نظــر

کرزی صاحب او سیاف صاحب په اخير وخت کې څه کوئ؟

karzai sayafکله چې د امیر عبدالرحمن خان سره پرنګیانو د مجبوري او ناچارۍ له امله پټ تړون وکړ چې بیرته به يې د افغانستان پاچا کوې، ځينې شرطونه یې پري کیښودل، امیر عبدالرحمن خان هوښیار او ځیرک ؤ، کله چې هیواد ته راغی دوه ډیر مهم او ستر کارونه یې وکړل چې دا کارونه ددی لامل شول چې د پرنګیانو د مستقیمې غلامي څخه یې ځان خلاص کړ، اول داچې پرنګیانو ته یې وویل چې زموږ په هیواد کې تاسي پاتې شوی یاست او دلته مو ډول ډول ظلمونه کړی دی

داچې سفیر شین سترګی انګریز وي زموږ ټولنه ورسره حساسیت او نفرت لري چې کله یې هم ویني نو بې واکه حمله پري کوي زه نشم کولای چې تاسي ته د انګریز سفیر د ژوند ضما نت وکړم، انګریزانو ته یې دا عملې هم وښودله، د کابل ښار کې یې خلک  پوه کړل چې کله مو شین سترګی پرنګې ولید په کاڼو  یې ولئ او  دلاس حمله پري کوي، کله چې پرنګی هیئت راغی او په کابل ښار کې د دا ډول بد چلند سره مخامخ شو ، د برطانیا امپراطوري ته یې راپور وړاندي کړ چې باید سفیر بدل شي، امیر عبدالرحمن خان پرنګیانو ته وویل چې زه تاسي ته یوه مشوره هم درکوم که عملي یې کړئ ستاسي او هم زموږ په ګټه ده، داچې هند ستاسي تر پوره واک لاندې دی او هلته ګڼ شمیر مسلمانان هم اوسیږي نو تاسي د هند مسلمان موږ ته د سفیر په توګه راولیږئ، پرنګیانو همداسي وکړل، د هند څخه یې مسلمان کس د افغانستان لپاره د سفیر په ډول کابل ته راولیږی، دا چې سفیر د هند ؤ او مسلمان هم ؤ نو د امیر عبدالرحمن خان په خوښه یې  د برطانیې د بهرنیو چارو وزارت ته د ارامتیا او هرڅه سم دی راپور ورکاؤ، چې دغه کار امیر عبدالرحمن خان ته وخت ورکړ چې په دا خل کې کار وکړي او د افغانانو د یووالي لپاره یې ډیر کار هم وکړ.

دوهم داچې امیر عبدالرحمن خان اعلان وکړ چې دهر چا د پرنګیانو ژبه (  انګلیسي ) زده وي هغه دي کابل ته راشي، په ښه دنده به د ښه لوړ معاش په مقابل کې و ګمارل شی، داچې دلته پرنګیان په هیواد کې پاتې شوی ؤ نو ډیرو لیږو کسانو د هغوی ژبه هم زده کړی وه، په ټول هیواد کې  دوه دري تنه داسي پیدا شول چې انګلیسي یې زده وه، هغوی په ډیر شوق سره مرکز کابل ته راغلل او د امیر عبدالرحمن خان دربار ته یې ځانونه ورسول، کله چې امیر عبدالرحمن خان پوه شو چې نور کسان پرته د همدي دوه درو تنو نشته نو امر یې وکړ چې همدا کسان چې د پرنګیانو ژبه یې زده ده  و دي وژل شي، هم هغه ؤ چې د امیر د امر سره سم همدا کسان ووژل شول، امیر عبدالرحمن خان ویل داسي نه چې بیا کوم پرنګې دلته هیواد ته راشي او دهغه سره په ژبه کوم کس پوه شي چې بیا وروسته د پرنګیانو جاسوس شي نو ښه داده  چې اوس لا سر وخت دی چې غم یې وخورم، هم هغه ؤ چې د پرنګیانو سره څوک په ژبه نه پوهیدل او دا ملک وروسته د پرنګیانو له واکه خپلواک شو.

تاسې به اوریدلې وي چې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې په عراق کې ددوي لپاره لویه ستونزه  داده چې د عربي ژپې خپل ترجمانان نلري او هغه چې ترجمانان دي په هغوی پوره باور نشي کولای، ځکه خو د ابو غربیب د زندان او د صدام د اعدام ویډو ګاني هم میډیا ته را ووتي، امریکا مجبور ؤ چې د عربې ژبي لپاره ترجمان کوم عرب پیدا کړي چې هغه د دوی د عقیدي او ظلمونو مخالف ول.

همداسي که تاسي په  ګران هیواد کې د ترجمانانو په اړه پوښتنه وکړئ، نو دري ډوله  ژباړونکي دلته  په کار ګمارل شوي دی.

۱-هغه کسان چې په اصل کې  افغان/پاکستانی او یاهم ایرانی وي مګر په امریکا او یا اروپا کې پیدا شوی وي او همهلته لوی شوی وی، دا کسان  لمړۍ درجه باوري او ښه ژباړونکي دې. ځکه هغه وایې چې ماته مې د خپل ملک امریکا ګټي تر هر څه لمړیتوب لري.

۲-هغه ژباړونکي چې د هیواد د شمالي ولایتونو څخه دي  او په پښتو هم ښه نه پوهیږي، ولي د ناټو فوج د مجبوري له امله ورسره په دنده ګمارلي وې، ځکه په پښتو ژبه ژباړونکې په اساني سره نشي پیداکولای، نو همدا کسان هغه سیمو ته هم بیایې چیرته چې جنګونه دی او خلک په پښتو ژبه خبري کوي. دا ژباړونکې چې ډیر یې د ۱۸-۲۵ کلونو عمرونه لري  او نوي د ډالرو په معاش راغلي دي، د اسلام ، هیواد او افغاني کلتور په اړه لا هم پوره معلومات نلري نو د ناټو فوجونو لپاره ښه دنده پر مخ وړي او د هغوي تر رحم لاندی راځي، بل داچې د روسانو له وتلو وروسته زموږ په هیواد کې کې-جي-بي هم د ډول ډول ( ژبني، قومي او سمتي)   نفاف تخم وشندی چې دادي اوس هغه تخم داني کړي او په سترګو همدا تعصب وینو، نو د همدي تعصبي امله هم نوموړي ځوانان د امریکاسره د زړه له کومي مرسته کوي او په جنګې سیمو کې غلطه ژباړه او غلط راپورونه هم ورکوي.

۳-هغه افغان ځوان ژباړونکې دی چې په کویټه ، پېښور  او کراچۍ کې یې انګلیسي ژبه زده کړې ده ، داچې په پاکستان کې کار په اساني سره نه پیداکیږي او دا ځوانان په کار پسي لالهانده ګرځي نو د دوی لپاره دا یو ډول ښه او طلایې چانس ؤ چې په امریکایې هډو کې د ځان لپاره دنده پیداکړي.

په لومړي سر کې همدغه کسانو ته بهرنیان ډیر خوشحاله ؤ، ځکه چې د سیمي د خلکو سره په ژبه پوهیدل او د هغوي د کلتور او رواجونو سره هم بلد ؤ ، خو وروسته وروسته د بهرنیانو بې اعتمادي پري زیاتیدله، ځکه چې دغه ځوانانو د نورو پورته دوو ډلو ژباړونکو په څیر د زړه له کومي مرسته نه کوله بلکه یواځي د معاش لپاره یې کار کاوه  او د میاشتي ورځي به یې شمیرلي چې کله به دیرش شي چې معاش واخلي او پاکستان کې یې خپلي کورنۍ ته حواله کړې.

پاتي دی نه وي چې په دغه ډله کې داسي ځوانان هم شته چې د اوسنۍ حکومتي اداري د لوړ پوړو چارواکو لخوا بهرنیانو ته د ژباړونکو په توګه ورپېژندل شوې دي، دغه د ګوتو په شمار لیږ ژباړونکي بیا تر پورته دواړو ډلو د سیمي او خلکو لپاره خطرناک او د بهرنیانو لپاره د ډاډ وړ کسان ؤ، چې د دغي ډلي ډیری کسان په مخلتفو وختونو کې په مختلفو پېښو کې د حکومت او بهرنیانو د مخالف لوري لخوا له منځه یوړل شوي دي، چې تر ټولو لویه پېښه یې د کندهار د دوه لاري سره د هغه کسانو کوسټر موټر ؤ چې ژباړونکي او د کندهار هوایې ميدان  نور کارکوونکي پکې سپاره ؤ چې په بشپړ ډول سره د اکسان لمنځه یوړل شول. او په کوسټر کې د ژباړونکو وژل نورو ته هم عبرت شو چې په وروسته وخت کې یې ځېنو نورو ژباړونکو دنده پریښودله.

