ادبي لیکني

ژوند ادبي بهير خپله پنځمه کاليزه ونمانځله!

راپور: نقیب احمد عزيزي

د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو د نوې ودانۍ په تالار کې ماسپښين مهال د ژوند ادبي بهير ګډونوالو د شاه محمود عابد تلاوت، چې دريځوال صديق روان ور وغوښت، واورېد. دا د ۱۳۹۴ لمريز کال د وري مياشتې څلورويشتمه وه، چې بهير د خپلې پنځمې کاليزې د وياړ نمانځغونډه جوړه کړه.  مېلمانه يې ځوان شاعر عرفان مقبل، ښوويالی استاد عبدالصبور وطنوال او له کابله راغلی ملګری، د بهير پخوانی مشر او بنسټګر ښاغلی زاهد کريمزی وو. د دوی کوربه توب د بهير د اړيکو مسؤل هلال عاجز کاوه.

د بهير د تېرې اونۍ د ناستې حال سباوون مشال واوراوه. تر ده وروسته د ژوند ادبي بهير مشر  نقيب احمد عزيزي د ياد بهير د کلني راپور له اورولو وړاندې د بهير په اړه ګڼ اړخيزه وينا وکړه. ده د بهير د پيدايښت، هدفونو، ګډونوالو، ځای، کيفيت او کميت او هيلو په اړه غړيو ته وويل، چې (ژوند ادبي بهير د  محصلانو په ابتکار د ادب او فرهنګ د چوپړ او د ادبياتو د لابراتوار ي زده کړې په موخه له ننه پنځه کاله وړاندې په ننګرهارپوهنتون کې منځ ته راغی، چې تر دې دمه يې ۱۰۳ اونيزې ناستې کړې. ژوند ادبي بهير چې د محصلانو له غړيتوبه جوړ شوی دی، هر کال يې د دوی له فراغته سره سم ځينې غړي د بهير له غېږې ليرې کېږي او د دوام لپاره يې هغه کسان چې پکې ښه فعال دي، د مسؤليت د ادا لپاره ټاکل کېږي. ژوند ادبي بهير په تېر يو کال کې خپلې غونډې له ۸۸ يمې ناستې څخه ۱۰۳ يمې ادبي غونډې ته ورسولې او دا لړۍ به روانه وي.)
عزيزي د ژوند ادبي بهير يوه ښه او مثبته ځانګړتيا دا ګڼله چې د بېلابېلو سيمو کسان يې سره معرفي کړل. ده وويل: (تر ډېره پورې د ځوانانو تر منځ همغږي مهمه ده، چې د هرې برخې په ابعادو کې له يو بل سره تجربې شريکې کړي. زموږ بهير له ښه مرغه يو ښه والی دا هم لري، چې مختلفې سيمې يې سره ګنډلې دي. په بهير کې که کندهار محصلان شته، د کنړ هم شته. همداسې د کندز، کاپيسا، لوګر،پکتیا، پکتيکا، خوست، لغمان، ننګرهار، کابل، غزني او وردګ ولايتونو محصلان راسره همکار دي.)
عزيزي د بهير مينه والو ته د ډاډ غوندې په راپور کې دا يادونه هم وکړه چې: (ژوند ادبي بهير به  شپږم کال ته په ننوتو هم خپل ادبي فعاليتونه د تېرو کلونو په شان روان وساتي. د دې بهير پاليسي پر فکري پالنه، ادبي او فرهنګي چوپړونو او د ځوانانو او ټولنې پر وړاندې د پرتو ننګونو او ستونزو پر حللارو راګرځي. بهير تر اوسه پورې مستقل او خپلې ارادې ته ژمن پاتې دی. د افغانستان په هر طرفه سياست اوبحراني او توپاني څپو کې د يو شنه ساحل غوندې بې پرې ولاړ دی. نه لکه د ډېری مدني ټولنو غوندې د ځان لپاره په کمپاين او شعارونو وخت وژني  او نه د ځينو په څېر د پروژو باد را په هوا کړی دی. ژوند ادبي بهير يوازې د اسلامي او ملي ار زښتونو ننګه کوي.)
