهي او یا نېغ په نېغه ورته وایي چې خبرې مه اوږدوه دپاشاه صیب وخت مه ابته کوه! او یا خو پادشاه صیب سمدستي ځان په تنګ او ستومانه ښيي، خبرو ته یې پاملرنه نه کوي، کوم څه چې خبرې کونکی اړ کوي خپلې خبرې سره را ونغاړي.

دا ددنیا له یو پادشاه سره داړیکو نیولو او خبرو کولو خبره وه، چې هغه هم دنورو خلکو په څېر یو انسان دی، خوري، څښي، بېدېږي، ستړی کېږي، ناروغېږي، او مړ کېږي!

ښه! دداسې یو پادشاه به څه ووایو چې نه خوري! نه څښي! نه بېدېدو ته اړتیا لري! نه ستړی کېږي! نه ناروغي او نه هم مرګ ورپېښېدای شي، بلکې تل تر تله ژوندی دی! ددنیا او آخرت پادشاه دی! هر څه دده په واک کې دي! هر څه ده پیدا کړي دي! انسان یې پر ټولو مخلوقاتو لوړ او غوره ګرځولی دی، هر څه یې دانسان دګټې لپاره پیدا کړي دي، او په آخرت کې له همدغه انسان څخه دخپلو کړو وړو پوښتنه او ګروېږنه کوي، له دې ټولو سره سره بیا هم له لوی او ستر څښتن جل جلاله سره تړاو او اړیکې نیول، دهغه دربار ته ځان ورلنډول، هغه ته خپلې ستونزې ور مخې ته کول او له هغه نه دمرستې غوښتنه کول ددنیا له پادشاهانو نه په زرهاوو ځله آسان دي، که یو سړی وغواړي له خپل پالونکي سره راز اونیاز وکوي، له خپل پیدا کونکي سره اړیکې ونیسي نو مونځ دې وکوي او لمونځ کول څه ګرانه خبره نه ده، بلکې ډېره آسانه او دستونزو دهواري لپاره خورا اغېزناکه لار او وسیله ده، الله جل جلاله ته ورتګ او له هغه سره خبرې کول او هغه ته خپل ځان ورلنډول ډېر آسانه دي، که لاندې ټکو ته په غور سره پام وکوو را ته جوته به شي چې بنده دخپل لوی الله جل جلاله په اړه څومره  دبې پروایئ او بې خبرئ په ډنډونو کې ډوب دی:

۱ ـ  دلمانځه په کولو کې الله جل جلاله ته په پښو باندې ورتګ دومره اړین نه دي، لکه څومره چې باید زړه د الله جل جلاله لوري ته مخه کړي، هو نارینه به دجمې لمانځه ته تر جومات پورې خامخا ځي، چې دا دومره غټه دستومانئ خبره نه ده، ځکه په هر ځای کې جوماتونه شته، خوکه څه ستونزه یا ناروغتیا وه بیا هر کس که نر وي که ښځه، که زوړ وي که ځوان، که پادشاه وي که ملنګ په هر ځای کې چې وي که څه هم چې په خپل کور کې په خپله خونه کې په خپل کټ باندې پروت وي کولای شي له خپل لوی پادشاه سره  خبرې وکوي!!!

۲ ـ الله جل جلاله پرته له دې چې بنده غوښتنه ترېنه وکوي، وخت ترېنه وغواړي، هغه جل جلاله مخکې له مخکې په هره ورځ او شپه کې پنځه وخته ورته ټاکلي دي چې خامخا به دده لوري ته ورځي، او که نه بیا به پوښتنه ترې کېږي!!!

۳- له دې پرته که بنده په بل هر وخت کې وغواړي دالله جل جلاله لویه دروازه یې پر مخ خلاصه ده، نه پیره دار شته، نه دوخت اخیستلو ته اړتیا شته، او نه دوخت ټاکلو ته، په هر وخت کې څومره چې بنده کولای شي  الله جل جلاله نه ستړی کېږي بلکې خوشالېږي او څومره چې بنده دالله جل جلاله دروازه ډېره ټکوي همدومره نوموړی بنده دالله جل جلاله په وړاندي لوړ او دروند ګڼل کېږي!!!!

