نظــر

کرزی او حکمتیار، یو بل له انزوا ژغوري!

karzai listen to nation athemپه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو شتون او د دوی پر ضد د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو په مشرۍ روان مقاومت له لس کاله قربانیو، ویرانیو، شهادتونو او رشادتونو اوس داسې یو پړاو ته ورسید چې امریکا یې دې ته مجبوره کړه څو خپل لس کلن دوښمنان (طالبان) نور دوښمنان ونه بولي او ترې وغواړي چې د مذاکراتو میز ته ورسره کښيني. دا د طالبانو د لس کلن وسله وال مقاومت بیړنۍ لاسته راوړنه ده. دا طالبان دي چې د امریکا په څیر یو نړیوال قدرت یې مجبوره کړ چې پر خپلو سټراتیژیو د بطلان کرښه راکاږي او طالبانو سره د یومیز غاړې ته کښيني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستو خبرې له څو میاشتو راهیسې د ګنګوسو په ډول تودې وې. ولې کله چې طالبانو د روان کال د جنورۍ د میاشتې په ۳مه نيټه اعلامیه خپره کړه او دا یې ومنله چې دوی تیار دي چې له نړیوالو سره د افهام او تفهیم لپاره کښيني، کرزي او حکمتیار په یو لړ سیاسي لوبو لاس پورې کړ. طالبانو په اعلامیې کې په ډير احتیاط د قطر خبرې تایید کړې وې.

د طالبانو د اعلامیې له خپرېدو لږ وروسته د ګلبدین حکمتیار په مشرئ د انشعاب ځپلې او منزوي حزب اسلامي د کابل حکومت ته خپل استازي د بل ځل لپاره واستول. امریکایانو له طالبانو سره د مذکراتو له لارې د کرزي په مشرئ حکومت او د ده په صطلاح اپوزیسیون (پخواني جګړه مار) منزوي کړل.

د طالبانو له موافقې څرګندولو سره جوخت کابل ته د ښاغلي حکمتیار د استازي تګ شاید د کرزي او حکمتیار د دلچسپۍ په نتیجه کې شوې وي. ځکه امریکایانو له طالبانو سره د خبرو له لارې کرزی او له بلې خوا یې د حکمتیار ډلګۍ ګوښه کړل. کرزي او حکمتیار دا ښه وګڼله چې یو ځل بیا سره لیده کاته ولري، چې دواړه ځانونه په مسایلو کې مطرح څرګند کړي. حامد کرزي د ولسي جرګې د دویم تقنیني کال د افتتاح په مراسمو کې له حکمتیار څخه په ډېر درناوي یادونه وکړه. له بلې خوا په دې وروستیو کې حکمتیار هم په خپلو مرکو کې د ځان د مطرح کيدو لپاره پر طالبانو نیوکو ته زور ورکړی دی. د کرزي او حکمتیار وروستي سیاسي مانورونه سړي ته هاغه دري متل وریادوی، چې وايي، «تو مرا ملا بګو، مه تو را حاجي».

کرزي د ولسي جرګې د افتتاح مراسمو کې حکمتیار یادوي، څو له یوې خوا ځان د سولې د خبرو په تل کې وښيي او له بلې خوا حکمتیار ته پوزېشن ورکړي.

حکمتیار بیا پر طالبانو د نیوکو له لارې د زړه بړاسونه وباسي، خو طالبان د خدای بندګان یې حتی یو ځل هم نیوکو ته ځواب نه دی ورکړی.

خدای پو شه چې دوی د حکمتیار صیب د (ځان مطرح کیدو) مرض تشخیص څنګه کړی دی؟؟

حقیقت دا دی لکه طالبانو چې د جنورۍ د درېیمې په اعلامیه کې په زغرده ویلي وو، چې د افغانستان بحران دوه جهتونه دي؛ یو د امریکا متحده ایالتونه او بل د طالبانو مجاهدین. دا ادعا منطقي هم ده. لکه ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف چې له طلوع نیوز سره په خپلې وروستۍ مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې ستونزه د امریکا او طالبانو تر منځ لس کاله مخکې پیل شوه، چې هغه مهال نه کرزی و او نه یې حکومت، همدارنګه هغه مهال حکمتیار هم له هيواد څخه لرې په ایران کې د مهاجرت شپې سبا کولې. تر څو چې په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین او امریکایانو یوې موافقې ته سره ونه رسيږي، دا ستونزه نه حلېږي. کله چې دغه دواړه لوري توافق ته ورسيدل، بیا نو د کرزي حکومت او حکمتیار ډلګئ د سولې د پروسې په لار کې هېڅ خنډ نه شې جوړولای!

ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x