
د لوګر ولايت مالي او اداري رييس او د ولايتي شورا سلاکار په ترافيکي پېښه کې مړه شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت مالي او اداري رييس او د ولايتي شورا سلاکار په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوي دي.
د لوګر ولايت وياند دين محمد دروېش د پېښې پخلی کوي او وايي، چې په دغه ترافيکي پېښه کې د د مخابراتو رييس او د هغه موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.
د لوګر ولايت پل علم اوسېدونکي حاجي مختار نن ټکی اسيا ته وويل، چې پېښه تېره ورځ پنځه بجې د ولايت مرکز پل علم اړوند ملا صيب اغام محمد زيارت ته څېرمه شوې ده.
د حاجي مختار په وينا، چې ياد چارواکي تېره ورځ يوې مېلې ته تللي و او بېرته د راستنېدو پر مهال دا پېښه رامنځته شوه.
د ځايي چارواکو په وينا پېښه کې د مالي او اداري چارو رييس توريالی جبار خېل او د ولایتي شورا سلاکار داکټر اسماعيل ابراهيمي مړه او د مخابراتو او ټيکنالوجي رييس سيد جواد قيومي او د هغه موټر چلوونکی ټپيان شوي دي.
دين محمد دروېش وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او د درملنې لپاره يې کابل ته لېږلي دي.