۴ ـ په دنیا کې له پادشاه سره تن په تن لېدل ډېر کم و مګر له الله جل جلاله سره هر کس په هره شېبه کې چې دی وغواړي په خورا پټه توګه چې هېڅوک پرې پوه نشي، ورسره دزړه  راز اونیاز کولای شي، که څه هم دجمې په لمانځه داسې ښکاري چې ټول په ګډه سره دالله جل جلاله په وړاندې ولاړ دي او حقیقت هم همداسې دی، مګر دزړه تړاو بیا دهر چا جلا جلا دی، کېدای شي دوه کسان څنګ په څنګ سره ولاړ وي، مګر یو کس بهر په بازارونو کې ګرځي او بل له خپل لوی څښتن سره په لوړو لوړو پوړونو کې دزړه خواله کوي! نه یوازې دا بلکې په هر وخت کې چې بنده غوښتي وي کولای شي له هر چا نه پټ له خپل لوی پالونکي او رزونکي سره دزړه خواله وکوي، پرته له دغه پنځه وخته نور په هر وخت کې چې څومره یو مسلمان کولای شي په یوازې او پټه توګه له خپل خالق سره دزړه راز اونیاز وکوي همدومره  الله جل جلاله ته زیات خوښ وي، له همدې کبله له فرض لمانځه وروسته تر ټولو لوی اجر دتهجد دلمانځه دی، او دا ځکه چې دتهجد په وخت کې له خپل رب سره دیوازېتوب او ځانګړیتوب موکه تر بل هر وخت ډېره برابرېدای شي، او څومره چې راز او نیاز په آرامه او پټه توګه وي همدومره یې ارزښت زیاتېږي!!!

۵ ـ دنړئ له پادشاهانو سره په پوره او بشپړ ډول کیسه نشي کېدای مګر له الله جل جلاله سره څومره چې بنده توان لري او څه رنګه کولای شي چې خبرې اوږدې کړي، غوښتنې زیاتې کړي، همدومره الله جل جلاله ته ډېر خوښ وي، پرته له الحمد لله چې په لمانځه کې یې لوستل اړین دي له دې پرته نور واک دلمونځ کونکي دی چې څومره لمونځ اوږدولی شي ـ هو چې یوازې وي نه په جمه کې ځکه چې هلته بیا نور خلک تنګېږي ـ همدومره الله جل جلاله پرې خوشالېږي، هېڅوک هم نشي کولای چې له خپل رب سره یې دراز اونیاز داوږدېدو مخه ونیسي او یا څه ورته ووايي!!! له همدې کبله مونږ په ګڼو احادیثو کې ګورو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دشپې په تهجدو کې په یوه رکعت کې سوره بقره، آل عمران او سوره النساء لوستل!!! چې څه باندې پنځه سپارې کېږي، او همدېته ورته وخت به یې په رکوع او سجده کې تېرولو!!!

له دې ټولو سره سره بیا هم که یو مسلمان دخپل لوی الله جل جلاله لوري ته نه ورځي، سستي کوي، خپل پاک زړه  دشیطان په لمسونه چې له الله جل جلاله سره دراز اونیاز یوازینی کور دی دبې پروايي په خیرنو پردو کې رانغاړي!! څه فکر کوئ چې دځان په اړه څومره لویه تېروتنه کوي، خپل ځان له څومره لوی تاوان سره مخامخ کوي؟ له څومره لویو لویو  الهي لورینو نه ځان بې برخې کوي! او دخپل پیدا کونکي، پالونکي او څښتن په اړه څومره ستره او لویه بې پروايي کوي!

الله جل جلاله دا هر څه دخپلې مهربانئ دڅرګندولو او له مسلمان بنده سره دمحبت او دوستئ له وجې کوي، په ورځ کې یې پنځه ځله خامخا خپل لوري ته ورغواړي تر څو ایماني ځواک یې غښتلی شي، هغه بې پروايي چې له دنیا سره په راشه درشه، دشيطان په لمسونه او دنفس دګڼو غوښتنو  په پایله کې ورته پیدا شوې وي هغه ترېنه لیري شي، هغه دوړې او ګردونه چې دبنده دزړه په پاکه او ستره هنداره پرېوتلي وي، هغه دخپل راز او نیاز پر مټ ترې ووینځي، خپل بنده ته ایماني ځواک ورکړي تر څو ددنیا او آخرت له ښېګڼو او نیکمرغیو نه برخمن واوسي.

