نړۍ

پاکستان ۲۵ میلیونه سیم کارتونه بند کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د سیم کارتونو د بیا راجستر کولو او ګوتو لګولو ۳ میاشتې ضرب الاجل پوره کېدو سره د پاکستان مخابراتو ۲۵ میلیونه سیم کارتونه بند کړي دي.

د پاکستان د مخابراتو مسوولینو ویلي چې دغه سیم کارتونه د ګوتې په لګولو تصدیق شوي نه دي ځکه د دوی لخوا بند شول.

ددغو ۲۵ میلیونه سیم کارتونو تر بندیدو وړاندې په پاکستان کې ۱۰۳ میلیونه سیم کارتونه استعمالېدل.

په بند شوو سیم کارتونو کې زیاتره په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو هم دي. هغوی وايي چې د دوی زیاتره سیم کارتونه هم بند شوي دي او تلیفوني شبکې ورته بند شوي سیم کارتونه نه خلاصوي.

په پېښور کې مېشت افغان مهاجر عزیز کاموي نن ټکی اسیا ته د فیسبوک د لارې وویل چې د تلیفون شرکتونه په مهاجر کارت نوي سیم کارتونه ورکوي خو بند شوي سیم کارتونه ورته نه خلاصوي.

هغه زیاتوي چې د سیم کارتونو د بندیدو سره ورته خورا ستونزې پیدا شوي ځکه د دوی خپلوانو او لرې پرتو ملګرو سره د دوی زړې شمېرې ثبتې دي.

د عزیز له قوله دوی خپلې ستونزې د تلیفوني شرکتونو سره شریکې کړي خو د هغوی لخوا ورته ډاډ نه دی ورکړل شوی.

عزیز وايي چې تلیفوني شرکتونو ورته ویلي چې یوازې هغه بند سیم کارتونه ورته خلاصوي چې د دوی په پاسپورت یا مهاجر کارت له پخوا راجستر شوي وي.

د یادونې وړ ده چې د پېښور تر برید وروسته د پاکستان حکومت د سیم کارتونو د تصدیق لړۍ د روان زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۳مه پیل کړه چې ۳ میاشتې یې دوام درلودلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x