افغانستان

اشرف غني هند ته ځي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اول مشر اشرف په يو رسمي سفر هند ته ځي.

هندي رسنۍ د حکومتي سرچينو له قوله وايي، چې ولسمشر اشرف غني به د روان اپرېل په ۲۷ د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته سفر وکړي.

سرچينه زياتوي، چې دې سفر کې به ولسمشر سره د هغه مېرمن رولا غني او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري وي.

ولسمشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته په لومړي ځل هندوستان ته سفر کوي.

د ګډ حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله تېره مياشت هند ته په يو غير رسمي سفر تللی و او هلته يې د سيمې او افغانستان په اړه يو کنفرانس کې ګډون کړی و.

اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته پاکستان، سعودي عربستان، چين، امريکا، بريتانيې او ګڼو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او يوازې سعودي عربستان ته درې ځله تللی دی.

د پېښو څارونکي او د ملي شورا ګڼ غړي د ولسمشر پر سفرونو نيوکې کوي او وايي، چې د کورني سياست او حکومتدارۍ پر ځای اشرف غني بهرني سفرونه کوي، چې تر اوسه يې دغه سفرونه بې پايلې بلل کيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د بهرني سياست ټول بنسټ پر کورني امنيت او سياست ولاړ دی او تر څو چې په کور دننه د ګډ حکومت دواړه لوري په خپلو کې سره يو نه شي او هېواد کې امنيت او ثبات را نه شي، د ګډ حکومت د مشرانو سفرونه به هېڅ پايلې ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x