سعودي لیکوال: اسلامي ګوندونو تل په سختو حالاتو کې د سعودي ملاتړ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان مشهور لیکوال او ژورنالیست جمال خاشقجی چې شاهي ماڼۍ ته ډیر نږدې سړی بلل کیږي، په دې وروستیو کې يې د اسلامي نړۍ په لر و بر کې د سعودي عربستان په ملاتړ مظاهرو او لاريونو ته په کتو د اسلامي نړۍ له مذهبي ګوندونو مننه کړې او وايي، چې په سختو شېبو کې مو له اسلامي ګوندو ښه ملاتړي نه دي موندلي.

تېره ورځ د اندونيزيا اسلامي ګوندونو غړي د دغه هېواد پلازمېنه جاکارتا کې د سعودي عربستان سفارت ته ورغلي وو او يمن کې يې د حوثي ملېشو پر ضد د سعودي عربستان د بريدونو ملاتړ اعلان کړ او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړ.

يمن کې د حوثي شيعه ايران پلوو ملېشو پر ضد د سعودي په مشرۍ د لسګوني ايتلاف بريدونه د اسلامي نړۍ د مذهبي ګوندونو او ولسونو له لوري تاييد شوي او د نړۍ په لر و بر کې مسلمانانو د حرمينو شريفينو د دفاع لپاره د قربانۍ ټټر وهلی دی.

جمال خاشقجي ۱۹۸۹ز کال راهيسې د سعودي رسنيو مهم ستوری بلل کيږي او د خپل رسيز کار په ترڅ کې يې ګڼو سعودي ورځپاڼو او جريدو سره کار کړی.

د نوموړي د کار او ليکوالۍ موضوع تر ډېره په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه، افغانستان، الجزاير، کويت او منځنی ختيځ په اړه څېړنې او بحثونه کړي دي.

۲۰۰۷-۲۰۱۰ پورې د جريدة الوطن مسؤول مدير و او له هغې وروسته تر اوسه د «اخبار العرب» سعودي تلويزون او په ګڼو عربي رسنيو کې د اسلامي هېوادونو د کارپوه په توګه کار کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د