
افغانستان به د فوټبال نړیوال جام ته لار موندنې په موخه سیالۍ ترسره کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د فوټبال راتلونکی نړیوال جام کوم چې به ۲۰۱۸ز کال کې په روسیه کې ترسره شي ګډون لپاره د اسیايي لوبډلو ګروپونو جوړولو لپاره پچه اچوونه ترسره شوه.
راتلونکی نړیوال جام ته لار موندنې په موخه اته ګروپونه جوړ شوي چې هر ګروپ کې پنځه لوبډلې شتون لري. د هر ګروپ لوبډلې به لومړۍ خپل تر منځ سیالۍ ترسره کوي او د ګروپ په کچه تر ټولو غوره لوبډله به دوهمې مرحلې ته لار پیدا کوي.
دغه ډلبندي کې افغانستان په پنځم ګروپ کې موقعیت لری چې د دوهمې مرحلې ته لار موندنې لپاره به د کامبودیا، سنګاپور، سوریه او جاپان لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي.
دغه ګروپ کې به جاپان د افغانستان لپاره تر ټولو سخت رقیب وي ځکه چې دغې لوبډلې له دې وړاندې څو ځلي نړیوال جام ته لار موندلې او نړیوال جام کې يي لوبې ترسره کړي.
د راتلونکی نړیوال جام لپاره د پچې اچوونې په طریقه ټاکل شوي ګروپونه:
لومړۍ ګروپ: مالیزیا، ختیځ تیمور، فلسطین، سعودي عربستان، امارات
دوهم ګروپ: بنګله دیش، قرغزستان، تاجکستان، اردن، استرالیا
درېیم ګروپ: هانکانګ، بوتان، مالدیف، قطر، چین
څلورم ګروپ: ګوام، ترکمنستان، هندوستان، عمان، ایران
پنځم ګروپ: کامبودیا، سنګاپور، افغانستان، سوریه، جاپان
شپږم ګروپ: چین تایپي، اندونیزیا، تایلیند، ویتنام، عراق
اووم ګروپ: لاووس، میانمار، لبنان، کویت، سویلي کوریا
اتم ګروپ: یمن، شمالي کوریا، فلیپین، بحرین، ازبکستان