نظــر

له ښوونځي نه تربګرامه (اتلسمه برخه)

لیکوال: رحیم بریال

محققې وویل:

نو پرابلم، زه د یوڅو ژوندیو انسانانو انځورونه درښایم ته یې وګوره که دې وپیژندل خو ښه، کنه هیڅ خبره نشته !

بیایې زما پر وړاندې یو انځور ونیو ویې پوښتل دا پېژنې ؟!

ما عکس ته ښه په ځیر وکتل، عکس د یو خوستي مجاهد و (اسحاق) نومیده یوـ دوه کاله پخوا نیول شوی و، شهید اسحاق تقبله الله ډیر متقي پرهیزګاره او نر ځوان و د روسانو دجنګ پرمهال یې ټانګ چلوه خلکو به ورته ټانکیس ویل،په غوږونو کې به یې تل شین مورچکی او یا هم دموسم موافق ښکلي ګلان ایښودل، په قوم ځدراڼ و پخوا لکه چې دحقاني صیب په ګروپ کې و دطالبانو پرمهال یې هم څه دنده لرله، له سکوته وروسته یې هم چاته ټیټه نه ویله، چې همدې مجاهدانه غرور د زندان تورو تمبو میلمه کړ، ما دطالبانو دواکمنی پرمهال په خوست ښار کې بیخي ډیر لیدلی و یوازې ما نه بلکه دخوست ښار لویو او وړو پیژانده، په همدې پیژندګلوې برسیره څو وارې زمونږ له ورور سره حجرې ته راغلی و، په ده باندې بیخي ډیر تورونه و، دحقاني شبکې سره دپخوانیو اړیکو له وجې یې اوس هم ددوی نیږدې همکار باله، ما د عکس په لیدو وویل چې:

ــ وبخښی ومې نه پیژانده!

ــ لږ ښه یې وګوره شایید لیدلی به دي وې ؟!

ــ ښه مې ولیده په عکس کې سم نه مالومیږې شاید کوم وخت به مې لیدلی وي مګر داچې دا عکس ډیر تور دی نو سمه پیژندګلوي یې نشم کولای!

ــ که مخامخ یې درته راولو وبه یې پېژنې ؟!

زړه مې پښو ته ولوید، آه لکه چې خبره خرابه شوه اوس یې لکه چې دلته راغواړي، خو بیا هم ځان ته مې ډاډ ورکاوه ځان مې داسې احساس کړ لکه هیڅ یې چې نه پیژنم په ډیر جرآت مې ځواب ورکړ:

سلو په سلو کې نه شم ویلی چې وبه یې پیژنم ځکه د وخت په تیریدو سره دانسان څیره تغیر مومي ، بدلیږي رابدلیږي که دا چیرته یو پیژندګلي کس وای نو شاید چې ډیر زر به مې پیژندلی وای!

ــ ها نو دا بل عکس وګوره!

یو بل عکس یې راښکاره کړ، په دې انځور کې همدا اسحاق او زما ورور ولاړ دي اسحاق له ټانګه نیم سر را ایستلی دی او ورور مې دټانګ پرسر مخابره په لاس کې نیولي ولاړ دی ترڅنګ یې سپین بیراغ رپیږي دنیمې کلیمې لاندې په یوه برخه تور لیکل چې اسلامي امارت پرې لیکل شوي ښکاري پاتې نیمایې برخه یې د بیرغ دڅپې له وجې نه ښکارې.

ما وویل:

هو دا یو خو مې ورور دی او دابل. . .؟ خدای خبر. . هو! لکه چې همدا کس دی کوم چې تاسو راښکاره کړ!

ــ مګر دوی خو سره پیژنې نو ته څنګه وایې چې نه یې پیژنم؟!

ما وخندل :

ــ دا چې دوی سره پیژنې او په عکسونو کې دواړه یو ځای لیدل کیږې نو حتمي ده چې زه دې یې هم وپیژنم ؟! نه، نه، داسې هیڅکله هم نشي کیدای زما ورور دطالبانو پرمهال دنده لرله او طبعي خبره ده چې دندې پرمهال به یې له ډیری خلکو سره ناسته ولاړه کړي وي نو ځکه خو نشم ویلی چې دده ټول دوستان او ملګري زه هم پیژنم!

ــ ستا ورور دطالبانو پرمهال څه دنده لرله ؟!

ــ نو تاسو یې چې عکسونه له ځانه سره لری نو بیا دا مالومات نلری چې څه دنده یې لرله؟!

ــ هو مونږ یې لرو خو غواړو چې ستا رښتیا او دروغ مالوم کړو، ګورو چې ته څه وایې ؟!

ــ ګوری! همغه زړه خبره شوه تاسو بیا هم خپلې پوښتنې ته راغلی خو هیڅ خبره نده ستاسو په ځواب کې دومره ویلی شم چې د طالبانو له پیله ددوی په لیکو کې و ډیر کم به کورته راتلو دا مالومات یې مونږ ته هم نه کیده چې ده څه دنده لرله خو دومره پوهیدو چې په لیري پرتو ولسوالیو کې به په میاشتو میاشتو ورک و.
ــمګر تاخو په لومړنیو خبرو کې ویلې دي چې زمونږ دکورنی هیڅ غړی هم له طالبانو سره لاس نلري؟

