ورزش

د بارسلونا لوبډلې پخوانی او اوسنی مشران په قید محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۳۹۴ل): د هسپانيي د فوتبال لوبې اړوند د مالیاتو ادارې وکیلان په نظر کې لري چې جوزپ ماریال بارتومو د بارسلونا لوبډلې اوسنی مشر په دوه کاله او درې میاشتې قید محکوم کړي.

همداراز دغه اداره په نظر کې لري چې د بارسلونا پخوانی مشر ساندرو روسل په شپږ کاله او نهه ماشتې قید محکوم کړي. دا په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې ساندرو روسل په اووه کاله او درې میاشتې قید محکوم شوی و چې اوس د نوموړی په قید کې د درې میاشتو تخفیف ورکړل شوی.

د بارسلونا اوسنی او پخوانی مشر د برازیلي لوبغاړی «نیمار» پیریدلو پر مهال نړیوالو رسنیو ته غلط معلومات وړاندې کړی وو چې له همدې امله په قید محکوم شول.

همداراز د بارسلونا لوبډله باید په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ز کلونو کې د مالیاتي سرغړونو له امله ۱۱.۴ میلیون یورو د جریمې په ډول د هسپانيي حکومت ته ورکړي.

که د بارسلونا لوبډلې ټول جرمونه ثابت شول نو دغه لوبډله باید ۲۲.۲ میلیونه یورو د جریمې په ډول د هسپانيي دولت ته وسپاري. ساندرو روسل باید ۲۵.۱ او بارتومو ۳.۸ میلیونه یورو د جریمې په توګه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx