ورزش

د سویلي افریقا توپ اچوونې روزونکی استعفا وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د سویلي افریقا توپ اچونې روزونکی ایلین ډونلډ د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له ماتې وروسته تیره ورځ خپل استعفا اعلان کړ.

ایلین ډونلډ په ۲۰۱۱ز کې د سویلي افریقا لوبډلې د توپ اچونې روزونکی په ډول وټاکل شو. نوموړی د څلور کلونو په موده کې وتوانید د سویلي افریقا توپ اچوونې برخه د پخوا په نسبت ډیر پیاوړی کړی.

له استعفا وړاندې کولو وروسته ایلین ډونلنډ رسنیو ته وویل چې له سویلي افریقا سره تیر شوي ۴ کلونه د نوموړي د ژوند تر ټولو ښې شیبې وې.

نوموړی همداراز وویل:«غوښتل مې چې د سویلي افریقا لوبډله د ۲۰۱۵ز کال نړیوال جام ګټونکی شي خو په دغه کار کې پاتې راغلم چې له همدې امله نور له لوبډلې سره نشم پاتې کیدی.»

د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې مشر هارون لورګاټ رسنیو ته وویل چې د تکړه او پیاوړی روزونکی رخصتول دوي لپاره کوم اسان کار نه دی خو بیا هم د ایلین ډونلډ پریکړې قدر کوي او که چیرې په راتلونکي کې بیا لوبډله د نوموړی تشه احساس کړي نو نوموړی به بیا هم د دغې لوبډلې روزونکی په توګه وټاکل شي.

هیره دې نه وي چې د ایلین ډونلډ روزنې کې د سویلي افریقا دوه چټک توپ اچوونکي ډېل اسټین او مورني مورکل همداراز یو ورو توپ اچوونکی عمران طاهر د یو ورځني لوبو په ۱۰ غوره توپ اچوونکو په ډله کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x