ــ هو ما سم ویلي دي اوس مو یو ورور هم دطالبانو په لیکو کې شتون نلري، دطالبانو نظام سکوت کړی تاسو یې وینی، نه همغه نظام شته، نه فوځي تشکیلات او نه هم دپخوا په شان منظمه رهبري لري، داچې ورور مې پخوا دطالبانو د واکمنی پرمهال یو څوګ و هغه بیله خبره ده هغه په ده پورې اړونده وه او دی لاړو په هغې خو نه مونږ نیول کیدای شو اونه مناسب بولم، فکر کوم دا به د وصولو خلاف کار وي چې تاسو مې د یو وژل شوي ورور په جرم دلته ایسار کړی، که داسې وي نو ډیری کسان داسې شته چې د طالبانو پر وخت یې په لوړو پوسټونو کار کړی خو اوس یې زه وینم چې ستاسو سره په موجوده دولت کې کار کوي او ښه پوره معاش اخلي خونه چا ونیوه او نه چې ترې دا پوښتنه وکړه چې تا ولې په طالبانو کې کار کړی؟

ـ تا په خپلو خبرو کې وصول یاد کړل، ته کوم اوصول یادوې؟

ــ کوم وصول، همدا ستاسو وصول یادوم، دبشرحقوق چې تاسو یې دپلي کولو نارې وهی!

زه پوه شوم چې په خبرو کې باید ډیر اختیاط وکړم، زما له سیاست سره څه کار، ځکه دوی همدې ته ناست دي چې په خبرو کې خبره راپیدا کړي، خو محققې له لږ سوچ ورورسته وپوښتل:

ــ ته داسې څوګ پیژنې او نوم یې راته ښودلی شې؟

ــ څنکه؟

په پوښتنه مو پوه نه شوم؟!

ژباړنې وویل چې ددې د پوښتنې مقصد دادی چې هغه څوګ چې په طالبانو کې یې کار کړی او اوس هم په دولت کې شتون لري …

ــ هو ولې نه!

ما د یو څو داسې کسانو نومونه ورکړل او ددوی همهاله دندې مې د بیلګې په توګه ورپه ګوته کړې چې اوس هم په موجوده نظام کې برحال و، جیبونه یې ډکول، دشهیدانو په وینو یې تجارت وکړ او دطالبانو پر وخت یې هم دنده اجرا کړي وه.

ــ خو دا راته ویلی شې چې په وروستیو کې ستا ورور څه وړ ووژل ؟

زه پوی شوم چې له دومره اوږدو خبرو ددوی اصلي هدف همدا دی ما هم نه غوښتل چې دا موضوع نور هم حساسه شي په لنډ ډول مې خپله واقعه ورته واوروله ، ژباړنې به دیوې یوې خبرې ژباړه ورته کوله،

د خبرو په لړ کې به یې یوه نیمه پوښتنه رانه وکړه او ما به ځواب ورکاوه، ددې خبرې په ځواب کې چې ته څه فکر کوې چې دوی دا بم پخپله جوړاوه انفجار شو او که دشخصي دوښمنی له وجې وژل شوي دي؟ ما وویل چې هو! کوم نفر چې مونږ ته دمیلمنو په توګه کورته راغلي و هغوی شخصي دوښمني لرله هغه دا چې دروسانو داشغال پرمهال کوم وخت چې تاسو امریکایانو دمجاهدینو پلوي کوله دواړو خواو ته ډیری افغانان وژل شوي، هغه افغانان چې د روس پروخت یې خپلوان دمجاهدینو په لاس وژل شوي، نن یې دکورنی غړي او یا هم هغه کسان چې په جګړه کې عملا ښکیل و واک ته رسیدلي او پداسې دولتي پوسټونو یې منګولي ښخي کړې چې اوس بې له کومې ستونزې خپل انتقام اخستلی شي،ما دنیول شوو مشهورو څیرو په اړه رڼا واچوله دداسې کسانو نومونه مې واخیستل چې ماته یې په نوم اخستلو مشکل نه جوړیدل او دامې هم وویل چې دا کسان زه له نیږدې څخه نه پیژنم مګر نومونه مې یې اوریدلي دي دا چې افغانستان په کالونو کالونو دجنګ ډګر پاتي شوی دخپل منځي جګړو او شخصي مشکلاتواوبدیو له وجې خلک ترپوزې راغلي نوځکه خو دهیواد لوی او واړه له خپل جګړیز تاریخه ښه خبردی هر ځوان، ماشوم پدې ویره کې دی چې مثلا پلار مې پرون مجاهد و، دکمونستانو پروړاندې یې جګړه کړي هسې نه چې د پلار دکړو سزا زه ونه ګالم او یا دا چې پلار مې پرون کمونست و دمجاهدینو پروړاندې جنګیدلی خلک یې وژلې په کونستي نظام کې ژوندي انسانان تر خاورو لاندې شوي او بعضې خو یې بیخي دمرګ او ژوند درک نه لګیږي، هسې نه چې دمشرانو سزا مونږ ته رانکړل شي.زه پدې پوخ باور لرم چې دا انفجار پخپله ندی رامنځته شوی بلکه دا دهغه کړیو کړنه وه چې همدا اوس ددولت په چوکاټ کې په یوه نیمه هدفي وژنه کې لاس لري او له موجوده واک نه غلطه استفاده کوي که تاسو باور نه کوی نو زه ددې لپاره دلایل لرم؟!

محققې وپوښتل:

ته په کوم دلیل ویلی شې چې دا خپل انفجار نه و؟

۱ــ ځکه چې که تاسو دانفجار ساحه له نیږدې وګوری نو وبه وینی چې دکوتې بهرنی برخه دلاندې خوانه تحریب شوي ده یانې هغه برخه چې دوښمن له بهره په ډیره اسانی کولای شي چې بم ځای پرځای کړي او خپلې پښې سپکې کړي!