همدا لامل دی چې مسلمان کله لمونځ نه وي کړی له یو رنګه ننئ او معنوي پرېشانئ او ګډوډئ سره لاس اوګرېوان وي! داسې انګیري لکه یو څه چې ترېنه ورک وي! په هېڅ شي یې زړه نه ډاډه کېږي مګر دا چې لمونځ وکوي! همدا لامل دی چې دالله جل جلاله نازولی او خوږ استازی صلی الله علیه وسلم وايي: دسترګو یخوالی مې په لمانځه کې نغښتی، ( …وَجُعِلَتْ قُرَّةُ عَينِي في الصَّلاةِ ) رواه النسائي وغیره، سترګې هغه وخت یخېږي چې زړه ډاډه شي، زړه خوشاله شي، زړه آرام شي، او کله کله که ترېنه قضا شي، یا یې په جمه ونه کوي، نو بیا هم همداسې دپریشانئ احساس کوي!!! دغه خواشیني او سرګرداني په حقیقت کې دهغو ګردونو او دوړو سیوری دی چې دبنده دزړه او دالله جل جلاله تر منځ دتورو پردو په څېر خورېږي، کله چې دغه دوړې او ګردونه لیري شي نو زړه پاک او له خپل رب سره یې تړاو بیرته ټینګ شي.

په عام ډول د ټولو عبادتونو او په ځانګړي ډول د لمانځه دفرض کېدو او لازمېدو یو لوی لامل همدا کېدای شي، او له همدې کبله لمونځ داسلام له بنسټیزو او له کلمې نه وروسته تر ټولو اړینه او بنسټیزه ستنه ده: عنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم قَالَ: «رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الْجِهَادُ [رَوَاهُ أَحْمَدُ وَالتِّرْمِذِيُّ.
له معاذ بن جبل رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اصل او بنسټ اسلام دی، او بنسټیزه ستنه یې لمونځ، او دبوکام څوکه یې جهاد دی، یاني اسلام په لمانځه ولاړ دی، او داسلام ساتنه په جهاد سره کېږي.

که څه هم چې نور عبادتونه دالله او بنده تر منځ دتړاو په ټینګولو کې خورا لویه اغېزه لري، مګر کومه اغېزه چې لمونځ یې لري هغه په نورو عباداتو کې نه تر سترګو کېږي، ځکه خو لمونځ له بل هر عبادت نه زیات او ټینګ فرض شوی، په هره شپه او ورځ کې پنځه ځله! دلمانځه کولو پر مهال هره شېبه باید زړه له الله جل جلاله سره نېغ تړاو ولري، چې له همدې تړاو نه خضوع او خشوع پیدا کېږي، خضوع اوخشوع په هغه وخت کې رامنځ ته کېږي په کوم وخت کې چې زړه دالله جل جلاله په شتون، لویوالي، لوړوالي، او ځواکمنئ باندې ګواه او ژوندی وي، ځکه خو رټلی شیطان هڅه کوي تر څو دبنده زړه دالله جل جلاله له لوري نه بل لوري ته واړوي، څومره چې دغه تړاو ټنیګ او پیاوړی وي په همغه کچه الله جل جلاله د خپل بنده پر مخ دخپلو لورینو او مهربانئ دروازه پرانېزي، او دهمدغه تړاو دپیاوړتیا او کمزورتیا پر بنسټ بدله ورکوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل یو مبارک حدیث کې دا رنګه مهرباني کوي: (عَنْ عَمَّارِ بْنِ يَاسِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم يَقُولُ: إِنَّ الرَّجُلَ لَيَنْصَرِفُ، وَمَا كُتِبَ لَهُ إِلاَّ عُشْرُ صَلاَتِهِ، تُسْعُهَا، ثُمْنُهَا، سُبْعُهَا، سُدْسُهَا، خُمْسُهَا، رُبْعُهَا، ثُلُثُهَا، نِصْفُهَا ) أَخْرَجَهُ أَبُو دَاوُدَ وَأَحْمَدُ )
له عمار بن یاسر رضی الله عنهما نه روایت دی، دی وايي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل یې: یو سړی له لمونځ نه وزګارېږي، په داسې حال کې چې دلمانځه دلسمې برخې، یا نهمې، یا اتمې، یا اوومې، یا شپږمې، یا پنځمې، یا څلورمې، یا دریمې یا نیمايي برخې بدله ورته لیکل کېږي! هو لمونځ خو هر مسلمان کوي، نوبیا دا څنګه کېدای شي چې ځینو ته لسمه برخه، ځینو ته نهمه، ځینو ته اتمه، ځینو ته اوومه، ځینو ته شپږمه او… بدله ورکول کېږي؟ دغه لسمه، نهمه، اتمه، اوومه شپږمه او… برخه بدله په اصل کې له الله جل جلاله سره دزړه دتړاو دغښتلتیا او پیاوړتیا له کبله ده، هر څومره چې دزړه تړاو غښتلی او پیاوړی وي په همغه کچه یې بدله هم ورکول کېږي، او هر څومره چې تړاو سست او کمزوری او پام په بل لوري وي په همغه کچه یې بدله هم کمزورې او کمه وي.

