د واورو ښویدلو او اورښت زیانونه: ۲مړي، ۱۶ ټپیان، دملي اردو الوتکه غورځیدلې، په زرګونو کورنی زیانمني شوي
نن ټکی آسیا: د بدخشان په ولایت کې د واوري ښویدلو له امله دوه تنه مړه او نیژدې ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د مړو د را ایستلو او ټپيانو د ژغورلو پر مهال د ملي اردو یوه هلیکوپټر الوتکه هم را غورځیدلی چي له کبله يې څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان ولایت د والي ویاند عبد المعروف راسخ رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ د ارغنجخواه د ولسوالۍ زده کونکي د ولایت په مرکز کې د کانکور د امتحان وروسته خپلي سیمي ته روان وه چي د واوري ښویدني له پيښي سره مخامخ شول،
چي له کبله يې دوه تنه زده کونکي مړه او تر دولسو تنو زیات ټپیان شول.
نومړي ویلي چي د ټپیانو د ژغورني لپاره سیمي ته د ملي اردو دوه هلیکوپتر الوتکي ولیږل شوې، چی یوه يې په سیمه کي د ناستي پر مهال وغورځیده، چي له کبله يې هلیکوپتر زیانمنه شول، او څلور تنه سپرلي يې ټپیان شول.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن د پيښي تصدیق کړی خو ویلي چي هلیکوپتر بیړنی ناسته کړې، او کومه مرګ ژوبله يې نه ده لرلې.
د هیواد په جنوبي سیمو کې هم د تیري ورځي راهیسي واوري او بارانونه شروع دي، چي له کبله يې یوازي په هلمند ولایت کې په زرګونو کورنی زیانمني شوي، او کرنیزي ځمکي ویجاړي شوي دي.