کرېس ګېل نوی ریکاډ پخپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): کرېس ګېل د ویسټ انډیز ملي لوبډلې تکړه او پیاوړه لوبغاړی چې خپل چټکې توپ وهنې له امله نړیوال شهرت لري نوی ریکاډ خپل کړ.

کرېس ګېل د انډین پریمیر لیګ لوبو کې د رویال چیلینجر بنګلور لوبډلې لپاره لوبه کوي او د همدې سیالۍ په لوبه کې يي خپل دوه سوه شپږیزې پوره کړ.

کرېس ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړۍ لوبغاړی دی چې د شپږیزو دوه سلیزې پوره کړی.

کرېس ګېل د انډین پریمیر لیګ په سیالیو کې د سن رایزرز حیدر اباد په وړاندې لوبه کې دغه نړیوال ریکاډ خپل کړ. دغه لوبه کې کرېس ګېل یوازې یوې شپږیزې ته اړتیا درلود چې دغه ریکاډ خپل کړي.

دغه لوبه کې چې کرېس ګېل دغه نړیوال ریکاډ خپل کړ یوازې ۲۱ منډې جوړې کړې او د نوموړی لوبډلې دغه لوبه کې د حیدر اباد په وړاندې په اته ویکټو سخته ماتې وخوړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د