
د پاکستان ملتپال سياستوال او پخوانی وزير، اعظم خان هوتي ومړ
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان عوامي نېشنل ګوند پخوانی مشر غړی او د خيبر پښتونخوا د پخواني اعلی وزير امير حيدرخان هوتي پلار د اوږدې ناروغۍ وروسته نن سهار پېښور کې ومړ.
اعظم خان هوتي له ډېرې مودې د مرۍ په سرطان اخته و.
اعظم خان هوتي د پخواني اعلی وزير حيدر هوتي پلار او د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي خان ماما و.
نوموړی ۱۹۹۲ او ۲۰۱۲ز کالونو کې دوه ځله د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او د فدارلي حکومت د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې.
اعظم خان هوتي ټول عمر د عوامي نېشنل ګوند مرکزي لارښود پاتې شوی و، مګر د تېرو درې کالو راهيسې يې د ګوند مشر اسفنديار ولي خان، خپل زوی امير حيدر هوتي او ځينو نورو ګوندي مشرانو سره د اختلافاتو له امله دغه ګوند پرېښئ و او دا تېر درې کاله د کورنيو اختلافاتو له امله له خپلې نوې ښځې سره په پېښور کې اوسېده.
د اعظم خان هوتي جنازه به نن ماذديګر څلور بجې د خيبر پښتونخوا مردان ولسوالۍ کې ادا کېږي.