نړۍ

پنټاګان: اسلامي دولت په عراق کې شاتګ او په سوریه کې پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا دفاع وزارت پنټاګان ویلي، وروسته له هغه چې په عراق کې دوی بمباری پيل کړي، په دغه هیواد کې د اسلامي دولت جنګیالیو د ۲۵ څخه تر ۳۰ سلني ځمکه بایللې.

د پنټاګان ویاند سټیفن وارن وویل چې په عراق کې هغه ابادي ځمکي چې مخکې د اسلامي دولت په لاس کې وې.

کله چې د هغه څخه وپوښتل شول چې په اجمالي توګه اسلامي دولت څومره ځمکه بایللې، نوموړي په ځواب کې وویل چې د ۱۳ څخه بیا تر ۱۷ کیلومتره مربعه ځمکه یې بایللې.
نوموړي وویل چې اسلامي دولت ډیر په کراره پر شا تګ کوي، او دا جګړه به ډیره اوږده وي.

د پنټاګان ویاند وویل چې په سوریا کې اوس هم اسلامي دولت خپل پراخ نفوذ ساتلی، او زیاته یې کړه که څه هم په کوباني کې دوی شاتګ کړی، خو د دمشق او حمص په شاوخوا کې پرمختګ کړی.

باید وویل شي چې د تیر کال ۲۰۱۴ په اګست میاشت کې امریکایانو په عراق کې د اسلامي دولت په ضد بمبار پیل کړ، چې تر اوسه دوام لري، او ورسره په لسګونو نور هیوادونو مالي، عسکري، استخباراتي او رسنیزه ملګرتیا پیل کړې، خو تر اوسه نه دي توانیدلي چې د یادوني وړ بری تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x