ټکنالوژي

نوی وینډوز فون د مایکروسافټ په مرکزونو کې کاروونکو ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ نوی وینډوز فون (BLU Win HD LTE) د مایکروسافټ په مرکزونو کې کاروونکو ته وړاندې شو. دغه نوی سمارټ فون د (BLU Win HD) سمارټ فون نوی ورژن دی کوم چې تیر کال کاروونکو ته وړاندې شوی و.

سربیره پر دې چې دغه سمارټ فون (4G LTE) سرعت چلولی شي پیاوړی پروسېسر هم لري. دغه سمارټ فون کې څلور هسته لرونکي ۶۴ بیټ (Bit) سنپ دراګون ۴۱۰ کوالکام (Snap Dragon 410 QUALCOMM) پروسېسر ځای پر ځای شوی.

په دغه نوی سمارټ فون کې ځای پر ځای شوی پروسېسر د همدې سمارټ فون پخوانی ورژن په نسبت ډیر پیاوړی او چټک دی. دغه سمارټ فون کې (Anderno 306) ګرافیک استعمال شوی.

د بلو کمپنۍ دغه سمارټ فون پنځه انچه ډسپلې لرلو سره ۷۲۰ پکسله ده. دغه سمارټ فون ۱ ګیګابایټ رېم او ۸ ګیګابایټ فایل ثبولو وړتیا لري چې اضافي میموري کارډ هم قبلوي.

د دې سمارټ فون اصلي کامره ۸ میګاپکسله او مخکینۍ کامره يي ۲ میګاپکسله دی. د دې سمارټ فون اصلي کامره ۱۰۸۰ پکسله ويډیو کولو وړتیا لري.

(BLU Win HD LTE) سمارټ فون د دوه سیمکارتونو قبلولو وړتیا لري او بلو (BLU) کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون کې (2500 mAh) وړتیا لرونکی بیټرۍ ځای پر ځای شوی کوم چې کولی شي د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x