۲ــ دا چې کچیرې انفجار دکوټې په منځ کې وای نو دکوټې په داخلي برخه کې به یې لاندې خوا حتما ځمکه ژوره کړي وای خو، نه، دکوټې ځمکنی فرش روغ جوړ و مګر بهر دکړکی په طرف دکوتې بهرنی برخه بیخې خرابه وه چې آن دتیږو تهداب بیخي له منځه تللی و!

دوی ددې خبرې په اوریدو قلم کاغذ راواخیستل ویې ویل چې دلته دکوټې نقشه رسم کړه او دا ښکاره واضح کړه چې کړکی دکوټې په کومه برخه کې وه، دروازه چیرته وه او دکوټې کومې کومې خواوې ډیرې زیانمنې شوي وې؟

ما همداسې وکړل سمه داینجنیری نقشه مې ورته رسم کړه چې دوی یې هم په لیدلو حیران شول.

بیا یې وویل بل کوم دلیل ؟

ما یې په ځواب کې زیاته کړه:

ــ بل دلیل دادی چې په کوټه کې ناستو میلمنو کې کوم چې دکړکې (دکوټې بهرنی حصې)په طرف ناست و بیخي ژوبل شوي و چې ان یو خو یې دبدن زیاتره غړي له لاسه ورکړي و سر یې بیخي نه لیدل کیده او بل یې پښې ماتې شوې وې دواړه بهر پراته و او ورور مې چې دکوټې له بهرنی برخې ډیر لیري دکوټې په منځ کې و بیخي جوړ تیارو هالته په کوټه کې دننه دچت لاندې بند پاتې شوی و!

نور هم داسې دلایل شته چې په اوریدلو به یې ستاسو قناعت حاصل شي او دخپلو راپورچیانو دغلطو راپورونو په اړه به پوره وضاحت درته وشي.

ما دا وویل نور غلی شوم .

محققه یوه شیبه غلي وه په ژور سوچ کې ډوبه شوه، له یوې اوږدې چوپتیا وروسته یی وویل چې هو! زه پوهیږم په افغانانو کې خپلمنځي ستونزې او مشکلات بیخي ډیر دي، ته به ووینې چې ډیری راپورچیان مو پدې جرم زندان ته اچولي چې مونږ ته یې په غلطه راپورونه راکړي وروسته مونږ ته په څیړنو کې په ثبوت رسیدلي چې دا دروغ دي او دخپلو شخصي دوښمنیو له وجې یې په مونږ بې ګنا خلک نیولي.

ما وویل:

مګر ما خو ونه لیدل چې داسې بې ګنا خلک تاسو بیرته خلاص کړي وي مونږ وینو کوم څوګ چې ستاسو لخوا یوځل نیول شوي وي بیرته کورونو ته ندي راستانه شوي؟

ــ ترډیره حده ستا خبره هم سهي ده مګر داسې هم نده یو څه بیرته ډیر زر تللي دي خو کوم یو یې که پاتې هم وي دلیل یې دادې چې ډیری بندیانو خولې بندې ساتلي، مونږ ته په ښکاره نه وایي چې زه له پلاني او پلاني سره دا مشکل لرم ترڅو مونږ ته ښکاره شي چې ددوی په دوسیه کې دچا لاس دی، خو رابه شو دنن ورځې وروستی پوښتنې ته چې له اصف سره ستا څه ډول پیژنګلوي ده؟!

آه زړه مې پښو ته ولویده، اوس مې ایلا یو څه امید پیدا شوی و ویل مې چې ګوندې دا وروستی خبرې مې دخلاصون سبب شې خو نه، یو بل تندر مې هم په سر راپریوت اوس لکه چې موضوع خطرناکه شوه سخت ناهیلی شوم، زه پدې فکر کې وم چې دوی دواړه محققه او امریکایي پخپل منځ کې سره وګړیدل ساعتونو ته یې وکتل یوه ورته وویل چې ټایم آوټ !

محققې دساعت په لیدو (اوه شېت) وویل بیا یې ماته مخ راواړه زیاته یې کړه چې سي یو ټومارو بای بای!

ژباړنې وویل چې ټایم ختم شو صبا دا وخت دبیا لیدو په هیله!

ما هم په ساړه سینه ساه واخیسته شکر مې وویسته له له ځانه سره مې ورو وویل چې ځی بچیانو ترصبا پورې به زه هم داصف په اړه ښه سوچ وکړم چې څه ووایم او څه نه !

* * * * **

له دې څخه وروسته کوټې ته بوتلل شوم لمونځ مې ادا کړ، له ډوډی خوړلو وروسته بیا هم په تور ربړین فرش اوږد وغځیدم نری جالینه کمبله مې په ځان راواړوله سره بوټان مې سرته دبالخت پرځای کېښودل نن مې په بنده کوټه کې دویمه ورځ وه ددې لپاره چې زه له نورو بندیانو سره په شپاړس کسیزو قفسونو کې یوځای شم، اته ورځې نورې هم پاتې وې چې دتحقیقاتو له بشپړیدو ورورسته باید هلته انتقال شوی وای.

