نړۍ

لیبیا: کښتې اوښتو ۴۰۰ کډوال وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د لیبیا څخه ایټالیا ته تلونکي د کډوالو یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس په دغه کښتۍ کې ټول ۵۵۰ کسان ناست و چې د لیبیا د ساحل څخه د روانېدو ۲۴ ساعته وروسته چپه شوه.

په پېښه کې ۱۵۰ کسان ژغورل شوي دي او د ایټاليې جنوبي بندرګاه ته وړل شوي دي.

دغې پېښې څخه وړاندې په روان کال کې په مدیترانې بحر کې ۵۰۰ افریقايي کډوال وژل شوي وو چې د تېر کال د تلفاتو څخه ۴۷ کسان یې زیات دي.

ماشومان وژغورئ نومې تنظیم ویاند رویټرز ته پرته له دې چې جزییات ورته څرګند کړي ویلي چې په پېښه کې ژغورل شوي کسان زیاتره افریقایان دي.

هغوی ویلي چې دا لا څرګنده نه ده چې دغه کښتۍ څه وخته ډوبه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د  فرورۍ په میاشت کې د یخنۍ او سمندري توفان له کبله ایټالیا ته تلونکي ۳۰۰ کډوال وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x