څنګه چې په دې بهير کې هره اونۍ ادبي درس وړاندې کېږي، کره کتنه او مشاعره وي او ځانګړې موضوع نشرېږي؛ نو په دې هره برخه باندې د بهير غړيو وحيدالله الهام، اتل مشواڼي، شاه محمود عابد او دين بادشاه مسعود مفصلې مقالې ليکلې وې، چې وار په وار ولوستل شوې. الهام وويل: (پنځه کاله پوره شول چې ژوند دژوندیو فکرونه روزي ، ډیر یې د عملي ادب تر لارې رارسولي دي، په اوله کې خو يې د ښکاره ناستو اجازه او مناسب ځای هم نه لرل؛ خو چې راوټوکېد بیا پوهنتون هم د محیط دښکلا لپاره په خپله سینه ځای ورکړ، دریکوري اواطاق نه پوهنځي او تالار ته ورسید، داچې پراخ تندی یې درلود ډیر ژر یې دګډون والو شمیر له څلورو-پنځو نه تر څلویښتوـپنځوسو ورسېد؛ له پراخه تندي نه مې مراد له هغو تورو داغونو نه دځان ساتل دي چې ډیر ژر په سپینه جامه پریوځي، ژوند ځان ساتلی و او  ساتلی يې دی. تل کوښښ کوي چې ریښتنی مسلمان،افغان او پښتون فکر دګډونوالو په ضمیر کې وپالي.)
الهام دا هم زياتوله چې: (ژوند ادبي بهیر ځکه بختور دی چې ګډونوال یې تنها دادب مینه وال نه بلکې دادب شاګردان او دځینې په اړه خو په زغرده ویلای شم چې دادب متخصصین هم دي.
دادبي درس دوړاندې کولو طریقه داسې ده چې ددرس جوړوونکی یوه-یوه کاپي تر هر ګډونواله رسوي او یاد کس بیا درس لولي ،په پای کې ټول ګډونوال دموضوع اړوند نظرونه سره شریکوي ،چې خوندور بحث ترې جوړېږي ، دا بحث خو کله کله دومره وغځېږي چې دوخت دکمښت له امله په مینځ کې پاتې شي ، همداسبب و چې دورځو په لنډیدو سره دکره کتنې او درس دواړو وړاندې کول مشکل شول، ځکه په هر یوه کې بلا خبرې وې او وخت تنګ و،نو بیا به په یوه غونډه کې کره کتنه او په بله کې ادبي درس وړاندې کیدل ، خو اوس چې ورځې اوږدې شوې کره کتنه او ادبي درس دواړه وړاندې کوو.)
الهام د بهير ادبي درس د ټولګي له درس سره داسې پرتله کاوه: (خو باید ووایم چې دادرس د ټولګي ددرس سره فرق لري؛ ځکه هلته درس یوازې اورو او د ازموینې لپاره یې تصویر په ذهن کې ساتو، مګر دبهیر درس بیا د اوږدو بحثونو په نتیجه کې تلپاتې حافظې ته ځان رسوي اوددې تر څنګ دویلو لپاره یې ژبه هم پیداکوو،ځکه دلته تنها اوریدل نه دي ،پوهیدل او عملي کیدل هم  شته.)
زاهد کريمزی تر وحيد الهام وروسته د بهير په اړه داسې وغږېد: (موږ لومړنۍ غونډه د ليليې په اطاق کې وکړه. همداسې مو ځينې غونډې د مناسب ځای د نه شتو په سبب په پوهنتون کې د سيند پر غاړه کړې دي، خو ځنډولې مو نه دي. نن يې ټولو ګډونوالو او  بنسټګرو او په ټوله کې د ادب مينوالو ته د پنځمې کاليزې مبارکي وايم.)