سترګې مې پاس په چت پورې ګنډلې وې،ستړی شوم خوب رانغی،په کیڼه خوا واوښتم دیخوا مې هم سپیره دیوال و خوند یې رانکړ، یو څو شیبو وروسته مې پام شو چې باید په ښي خوا څملم ترڅو دماغي ناراحتي مې پای ومومي خو د فکرونو لړی مې پسې وغځیده ډیر لرې ولاړم څو کاله وړاندې آن د ماشومتوب دور ته، په ښوونځي کې شاملیدل بیا وروسته له اصف سره معرفت او بیا تر بګرامه زمونږ راتګ دا ټول مې په ذهن د یوه اوږده سیریال په شان راوڅرښیدل.

سهار له لمانځه وروسته نظرمحمد غږ کړ:

اشنا اورې؟

مال: هو!

ـ کیسه راته کوې ؟

ـ مال کومه ؟

ــ پاتې کیسه، ها د بلې دونیا ( په خندا)

ــ آ د ازادی د وخت ؟

– هو کنه !

بس ما هم دساعت تیري په خاطر له ښونځي نه تربګرامه ټوله اږده کیسه ورته شروع کړه.

له ښوونځي نه تر بګرامه !!

له وړوکوالي مې له ښوونځي سره مینه وه لا مې داوو کالو غاښونه نه و لویدلي چې پلار مې دشهید فتح الله په نوم نیږدې ښوونځي کې شامل کړم، که څه هم دښوونځي مدیر نه غوښتل چې پدې کم عمری یانې وړاندې له اووه کالنی مې دشمولیت په لیست کې ونیسي خو دپلار په ډیر اصرار مدیر صیب اړ شو چې دنورو دریو وروڼو ترڅنګ یې زه هم په لومړي ټولګي کې ونیولم.

ښوونځی ډیر غټ نه و له لومړي ټولګي څخه تر شپږم پورې درسونه پکې ویل کیدل ددرس خونې ډیرې زړې وې دباران پرمهال به ډیری وخت بهیدلې، پاسني چتونه یې د لوږیو او دودونو له وجې تک تور اووښتي و خو ترټولو ښه شی چې ما به ډېر خوښیده دښوونځي دننه پراخه انګړ و چې د نارنجو او رمبېل ګلانو ښکلي ونې پکې ولاړې وې، د زدکوونکو د ډیروالي له امله به کله کله ډیره ګرمي شوه خو په پسرلي کې به دتازه موسم او خوږې هوا له وجې ټول ښوونځی درمبېل بویونو په سر اخیستی و.
تردویم ټولګې پورې په درسونو کې ډېر بد نه وم خو ورو په ورو مې په درسونو سر خلاصیده، ښه مې په یاد دي چې ښوونکي راته کورنی وظیفه راکړه په صبا ورځ ټولو ټولګیوالو ښوونکي ته کورنی وظیفه وړاندې کړه خو کله یې چا زما کتابچه ولیده مسکی شو،زه وارخطا غوندې شوم فکر مې وکړ چې کومه غلطي یې ترسترګو شوه، خو، نه په ډیرو ښکلو الفاظو یې وستایلم دمعمول سره سم یې په غټو حروفو آفرین ولیکل زه ډیر خوشال شوم زما دلیکنې او املا ستاینه یې وکړه که څه هم زه د دومره ستاینې وړ نه وم.
څو ورځې وروسته هیآت راغی په ټولو صنفونو وګرځید ددې لپاره چې دزدکوونکو تعلیمي سویه وګوري او مالومه کړي چې ښوونکو څومره له خپلو زده کوونکو سره زیار ویستلی؟
اوس نو وار زمونږ و هیآت راغی په ټولو زده کوونکو کې استاد ماته ایشاره وکړه دده په غوښتنه پورته شوم دیو څو پوښتنو له ځوابولو وروسته بیرته کیناستم ټولو زده کوونکو راته چکچکې وکړې ډیرخوشاله شوم د هیآت له رخصتیدو وروسته دښوونکي په ټنډه کې له ورایه دخوښی نښې ښکاریدې له ډېرې خوشالی یې راته خپل ښکلی قلم ډالی کړ، که څه هم ما کوم سخت سوالونه نه و ځواب کړي ډیر عادي سوالونه و خو د ښوونکي دې کړنې زما او دنورو زدکوونکو لپاره دیوې تشویقي بڼې حیثیت درلود.
دښوونکي دستاینې او بې کچې میني برکت و چې په درسونو کې ډیر په اعلا درجه روان وم، له لومړي نه تر اووم ټولګي پورې اول نومره پاتې شوم کله کله خو به مې په چارنیم ماها ازموینه کې یو څو نمرې له لاسه ورکړې خو دکالنی ازموینې لپاره به مې دومره زیار وویسته چې بیرته به مې خپلې نمرې پوره کړې.
داچې ښوونځی مو ډیر زوړ او وړوکی و نیږدې یوې نوي ودانی ته چې په ډیره ښکلي او اساسي ډول دیوې خارجي موسسې لخوا جوړه شوي وه انتقال شو، لومړنی ښوونځی مو په منځنی ښوونځی بدل شو.
دا ښوونځی چې دښاري څانګې په نوم نومول شوی و ډیر پراخه او زیاتې خونې یې درلودې هرسهار به ټولګي ته له ننوتلو وړاندې یوه ښکلي ترانه زمزمه کیده چې د زده کوونکو زړونو ته به یې په یوه خاص ډول خوښي وربخښله، له ترانې وړاندې به دپاک قران دیو څو مبارکو ایتونو تلاوت کیده چې ددې دندې سعادت هم زما په برخه و، نه یوازې ښوونکو بلکه زدکوونکو هم له ماسره ځانګړي مینه کوله، دطالبانو د واکمنی پرمهال پرمهال دثور په اوومه نیټه دخوست ښار په مرکزي چوک کې یوه غونډه رابلل شوي وه دبیلابیلو ښوونځیواو لیسو دترانې ټیمونو په شمول قومي مشرانو، سپین ږیرو او ښاریانو هم ګډون کړی و، دغونډې مشري پخپله دخوست والي قاري عبدالباري کوله، بې شمېره علماوو قومي مشرانو جهادي شخصیتونو جذابې ویناوې وکړې دروسانو او ددوی دلاسپوڅو ظلمونه او وخشتونه یې یو یو ولس ته په ګوته کړل، ما هم دترانې له خپل دوولس کسیز ټیم سره ډیره په زړه پورې ترانه زمزمه کړه.
نظرمحمد وویل:
آشه، ته خو یو وار دترانې دسر ټکي ووایه چې څنګه وه؟!
ما یې د سر ټکي په لنډ ډول ورته ذکر کړل:

