افغانستان

بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ۸ افغانانو «بې رحمانه» وژنه تایید کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د بهرنیو چارو وزارت د هغو اتو افغانانو چې تېره ورځ په ایران کې د انساني قاچاق وړونکو لخوا په «بې رحمانه» توګه وژل شوي وو، وژنه تایید کړه.

تېره ورځ د ایران امنیتي ځواکونو د هغو ۸ افغانانو جسدونه چې ایران ته د مزدورۍ لپاره روان وو او انسانی قاچاق وړونکو په لاره کې د یرغمل کړي وو وموندل.

دغو قاچاق وړونکو د یادو کسانو له کورنیو څخه پیسې غوښتې خو کورنیو يې د پیسو ورکولو توان نه درلودلو چې له کبله یې هغوی دغه کسان په «بې رحمانه» توګه ووژل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې خبري ناستې ته د پېښې په تړاو ویلي چې انساني قاچاق وړونکو ۱۳ افغانان په دې ژمنه تېرایستي وو چې د ایران د لارې به یې اروپايي هېوادونو ته واستوي.

مستغني له قوله دغه افغانان د انساني قاچاق وړونکو لخوا د سرحدي دښتو له لارې د پاکستان د بلوچستان دښتو ته لېږدول شوي او وروسته د ايران خاورې سرحدي سيمو ته رسېدلي او په غرنيو سيمو کې يې څه وخت تېر کړى چې هلته يې تر منځ د باج اخيستو موضوع مطرح شوې او له افغانانو يې د پخوانۍ هوکړې خلاف د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دغه مسئله د دواړو لورو تر منځ د اختلافاتو لامل شو او افغانانو په ۳ وسله‌والو کسانو چې په دوی د ساتونکو په حیث موظف و، برید وکړ او ۳ واړه یې ووژل، وروسته چې د قاچاق وړونکو مشران له موضوع خبر شول په افغانانو یې برید وکړ، ۸ تنه یې ووژل او په څاه کې یې واچول او پاتې ۵ تنه وتښتېدل.

د هغه د معلوماتو پر اساس ایراني چارواکو د پېښې تر خبریدو وروسته جسدونه د څاه څخه وویستل او د جسدونو او قاچاق وړونکو د هویت د معلومولو لپاره څېړنې دوام لري.

شکیب مستغني ویلي چې بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت او په زاهدان کې جنرال قونسلي سره اړیکه نیولې او دنده یې ورسپارلې چې ددغې پېښې په اړه څېړنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم په ايران کې په ورته پېښو کې د افغانانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x