نړۍ

امريکا ايران ته د روسي ميزايلو په ورکړه نيوکه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): روس پرېکړه کړې، چې پر ايران د نوو ميزايلو د اخيستو بنديز لرې کړي، مګر امريکا د روس پر دې پرېکړه نېوکه کړې ده.

د ايران د اتومي انرژۍ پروګرام په اړه ۲۰۱۰ز کال کې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له امله روس پر ايران د «ايس ۳۰۰»توغنديو له پلورلو منعه شوی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري خپل روسي سيال سره په دې اړه خبرې اترې کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جوش ايرنسټ رسنيو ته وويل، چې جان کيري د اتومي انرژۍ او پر ايران د توغنديو د پلورلو په اړه خپل روسي سيال سره تيليفوني خبرې اترې کړي او روس ته يې ډاډ ورکړی، چې ايران سره د اتومي انرجۍ په اړه مذاکرات او خبرې اترې د روس له ګډونه پرته ناشونې دي.

د ايران او ۵+۱ هېوادونو تر منځ د اتومي تړون د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د روس ولسمشر ويلاديديمير پوتين ايران ته د ايس ۳۰۰ ډولي توغنديو د ورکولو اجازه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو له خوا د بنديزونو سربېره هم د ايران او روس تر منځ قوي اړيکې موجودې دي.

ايران ته د روسي توغنديو په تړون اسراييل او امريکا ډېر انديښمن دي او د روس دا کړنه يې د ملګرو ملتونو له قانونه مخالفت بولي.

امريکا او د سيمې نور هېوادونه وايي، که روس ايران ته دغه نوي توغندي ورکړي، نو دا به د ايران د اتومي وسلو په جوړولو او ژغورلو کې ډېر مرستندوی ثابت شي.

د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه سعودي عربستان وايي، که ايران اتومي قوت شي، نو دوی هم حق لري، چې اتومي ځواک تر لاسه کړي.

د عربي چارو شننونکي وايي، چې ايران د امريکا په خوښه خليجي هېوادونو کې مداخله کوي او د خپل پراختيايي فکر لپاره دغو هېوادونو کې شخړو او تاوتريخوالي ته لمن وهي.

ځواکمن ايران به سيمه کې د امريکا پوليس وي

که د ايران او ۵+۱ هېوادونو تر منځ اتومي تړون لاسليک شي، نو ايران به منځني ختيځ کې د امريکا د ګټو لپاره د پوليس دنده ترسره کوي.

وتلي برتانوي ليکوال او د انډيپينډينټ ورځپاڼې ژورناليست په خپله نوې مقاله کې ليکلي،که ايران اتومي ځواک شي، نو دا به عربي نړۍ کې ايران ته دا قوت ورکړي، چې د امريکا لپاره د پوليس په توګه دنده ترسره کړي.

رابرټ فيسک زياتوي، چې د ايران او امريکا تر منځ کېدونکي امنيتي تړون سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه اندېښمن کړي او وايي، چې دا اتومي تړون د سيمې د امنيت لپاره ستر ګواښ دی.

مقاله کې راغلي، که ايران او امريکا پر يو بل د باور فضا جوړه کړي، نو دا به د منځني ختيځ په سياست کې بنسټيز بدلونونه راولي او کېدای راتلونکي لنډ وخت کې ايران په سميه کې د پخواني شاه په څېر د امريکا پوليس شي او د ليکوال په وينا دا کار به عربي نړۍ کې د يوې خطرناکې زلزلې په شان وي.
رابرټ فيسک ليکلي، چې د ايران او امريکا اړيکې باوري شي او ايران عربي نړۍ کې د امريکا د ګټو د خوندي کولو په موخه د پوليس رول پيل کړي، نو هغه مهال به امريکا له سعودي سره د خپلو اړيکو په اړه له سره غور کوي او وايي به چې سعودي عربستان امريکا او نړۍ ته اسامه بن لادن او پنځلس هغه ځوانان ور ډالۍ کړي، چې د امريکا دوه تجارتي برجونه يې ونړول.

د رابرټ فيسک په وينا د ايران او امريکا تر منځ د اتومي تړون ګټه د ايران تر څنګ د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته هم رسيږي او هغه هم ورته ډېر خوښ دی او ډېر عرب چارواکي فکر کوي، چې اوس کېدای شي بشارالاسد د خپل پلار حافظ الاسد په څېر تر ډېره په واک کې پاتې شي.

د عربي چارو کارپوهان له ډېره وخته په دې اند دي، ايران عربي نړۍ کې د خپل پراختيايي فکر په لټه کې دی او د امريکا په خوښه عربۍ کې اور ته لمن وهي او غواړي، چې سيمه کې د يو ځواکمن هېواد په توګه رامنځته شي.

ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق، سوريې، يمن، بحرين او نورو خليجي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او سيمه کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x