په هفتِ ثور انقلاب و دخلقیانو !
ددغو ظالمانو په ګران افغانستان کې

هم طیارې وې هم ټانګونه
بې شمیره دوی وکړل ظلمونه (دوه وارې)
بمبار یې وکړو د داود په ماشومانو!
ددغو ظالمانو په ګران افغانستان کې

ددې ترانې په ویلو سره دخوست والي قاري عبدالباري ۱۵۰۰کلدارې انعام راکړ چې سل سل یې زمونږ او پاتې درې سوه مو دترانې ټیم استاد ښاغلي شمس الله خوستي ته په وچ زور ډالی کړې .
شمس الله خوستی زمونږ دساینسي علومو استاد و چې ډیر ښه شاعر هم و، تل به یې مونږ ته دهیواد دمینې او ازادی ترانې چمتو کولې، دا وخت زمونږ دښوونځی مدیر ښاغلی مطیع الله فضلي و، فضلي صیب ډیر کاري،تجربه کار او جدي شخصیت و په څیره کې یې رعب له ورایه ښکاریده، دنګې ونې یې ځوانی ته ځانګړي ښکلا وربخښلي وه، سستي او تنبلي یې بیخي نه خوښیده دوصولو او وخت سخت پابند و همدا لامل و چې له زدکوونکو زیات یې ښوونکې تر اغیز لاندې و، هرښوونکي به کوښښ کاوه چې په ټاکلي وخت ټولګي ته ځان ورسوي او خپل مضمون تدریس کړي، دنه حاضریدو په صورت کې دټولګي کفتان مسولیت و چې مدیر ته په ټاکلي وخت شکایت وکړي، ډیر وخت مې له ده څخه په همدې سبب سختې سنګینې سزاوې خوړلي دي، یوه سخته سزا چې ډیر پرې شرمنده یم هغه دا وه چې کوم زده کوونکی به چې ټولګي ته نه و راغلی او رقعه به یې رالیږلي وه نو دمدیر صیب پرځای به مې کله کله پخپله لاسلیک کړه دا ځکه چې دټولګیوالو شمیر مو له اتیاوو اووښتی و روزانه به درې څلور نفره یا خو مریضان و او یا به یې دکوم ضروري کار په سبب رقعې رالیږلې وې.
مابه د زیاتو رقعو دلاسلیک پروخت دمدیر صیب دګوتو حرکاتو ته ډیر په ځیر کتل لنډه دا چې لاسلیک مې دچا خبره بیخي په یادو زده شوو، په لومړیو کې به مې یوه دوه رقعې لاسلیک کولې خو اخر دومره زړور شوم چې تر ډیره به مې ده ته بیخي وروړې نه، له ټولګې نه ها خوا به، چېرته په یوه ګوښه کې ورته پټ شوم زر زر به مې امضا پرې راکش کړه او سم خوند به مې پرې جوړ کړو. اخر دا راز افشا شو داسې چې یوه ورځ اسمبلی ته غیرحاضرکسان راوغوښتل شول بې رقعو کسانو ته مدیرصیب سخته سزا ورکړه او رقعه لرونکي یې یوـ یو ترنظر لاندې تیر کړل زمونږ یوټولګیوال چې صفت نومیده وروړاندې شو دلاس اوږدولو پرځای یې رقعه وروړاندې کړه مدیر صیب(فضلي) سخت حیران شو ولې چې پرون یې پرځای معاون ښاغلي(لعل خیل) رقعې لاسلیک کړي وې خو پدې رقعه دده امضا راووتله دا لومړنی ځل و چې دځان پرځای یې دا دنده ښاغلي لال خیل ته سپارلي وه.
څوثانیې یې ښه په ځیرځیر ورقې ته وکتل بیا یې په صفت سترګې ور رډې کړې .