کريمزي په خبرو کې د بهير هغه شعار (چې بهير د هر چا دی، خو د هيچا نه دی) دوه ځله تکرار کړ او زياته يې کړه چې: ( ادبيات يوازې تيوري نه ده، بلکې عملي کار غواړي. په ټولګي کې تيوريکي ادبيات لولو او په بهير کې موږ د ادب عملي متخصصان کېږو.) ده د خپل يو ملګري کيسه وکړه، چې استاد اسدالله غضنفر ته يې د ازموينې پر مهال زنګ وهلی و: (زموږ يو ملګري استاد غضنفر ته له ازموينې زنګ وهلی و، چې ځواب ور وښيي. استاد ته يې ويلي و چې د خوشال بابا څو مېرمنې وې؟ استاد ځواب ورکړی و، چې د ادبياتو يې د خوشال بابا له مېرمنو سره څه؟.) د کريمزي منظور دا و چې ادبيات ژبنی هنر دی او يوزاې په چپټرونو او ميخانيکي تعريفونو کې نه خلاصه کېږي. ده ژوند ادبي بهير د محصلانو لپاره تر ټولګي کم نه ګاڼه.
د کره کتنې په هکله اتل مشواڼی د کريمزي تر خبرو  وروسته  خپل مقاله په دې ټکو پيل کړه: (ګويټه کره کتونکی د وژلو باله؛ ځکه د پنځونې او لوستوال تر منځ درېيم څوک دی.) همدا راز يې وويل چې:( د عربو مشهور شاعر نابغة ذبياني په دې خاطر غوسه شوی و، چې چا يې په شعر کې د اقواء عیب ور وښود…) مشواڼي د بهير د کره کتنې د ماهيت په اړه ګډونوال خبر کړل چې: (ژوند ادبي بهير په هره ناسته کې يوه برخه کره کتنې ته بېله کړې، په دې برخه کې پر نثر او شعر نقد کېږي. يوه اونۍ پر شعر کره کتنه کوي او بله اونۍ پر نثر. هغه ځانتيا چې د ژوند کره کتنه يې لري دا ده، چې بهير ته قلموال پنځونه په دې نيت راوړي، تر څو د ګډونوالو له نظرونو او سمونو ګټه واخلي او ليکنه پرې سمه کړي. ) ده زياته کړه، چې: ( ښايي د بهير کره کتنه له فني اړخه د ويلو څه ولري؛ خو د کره کتنې تګلاره او دوه اړخيز احترام يې پوره ساتلی. زباد يې دا، چې زما په درې کلن ګډون کې يوه ورځ هم داسې نه ډي پېښ شوي، چې ليکوال دې له کره کتونکو خفه شوی وي او د يو پلوۍ تور دې يې پرې لګولی وي.)
د جلال کوټ ادبي خوځښت په استازيتوب ښاغلي نوراغانوراني ژوند ادبي بهير ته د پنځمې کاليزې مبارکې ورکړه. ده د خپل بهير د مشرتابه له لوري په خپل ليکلي پيغام کې له ژوند بهير سره پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ . د ژوند ادبي بهير مخلصانه اړيکې هغه څه وې چې د جلال کوټ ادبي خوځښت په غړيو کې يې د يادونې شيمه تازه کړې وه. د خوځښت بل غړي ښاغلي ظاهر عادل ژوند ته د جلال کوټ له خوا يو ستاينليک وړاندې کړ. دغه ستاينليک د ژوند بهير د ادبي هلوځلو د ستاينې څرګندوی و، چې د عادل په لاس عزيزي ته ورکړل شو.
په ژوند ادبي بهير کې د راپور ليکنې د هنر د تجربې په اړه رحمت الله جاهد خپله مقاله واوروله. ده د ژوند بهير ځينې ګډونوال د راپور په ليکلو کې وستايل. نورو ته يې هم د هڅې هيله لرله. جاهد په مقاله کې د بهير د تېرو راپورونو ځينې جملې د دليل په ډول راوړې وې او ورباندې غږېدلی و.