دا داسې مثال لري لکه آزموینه، په آزموینه کې ډېر زده کوونکي ګډون کوي، هر زده کونکي ته پارچه ورکول کېږي، او هر زده کونکی له خپل وس سره سم پوښتنو ته دسم ځواب ورکولو هڅې کوي، مګر له دې سره سره بیا هم دټولو پایله یو رنګ نه وي، ځینو له سلو نه پنځه نوي نمرې اخیستي وي، ځینو له سلو نه اتیا، ځینو له سلو نه پنځوس، ځينو شل، ځینو لس، ځینو پنځه داسې زده کوونکي هم وي چې هېڅ یې نه وي اخیستي، ځان یې کړولی وي، آزموينې ته راغلی وي، وخت یې تېر کړی وي، مګر پوښتنو ته یې سم ځواب نه وي ویلی نو ځکه یې پایله هم همداسې راوزي.

الله جل جلاله تل له خپلو رېښتینو او نېکو بنده ګانو سره دی، هغوی خپل ځان ته رابولي، یوه شېبه یې هم بې پروايئ او دشيطان لمسونو او لومو ته نه پرېږدي، ځکه خو یې په یوه شپه او ورځ کې پرته له فرض لمونځ نه نور لمنځونه هم ورته ښودلي، که څوک وغواړي کولای شي خپلې سترګې پرې یخې کړي، له لمر راختو نه وروسته داشراق لمونځ، له هغه وروسته دڅاښت لمونځ، له هغه وروسته دماسپښین له لمانځه نه مخکې نفل، او بیا وروسته ترې نفل، له مازدیګر نه مخکې نفل، له ماښام نه وروسته نفل، له ماسختن نه مخکې او وروسته نفل، دشپې لمونځ  ( تهجد)، لنډ دا چې په هر وخت کې نفل کېدای شي، پرته له طلوع، زوال، غروب او دسهار او مازدیګر له لمانځه نه وروسته، دا ټول ددې لپاره تر څو یو مسلمان بنده تل له خپل لوی پیداکونکي او روزنکي سره په همیشني تړاو کې وي.

او بیا دلوی الله جل جلاله بله مهرباني په دې کې ده چې دغه پنځه وخته لمونځ یې په داسې وختونو کې ټاکلی چې په ټولیز ډول ټول خلک په دغو وختونو کې وزګار وي، سهار خو ټول پوهېږو چې له خوب نه دپاڅېدو په وخت کې کار نه وي، ځکه خو د اوداسه او لمانځه لپاره ښه وړ وخت دی، همدا رنګه دماسپښین وخت په دې وخت کې هر چا دومره کار کړی وي چې ښه سم ستړی شوی وي، آرام ته اړتیا لري، ډوډی خوړلو ته اړتیا لري، نو په همدې وخت کې دلمانځه لپاره ښه وړ اومناسب وخت وي، دمازدیګر وخت هم همداسې، خلک له کار نه ستومانه شوي وي، خپل کار راټولوي، نو دلمانځه لپاره ښه وړ وخت وي، همدا رنګه ماښام، ځکه په ماښام کې زیاتره خلکو کار بند کړی وي، او دماسختن وخت خو نو بیا داسې وخت دی چې له هغه وروسته دخوب او آرام وخت وي، سره له دې که یو څوک کار هم ولري لمونځ څه دومره ډېر وخت نه غواړي چې دکار مخه ونیسي، یا یې ټنکی کړي، دا د الله جل جلاله دلوی او ستر حکمت او مهربانئ یوه نښه ده چې دلمانځه لپاره یې داسې وختونه ټاکلي چې په ټولیز ډول دچا دکار مخه ونه نیسي، داسې وختونه یې ورته ټاکلي چې یا خو دکار نه دمخه یا له کار نه وروسته او یا د ورځې په منځنئ برخه کې چې مخکنئ ستړیا یې لاړه شي او دوروسته لپاره تیار شي.