ما له ځانه سره کلمې ویلې زړه مې ریږدیده وجود مې ټول خولې خولې شو ډیر وارخطا وم ستونی مې وچ کلک شو کاشکې پدې وخت کې یوچا یو ګیلاس اوبه راکړي وای دتېښتې لار هم نه وځکه زه هم ډیر نیږدې دترانې په ټیم کې ولاړ وم، چوپه چوپتیا وه ټوله اسمبلي او ښوونکي حیران دریان ولاړو له خپل رسمي وخت څخه لس پنځلس دقیقې اووښتې وې قهرجن غږ یې چوپتیا ماته کړه ښوونکو ته مخاطب شو:
نن څوومه نیټه ده ؟!
ښوونکو ټولو په یو وار وویل :
څوارلسمه نیټه ده صیب!
مدیرصیب بیا وپوښتل پرون څوومه وه؟!
ښوونکو په حیرانی ځواب ورکړ:
چې نن څوارلسمه ده نو پرون به خامخا دیارلسمه وي صیب!
ــ مګر پدې کې خو ننی نیټه (څوارلسمه )لیکل شوی ده؟!
زه ډیر زر په ځان يوه شوم چې نیټه مې یوه ورځ وروسته وراچولي ده ویې ویل:
ــ لکه چې زما په غیاب کې کوم بل مدیر زما دنده پرمخ بیایې؟! چیرته دې ستاسو اول نمره؟!
صفت زما په لورې سترګې راواړلې، زما هم بله لار نه وه په ریږدیدلو ګامونو وروړاندې شوم اوس نو حاضرو کسانو ددوی پرځای زما په څیره سترګې ګنډلې وې !
فضلي صیب لکه وړاندې مې چې وویل ډیر زیرک او جدي انسان و ډیر زر زما له تښتیدلي څیرې وپوهیده چې اصلي مجرم او دویم مدیر څوګ دی چې دده په غیاب کې یې دومره ستره وظیفه اجرا کوله ویې پوښتل:
دا ولې ؟!
دا (ولې) نه و سم دتوپ ډز و چې پر ما یې وکړ ټول وجود مې د (ولې) له غږ سره په لړزان شو سترګې مې ښکته واچولې ما هیڅ ځواب نه درلوده سخت شرمنده وم سوچ مې کاوه چې کاشکې دا ځمکه دوه ځایه شوي وای او زه پرې ننوتی وای ترڅو هغه چاچې ماته د مینې او عقیدت په سترګه کتل نن یې زما ددې سترې کمزوری چوپه ننداره نه وی کړي!!
دفضلي صیب په لاسونو کې ډیره خطرناکه لخته وه خو له لختې یې څپیړه ډیره درنه او خطرناکه وه سوچ مې کاوه چې اوس به مې پرمخ یوه کلکه درنه څپېړه ولګیږي اوس به یو درزشي په غوږونو کې به مې یو کړنګهاری جوړ شي، دا چوپتیا راته له زغمه وتلي ښکاره شوه دیو مجرم په شان مې لاسونه دسزا لپاره وروړاندې کړل ویې ویل چې:
ــ ها … !! یانې دا کار ته پخپله کړی؟!
ما دهو په دود سر وخوځاوه
یوه پیکه شان مسکا یې په شونډو خواره شوه ویې ویل :
ــ تاته ښه مالومه ده چې زما په عسکري څپیړه کې څومره زور دی بهتره به دا وي چې همدا اوس توبه وباسې اوپه کلکه وعده وکړې چې راتلونکي کې به دا ډول ناوړه کار نکوم ګنې په دې مخامخ ونه به دې راځوړند کړم! (مخامخ ونې ته یې ایشاره وکړه)
ما په ریږدیدلي غږ وویل:
ــ مدیر صیب وعده کوم چې بیا داسې نکوم . . . او هرقسم سزا ته تیار یم ، نور مې غږ په ستونې کې ونښت .
مدیرصیب زما دالفاظوتر تاثیر لاندې راغی د استادی مینه پرې غالبه شوه زړه یې راباندې وسوزیده، نه یې غوښتل چې ددومره لویې حاضرې جامعې پر وړاندې سزا راکړي یوه شیبه ښه غلی شو بیا يې په خواو شا حاضرو کسانو نظر واچولو مخ یې راواړو په نرمه لهجه یې وویل:
ــ سزا نشته زما له طرفه معاف یې خو دومره اسانه نه په یو شرط !؟
زه ډیر خوشاله شوم رنګ ته مې ایلا وینه راغله له ډیرې خوشالی مې وویل:
ــ په دواړو سترګو مدیرصیب ستاسو هرشرط ماته منظور دی !
مدیرصیب کتابچه راوغوښته ویې ویل:
ـ هن! دا واخله بې له ځنډه زما پر وړاندې زما لاسلیک وکړه!
ــ مګر ما خو وعده وکړه مدیرصیب چې زه به په راتلونکي کې دا کار نکوم!؟
ــ نه همدا اوس اوس یې وکړه ددې لپاره چې زه ستا دګوتو مهارت وګورم!
ما هم انکار ونکړسمدلاسه مې قلم کتابچه ترې واخیستل سمه د چترالي پاکول په شان مې کټ مټ دده امضا وکړه خو کله مې چې دده د نوم لاندې څوارلسمه نیټه ورواچوله په خندا شو ویې ویل چې له څیرې خو مړ پسه مالومیږې نور خو لیوه یې لیوه!!
ما وویل څنکه مدیر صیب !؟
مدیرصیب وخندل زیاته یې کړه:
ــ تا خو پرون هم څوارلسمه نیټه لیکلي او نن هم ، ستا په جنتری کې خو باید نن پنځلسمه وای ؟!
ما وخندل چې لدې سره ټولې اسمبلی او ښوونکي په خندا شول بیا یې وپوښتل چې رښتیا ووایه تراوسه به دې څو رقعې لاسلیک کړي وي دروغ به نه وایې؟!
ما وویل: ریښتیا ووایم؟!
ــ هو! همدا رښتیا دې له سزا ژغورلی شي !
زه بیا وویریدم یو ځل خو یې معاف کړم دای خو بیا سزا سزا یادوي ما هم ترې پټه نکړه :
ــ تعداد خو یې راته سم ندی مالوم خو تقریبا شپږ میاشتې کیږي چې پدې درغلی کې . . . خبره یې را نه ونیوه ویې ویل: مجبور یم چې ستا دلاسه لاسلیک بدل کړم ورځه معاف یې خو دبیا لپاره چې دا کار ونکړې له غوږه یې سم کش کړم اسمبلي یې رخصت کړه.

