نړۍ

بلوچستان: کویټه ښار او سیمه په واوري پوښل شوې – ویډیو

quetta-snowfallنن ټکی آسیا: د کویټي ښار او د بلوچستان ایالت جنوبي سیمي د شنبې د ورځي را هیسي د واوري د اورښت له کبله په واوره وپوښل شول.
د واوري دا اورښت د تیرو څلورو کلونو راهیسي لومړی ځل دی چي په داسي زیاته کچه اوري.
د واوري دا اورښت د تیري ورځي (شنبه ۲۰۱۲-۲۱-۱) د لسو بجو په شاوخوا کې پيل شو، او تر نن ورځي ماښام پوري يې دوام درلود، چي له کبله يې د کویټي ښاریانو ته د شنبې او یکشنبې د ورځي په رخصتیو کې د تفریح ښه موقع ورکړه.

 

ددې نه پرته په کلات، زیارت، مستونګ، سوراب، منګوچر، پښین، توبه اچکزی، توبه کاکړي، خانزی، قلعه عبد الله، قلعه سیف الله، او مسلم باغ کي هم واوري وسولې، چي په ځینو سیمو کې تر یوه فټ زیاته واوره وسول.
د واوري او بارانونو د اورښت له کبله د کویټي ښار په ګډون د ځینو سیمو برښنا هم ډیره متاثره سوې، او په ځینو سیمو کې له ډیره وخته د ګیس نه شتون هم خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د بلي خوا د افغانستان لاره هم د تیري ورځي راهیسي د کوږک غره په سیمه کې بنده سوې، ځکه چي په غره باندي واوري سوي، او د موټرو د ښویدو خطر سته.
دا په داسي حال کې چي په ځینو سیمو کې د موټرو د جنګیدو او ښویدو پيښي هم ثبت سوي دي.
د نن ټکی اسیا همکار احمد بریال په دې اړه ستاسو لپاره لاندي راپور چمتو کړی.. چي تاسو يې هم لیدني ته را بولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x