نړۍ

امنيت شورا پر حوثيانو او د پخواني پاچا پر پلويانو د وسلو پلورل منعه کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن په اړه په خپله تازه پرېکړه کې ويلي، چې حوثي ملېشې دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او خپل ځواکونه بايد له عدن او نورو سيمو څخه وباسي او پر حوثيانو او د پخواني ديکتاتور علي عبدالله صالح پر پلويانو يې د وسلو پلورلو بنديز ولګاو.

د امنيت شورا په دې غونډه کې څوارلسو هېوادونو د حوثيانو پر ضد رايې ورکړې او روس په رايو کې برخه وانه خيسته.

د امنيت شورا په پرېکړه کې له حوثيانو غوښتنه شوې، چې له تاوتريخوالي او ګاونډيو هېوادونو ته له ګواښونو لاس واخلي، بشري ټولنو ته د خدماتو اجازه ورکړي او له ټولو يمني سياسي ګوندونو يې غوښتنه کړې، چې ولسمشر عبد ربه هادي منصور سره د مذاکراتو لپاره د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ولاړ شي.

امنيت شورا کې د روس استازي د شورا پر پرېکړه نيوکه وکړه، چې د يمن په اړه يې د امنيت شورا پرېکړه د نړيوال قانون څخه سرغړونه ده.

د امريکا استازې وويل، چې د يمن ستونزه د خليجي همکارو هېوادونو له مداخلې او پرېکړې پرته نه حليږي.

خليجي هېوادونو د امنيت شورا پرېکړه تاييد کړه

د خليجي همکارو هېوادونو اتحاديې د امنيت شورا پرېکړه تاييد کړې او وايي، چې نړيوالې ټولنې په يوه خوله د يمني ولس او قانوني حکومت ملاتړ کړی دی.

د خليجي همکارو هېوادونو د اتحاديې مشر عبدالطيف الزياني وويل، چې د امنيت شورا پرېکړه د يمني کشالې په حل و فصل کې ډېره مهمه ده او امنيت شورا په يو غږ د يمني ولس ملاتړ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x