***** ***** ***** *****

د طالبانو د واکمنی پرمهال دپوهنې وزارت لخوا ټولو ښوونځیو او لیسو ته مکتوبونه لیږل شوي و غوښتنه یې کړي وه چې د لوړو ټولګیو زده کوونکي باید تورې پګړی په سرکړي په تعلیمي نصاب کې هم دبدلون غوښتنه شوي وه هغه داچې باید دعصري علوموترڅنګ دیني علوم هم تدریس شي ترڅو یو زده کوونکی د فراغت پرمهال دعصري علومو په ګډون له دیني علومو هم پوره برخمن وي دېته ورته غوښتنه دیني مدارسوته ته هم راجع وه چې په درسي نصاب کې باید ساینسي علوم هرومرو ځای پرځای شي
دا یوډیرښه اقدام و چې قرار قرار یې دعملي کیدو هڅې روانې وې،زمونږ دمنځنی ښوونځي نوم په متوسطه مدرسه بدل شو که څه هم دواړو نومونو څه خاص توپیر نه درلود،یو دپښتو او بل دعربي نوم و خو بیا هم په زده کوونکو یې یو ښه اغیز درلود چې دمدرسې او ښوونځي (دیني او عصري علومو) زدکوونکو ترمنځ یې واټن بیخي له منځه یووړ، دواړو یو شان ځانونه بلل اود یوه مشترک احساس له مخې یې دې کار ته د زړه له کومې لبیک ووایه.
طالبانو دخپلې واکمنی پرمهال ډیری توپیرونه له منځه وړي و چې ترټولو ښه بیلګه یې مدرسه او ښوونځی وه چې په یوه سترګه ورته کتل کیدل.
که څه هم دکرزي د ادارې په شان د زدکوونکو میاشتیني فیسونه نه معاف شوي خو دا هم نه و شوي چې مدرسې جوړیدې او ښوونځي ورانیدل لکه اوس چې له یوې خوا ښوونې او روزنې ته ځانګړي توجه کیږي دټول هیواد په سطحه ښوونځي او پوهنتونونه جوړشول او ښوونکو ته ددولت لخوا معاش ورکول کیږي خو له بلې خوا په دیني مدارسو چپې ووهل شوې، ورانې شوې، استادان او شاګردان یې ونیول شول څه یې بګرام پلچرخي او کیوبا زندانونو ته یوړل شول او څه یې ګاونډي هیواد پاکستان ته په مهاجرت اړ کړای شول.
دتېر په پرتله اوسنیو دې بې عدالتیو به زه ډیر سخت ځورولم، هغه نبوي سنت یانې توره پګړی چې دطالبانو پرمهال لویو زدکوونکو ته ورپه سر کیده نن له پامه غورځول شوي وه او په سپکه ورته کتل کیدل، زدکوونکي ددې پرځای چې نبوي سنت پرځای کړي تورسر ښوونخي ته په تلو هڅول کیدل، هغه لباس چې زمونږ افغاني،ملي او اسلامي جامه وه په نیکټایی بدلیده او هغه تعلیمي نصاب چې تهداب او بنسټ یې دجهاد سترو مشرانو ایښی و نن بیخي له منځه تللی و.
تفسیرونه عقاید او احادیث له پامه غورځول شوي او په نوي تعلیمي نصاب کې هیڅ ځای نه و ورکړل پرځای یې یوازې ددیني ښوونې په نوم یو مضمون راوړل شوی و چې هغه هم بایع او مشتري یانې اخستلو او خرڅولو مسایلو پورې اړوند و. په ټیټو صنفونو کې جهادي او عقیدوي درسونه له منځه وړل شوي و لکه پخوا به په لومړي ټولګي کې:
الف ــ الله ویل کیدل اوس الف انار لیکل شوي و.
ت ـــ توره ــ زما بابا په توره جهاد کوي او اوس ت ـ توت لیکل شوي و او. . . . داسې نور .
په منځنیو صفونو کې د تروریست او دهشت ګر تر سرلیک لاندې یو خاص درس راوړل شوی و چې غوښتل یې لدې لارې دځوان نسل دهنونه مغشوش کړي داسلام او جهادي نظریې څخه لرې وساتل شي او دحق دلارې سپیڅلي غازیان او سرښندویان دهشتګر ورمعرفي کړي.
عجیبه خو لا دا وه چې هغه ښوونکي چې داسلامي او جهادي نظریې خاوندان و ډیری یې له دندو ګوښه کړل شول او پرځای یې دسیکولر نظریې خاوندان راولیږل شول.
مولوي صیب نورالحبیب چې دفضلي صیب څخه وروسته ترډیره زمونږ دښوونځي مدیر پاتې شوی و یو له هغو څخه و چې د کرزي په اداره کې دمعارف واکمنانو په ډیرې سپین سترګی له دندې ګوښه کړ او پرځای یې یو نوی مدیر عبدالستار راولیږل شو.
دنوي او زاړه مدیر ترمنځ ډیری توپیرونه و چې باید دا کار نه وای شوی خو اوس حالاتو او نظام تغیر خوړلی و دټول هیواد واګې دهغه چا لاسونو ته لویدلي وې چې دیوه پوره اسلامي نظام دنسکوریدو ویاړ یې درلود، نه یوازې اسلامي او پرامنه نظام یې راچپه کړ بلکه په ټوله نړی کې یې د یوه سترصلیبي جنګ لپاره مټې رانغښتې وې او په ډیر زور،جوش او غرور یې خپلې لښکرې هیواد ته رادننه کړې وې .ډیری میندې یې بورې کړې،ښځې یې کونډې کړې،خویندې یې بې وروره او په زرګونو ماشومان یې بې پلاره کړل.
