افغانستان

تګاب: د ملي اردو لخوا توغول شوي توغندي ۸ ملکي وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا توغول شوي توغندي ۸ ملکي وګړي شهیدان کړي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.

د تګاب څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په وژل شوو کسانو کې ۴ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارینه شامل دي.

راپور زیاتوي چې پېښه پرون دوشنبه د سپین زیو په کلي رامنځته شوې او وژل شوي کسان د ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د تګاب ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي چې د ملي اردو لخوا توغول شوی توغندی د سین زیو د کلي اوسیدونکي سمیع الله په کور لګېدلی دی چې له کبله یې د کورنۍ اته غړي وژل شوي.

افغان اسلامي اژانس د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې نن سهار د ولسوالۍ په شا او خوا کې د امنيتي ځواکونوا و طالبانو تر منځ نښته روانه وه، چې د پوليسو لخوا ويشتل شوی راکټ پر يو کور ولګيد او عامو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

دغه اوسيدونکی وايي چې په دې پېښه کې اته تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي، چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي، او دغه پېښه د ولسوالۍ د مرکز په درې سوه مترۍ کې رامنځته شوې ده.

افغان اسلامي اژانس وايي چې دوی ته د کاپیسا څخه يو بل اوسيدونکی بيا په دې  اړه ویلي چې یاده پېښه د سپين زیو په سیمو کې شوې، وژل شوي کسان ۹ او ټپيان ۷ دي.

دا لومړی وار نه دی چې د ملي اردو لخوا په ملکي وګړو هاوانونه او توغندي توغول کیږي بلکې تر دې وړاندې لسګونه ځل د حکومتي عسکرو لخوا دغه ډول کړنې شوي دي.

د روان کال د وري په ۶مه د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا فایر شوي هاوان ۴ ماشومان ووژل.

تر هغې دوه ورځې وړاندې د وري په څلورمه غزني ښار ته څېرمه په قاضي کلا سیمه کې د پولیسو لوري فایر شوي هاوان د کرکټ لوبې پر مهال پنځه ماشومان شهیدان او اووه نور مرګوني ټپيان کړل.

د روان میلادي کال په لومړۍ شپه په ورته یوې پیښه کې چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوه، د ملي اردو له یوې پوستې څخه د واده په مراسمو د هوان فیرونه وشول، چې په ترڅ کې يې د ناوې په شمول تر ۵۰ زیاتې ښځې او ماشومان ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x