د وياندويي هنر او د ځانګړې موضوع د منځپانګې تشريح هغه موضوع وه چې دين بادشاه مسعود په خپله ليکنه کې ورباندې راګرځېدلی و. مسعود ويل چې: ( په لومړي سر کې مې چې د ژوند ادبي بهير غړي وليدل چې بې ليکنې پر ستيج باندې د توتي غوندې خواږه غږېږي، ډېره تنده مې پيدا شوه چې زه هم يو وخت همداسې شم.) ده وويل چې د بهير د وياندويي برکت نن په تقريبا ټولو ګډونوالو کې دغه تاثير جوت دی،چې د ستيج تر شا د خلکو پر وړاندې په ډاډه زړه او ارام بدن وغږېږي. مسعود د ځانګړې موضوع په هکله وويل چې: (د دژوند ادبي بهير يوه ځانګړتيا، هره اونۍ د فکري موضوعګانو وړاندې کول دي، چې پر ديني، فرهنګي، سياسي، ټولنيزو او ځينو نورو محورونو را څرخي.)
شاه محمود عادبد د بهير د مشاعرو پر لړۍ مقاله ليکلې وه، چې د بهير د ځينو شاعرانو د خاصې يادونې تر څنګ يې د هغوی د ځينو هغو بيتونو يادونه هم وکړه، چې ده ته يې خوند ورکړی وه. عابد ويل چې د بهير مشاعرې د ګډونوالو د ادبي تندې پر خړوبولو سربېره، د نويو شاعرانو د روزنې اوتشويق لپاره ډېر لوی رول لوبوي.
د غونډې مېلمه زاهد کريمزي د بهير د ژوند ساتلو د هيلې تر څرګندولو وروسته له ګډونوالو اجازه وغوښته. د ناستې بل مېلمه صبور وطنوال په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې د بهير پر فعاليتونو خوشاله دی او د کاليزې د مبارکۍ ويلو تر څنګ يې د ننۍ غونډې کيفيت هم ښه وګاڼه.
وروستۍ دوې مقالې هلال عاجز او صديق راون ولوستې. دوی د بهير په اړه خپل تآثرات څو ښکاره کړل. عاجز له بهير سره ا شنايۍ خاطره وويله او د خپل څو کاله ګډونو له نتيجو خوښ ښکارېده. روان وويل چې : ( زه اوس ډېر پښېمانه يم چې کاشکې مې د دوو کلونو پر ځای د تحصيلي دورې دا څلور واړه کاله په هره ناسته کې ګډون کړی وای او هره غونډه مې له نږدې ليدلې وای.)
د ننۍ ناستې وروسته برخه هم مشاعرې ته بېله شوې وه. وياند يې جمال ثاقب و. مشاعره په بيتونو پيل شوه، چې د غونډې له ګډونوالو څخه پکې ټولو راغليو شاعرانو د تالار فضا غزليزه او سندريزه کړه. عابد او مسعود د غونډې برخوال د ترنم خوب ته وښويول. عابد دغه بيتونه په خواږه ترنم وشرنګول:

ما ته به هيڅ وه، ما بښله دا ستا هر ګناه
مګر افسوس په تا کې نه وينم له سره ګناه

زه يې اوس سيوري ته رپېږمه لمر نه راکوي
زما له قده لوړه شوې ده دلبره! ګناه

له مړاوو سترګو چې يې يوسم زنګېدلی خمار
ستره څښتنه! را پيرزو کړه دغه ستره ګناه

د آخرت په ورځ به خلک راته ووايي چې
په دا کمزوري تن کې دومره زوروره ګناه؟

له مشاعرې وروسته تازه چاپ شوې (خوږه) او (غږ) مجلې ووېشل شوې. راتلونکې اونۍ ته ادبي درس اتل مشواڼي ته ورکړل شو او د ځانګړې موضوع رواړل، مسعود پر غاړه واخيستل. کره کتنې ته به خالد افغان چې په تېره اونۍ نه و راغلی، خپل شعر راوړي. غوڼده نږدې ماښام پای ته ورسېده.
پای ۱۳۹۴/۱/۲۴ دوشنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x