او په دغه پنځه وخته لمانځه کې بل پټ راز دادی چې انسان په عامه توګه ددنیا له کار وبار نه ستړی کېږي، ستوماني پرې راځي، نشي کولای په پر له پسې ډول کار وکوي، نو ځکه خو دغه پنځه وخته لمونځ یو ډول بدني هوساینه هم ده، هو! مسلمان باید کله هم لمونځ په دې موخه ونه کوي، موخه یې باید دالله جل جلاله رضا او خوښي وي، دټولې ورځې او شپې په اوږدو کې له خپل رب سره په پنځه وخته لمونځ سره دزړه تړاو ټينګېږي، هغه ته په زاریو او سوال کولو سره ستړیا او ستوماني لیري کېږي، په چارو کې له هغه نه مرسته غوښتل، شکر یې پر ځای کول، مننه ترېنه کول، دا دانسان له فطرت سره پوره پوره اړخ لګوي، ځکه انسان چې کله یو کار وکوي که ښه وي که بد، که خوشاله وي هم غواړي خپله خوشالي یو چاته څرګنده کړي، او که خپه وي هم غواړي خپل خپګان او ستونزې چاته وښيي، تر څو هغه مرسته ورسره وکوي، نو له ټولو نه لوړ او لوی دربار دالله جل جلاله دی چې یو مسلمان هلته دخپلې خوشالئ او خپل خپګان په هکله خپل لوی څښتن ته خپل دزړه حال وايي، په دې سره یو رنګه دآرامئ او خوشالئ ساه واخلي، له خپلو بدو پښېماني او له خپلو ښو نه خوښي څرګنده کړي.

او تر ټولو دپام او غور وړ بیا دا چې ددغه پنځو وختونو تر منځ کوم وخت چې دی هغه په یوه کچه نه دی، دسهار او ماسپښین اوماسپښین او مازدیګر تر منځ  دومره وخت دی چې دانساني ورځني ژوند له چارو سره خورا ښه سمون خوري، ځکه په ټولیز ډول ټول خلک همدغه له سهار نه تر ماسپښینه او له ماسپښینه تر مازدیګره خپلې ورځنئ چارې پر مخامخ بیایي، او دورځنیو چارو دپرمخ بیولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا وي، نو ځکه همدومره ډېر وخت ور کړشوی، بیا له مازدیګره تر ماښامه او له ماښامه تر ماسختنه دومره وخت دی چې دانساني ژوند له غوښتنو او اړتیاوو سره پوره پوره اړخ لګوي، ځکه له مازدیګره وروسته شپه راځي تر څو هر څوک آرام پکې وکوي، له ورځنئ ستړیا او ستومانئ نه اوږې پکې سپکې کړي، او ددې لپاره یو څه اوږد وخت ته اړتیا وي، نو مازدیګر، ماښام او ماسختن په داسې لنډ واټن کې په پرله پسې توګه راغلي چې په شپه کې دآرامتیا مخه ونیسي، که داسې شوي وای چې دمازدیګر او ماښام او بیا ماښام او ماسختن تر منځ هم دومره وخت ورکړ شوی وای لکه دسهار او ماسپښین او ماسپښین او مازدیګر تر منځ، نو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ وای، مګر نه الله جل جلاله دخپل لوی اولوړ حکمت، پراخه او لويې مهربانئ له مخې داسې وختونه او دوختونو تر منځ واټن په داسې توګه ټاکلی چې دانساني ژوند د ورځنیو چارو دګډوډېدو لامل ونه ګرځي.

الله جل جلاله دې ټولو ته دداسې لمانځه کولو وس او توان ورکړي کوم چې ددنیا او آخرت دنیکمرغیو او ښېګڼو لامل او وسیله ګرځي، آمین.

اتل مجاهد