د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

په خواشيني سره مو خبر واخيست چې د هېواد د پياوړي فرهنګی کورنی یو غړی ارواشاد عزیزالله باوری ځوانی مرګ سو.

انا لله و انا الیه راجعون

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد د مړيني په مناسبت د دوي محترمي کورني په خاصه توګه الحاج محمد جان باوری، پوهنوال استاد محمد رسول باوری، حاجی محمد امین باوری، پتمنی کورنی او دوستانو ته د خواشيني مراتب څرګندوي او دوي ته تسليت وائي.

د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او ټولو دوستانو ته جميل صبر غواړي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

نيټه: ۲۱/۱/۲۰۱۲
کابل – افغانستان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د