افغانستان

افغانی سرتیري وایی دبهرنیانو کړنو دی ته وهڅولم چی باید ویی وژنم

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۲۳) کابل: هغه افغاني سرتیري چی دوی ورځي مخکی یی دکاپیسا ولایت دتګاب ولایت په تنګی سیمه کی بهرنیانو باندی برید وکړ او ۲۱ تنه بهرنیانوته یی مرګ ژوبله واړوله، نن ددغي پیښي څیړونکي ډلی ته ویلي چی، هغه ویډیوګاني کومي چی په دي وروستیو کی درسنیو له لوري خپري شوی ده دا انګیزه راکړه چی باید بهرنیان ووژم.

دیادلوده چی په دي وروستیو کی داسي یوه ویډیو خپره شوه چی امریکایی عسکر پروژل شویو افغانانو باندی بولي کوي ویډیو کی دري تنه افغانان چی ددغو عسکرو له لوري وژل شوي اوپه وینوکی لت پت پراته دی، دغه څلور تنه امریکایی عسکر یی سرته ولاړ دي اوپه ډیره بی شرمه سره دغو کسانو باندی بولي کوي. له دغي ويډیو څخه څو ورځي ورسته بیا په افغانستان کی دبرطانوی عسکرو له لوري یوه بله ویډیو خپره شوه دغه ویډیو کی بیا برطانوي عسکر دوه افغاني ماشومان چي یو هلک او بله جني ده اوعمرونه یی د۱۰ کالونو په شااوخواکي دي وبی حیایی ته هڅوي. په افغانستان کی دامریکایانو اوبرطانویانو له لوري څخه دغه له انساني چوکاټ څخه وتلي کړني په نړیواله توګه سختي وغندل شوي اوددغو ځواکونو له لوري یی دغه کړني دانساني کرامت په حق کی سخت ګذار وباله. دامریکایانو له لوري ویل شوی وو چی پروژل شویو کسانو باندی بولي کونکي عسکریی پیژندلی اوډيرژر به یی دقانون ومنګولو ته راکش کړي، همدارنګه تیره ورځ دبرطاني دحکومت له لوري هم ويل شوی وو، چی دافغاني ماشومانو سپکاوی کونکي عسکریی نیولی او محکمی ته به یی وړاندی کړي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x