لمر او سپوږمی چې پدې تیرو څو کالونو کې کوم ظلمونه،وخشتونه،کریږې او فریادونه ولیدل په تېرو دیرشو کالونو کې یې هم ساری نه و لیدل شوی!!
پداسې حال کې چې ظلم او وخشت اوج ته رسیدلی و دیوه مولوي صیب نورالحبیب لرې کول او له دندې ګوهه کول یوه عادي خبره وه.
مولوي صیب ددوی په نظر یو عادی کس و خو ښاغلی عبدالستار بیا یو مسلکي او پوه(!) شخص و.
مولوی صیب په دیني علومو کې مهارت درلود چې ددوی په نظر دیني علومو نن هیڅ اړتیا او ارزښت نه درلود خو ښاغلی عبدالستار یې دعصري علومو یوه داسې پټه خزانه بلله چې پرانستل یې اړین او دټولنې لپاره ډیر مفید و.
که څه هم مولوی صیب نورالحبیب دتېر څوارلس کالن جهاد یوه داسې مبارزه او وتلي څیره وه چې یوه پښه او دبدن غړي یې ددین ناموس اود وطن ازادی په لاره کې قرباني کړي و خو ښاعلی عبدالستار بیا دخلق دیموکراتیک ګوند یو فعال غړی پاتې شوی و.
دا یوازې زمونږ ښوونخی نه و چې تغیر پکې راغلی و بلکه دټول هیواد په سطحه دا معامله روانه وه معارف (ښوونې او روزنې) ریسان لا دوخته تغیر او تبدیل شوي و چې ځای یې دخپلې خوښې افرادو نیولی و، سیکولرانو په دې هم بسنه ونکړه په لوی لاس یې دشهید شاکرین جهادیار لویه مدرسه (منبع الجهاد) چې اساس او بنیاد یې د وخت ستر غازي جلال الدین حقانی ایښی و دعبدالحی حبیبي په نوم په عصري علومو واړوله، اوس نو زمونږ دښاري څانګې ښوونځی همدې لیسې ته انتقال شو مونږ دخپلې ښوونځی په پیاوړتیا ډیر خوشاله و ځکه اوس مو دمنځنی ښوونځي پرځای دلیسې ویاړ درلود خو دیوې دیني مدرسې تړل او پرځای یې دعصري علومو لیسه پرانیستل نه یوازې دسترشهیدشاکرین جهادیار دقربانی او او نامه اهانت و بلکه ددیني علومو دخپراوي د مخنیوي ښکاره ثبوت و چې باید دا کار نه وی شوی!
ما نه له عصري علومو سره ټکر درلود او نه مې د عدالحی حبیبي له نوم سره بلکه دې به ځورولم چې په خوست کې د لسګونو ودانیو اوپه جریبونو جریبونو دولتي ځمکو باوجود دمعارف واکمنانو ولې داسې له انصافه لرې کار وکړ؟ زمونږ وړوکي ښوونځی یې لوی مدرسې ته او الفتح عالي لیسه یې بیا زمونږ وړوکې ښوونځی ته انتقال کړه!
هرڅو مې که دا له زغمه وتلي ترخه غوړوپونه له ستوني تیرول خو هغه وخت مې دسترګو اوښکې راتم نکړای شوې کله چې دهمدې مدرسې ددروازې پرسر په لویه لوحه دشهید شاکرین جهادیار او منبع الجهاد نوم ورانیده او پرځای یې دعبدالحی حبیبي لیسه لیکل کیده، داسلام هغه سپین بیراغ چې دزرګونو شهیدانو دسپڅلو وینواو قربانیو په برکت له کالونو راهیسې رپیده نن یې پرځای هغه بیراغ نښلول کیده چې پردیو په اوږو راوړل شوی و.
بلاخره پاس په لوح تورې ورانیدل دلته زما له سترګو اوښکې تویدې!!

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

له ښوونځي نه تربګرامه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدصادق

رحیم بریال صاحب الله پاک دی نو رله غمونو دردونواوتکلیفونو وساته داتیری قربانی دی خدای پاک په خپل دربارکی قبولی کره گرانه له اول نه تر اتلسم کالمه پوری ستا تول لیکل می ولوستل دیر خوند یی راکر الله پاک دی اجرونه درکری او له هر کالم وروسته دبل کالم منتظر یم اگر چی کله کله انتظار دیر اوژدشی نوی کالم ته دیر په تلوسه کی یم گرانه دیرو لیکلو دی. وژرولم خو دازل دی هم. شه وژرولم اوهم دی شه . وخندولم دادمدیر او داول نمره . په قیصه باندی خدای دی په گوتو . اوقلم کی برکت واچوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x