ما نه غوښتل چې موضوع دومره راڅخه اوږده شي خو د موضوع اړوند پورته لیکې لیکل اړین راته ښکاره شول، بیرته به د امیر عبدالرحمن خان په اړه د هغه د دوو کارونو د عملي کولو خبرې ته راشو، چې په هغه وخت کې یې وکړل او مثبت تأثیرات یې په ټولنه کې وکړل.

زموږ هیله او امید هم دادی چې په دغه اخیر وخت کې کرزی هم داسي یو کار وکړي چې لاقل خلک خو یې دده تر مرګ وروسته هغه خبر یاده کړې لکه چې د شاه شجاع ( د کرزي صاحب نیکه ) په اړه چې ویل کیږي چې کله پرنګیانو دوهم ځل لپاره افغانستان ته راوست نو په بالا حصار  کې یې د افغانانو مشرانو ته وویل چې زما سره هیڅ واک او قدرت نشته ټول واک له پرنګیانو سره ده،  ګورئ چې ونه غولیږئ، زه هڅي په نوم پاچا راوستل شوی یم. تر څو پرنګیان په دي ډول سره پاڅونونه وځپي.

ښه نو دکرزي لپاره به کوم هغه کار وې چې اوسمهال یې وکړی او بیا دده تر مرګ وروسته یې هم خلک هغه عمل یاد کړی، که څه هم څو ځله کرزي د خپل قدرت د بقا لپاره وغوښتل چې ځیني په احساساتو ولاړي څرګندوني وکړي خو ټول یا د قدرت دبقا، یا د شمالي  ټلوالي  اپوزیسون د ډارولو او یا هم د امریکا په خوښه څرګندوني وی.

داچې  په هیواد کې د درې ګونو قواؤ تر منځ سخت کړکیچ روان دی او همدارنګه امریکا او اروپا هم د سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ ده، نن ده که سبا کرزی به پریږدي او دوی به تښتي، بله خوا کرزي ته ډیر نږدي وفادار او دده  دکټ ستني هر یو احمدولي کرزي ( دحامد کرزي کشر ورور)، جان محمد خان (په قوم پوپلزی، سلاکار وزیر او د ارزګان پخوانی والي، دهغه ځای مشرچې دطالبانو په مقابل کې د لومړي ځل لپاره حامد کرزي مبارزه پیل کړه)، محمد هاشم وطنوال (په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو نماینده او په قوم پوپلزی) او همدارنګه قمندان امیرلالی ( که څه هم په ظاهر خلکو ویل چې دکرزي سره جوړ ندی خو بیا هم قومي جوړښت په سخت وخت کې سره یوځای کول ځکه امیر لالی هم پوپلزی ؤ، کله چې طالبانو کندهار ښار ونیو او غوښتل یې چې د زابل او غزني په لور پرمختګ وکړی نو همدا امیر لالی ؤ چې د حامد کرزي د پلار عبدالاحد خان کرزي او عزیزالله واصفي په لمسون یې د طالبانو مخ ډب او لاره یې نه ورکوله، ځکه عبدالاحد خان او واصفي ویل چې طالبان زموږ هغه طرحه چې د محمود مستري لخوا جوړه شوی ده او ۲۰ نفریزه شوری وه له ځنډ او له منځه وړلو سره مخامخ کوی)، د کندهار ښاروال غلام حيدرحميدي او فضل الدين آغا له منځه تللي دي .

کرزیه لنډه او ښه خبره داده چې ته به هم د پورته کسانو په پل ور سمیږي او یوه نه یوه ورځ به مړ کیږي، هڅي خو هم څو ځله له مرګونو حملو ژوندی پاتي شوې، ماته ووایه ته غواړي چې ستا جنازه دي ؤشي او ستا فاتحه دي ؤشي، او که نه غواړی؟

که نه غواړي چې جنازه او فاتحه دي ؤشي لکه … ،  نو همدا خپلي د غلامۍ او بې واکې پالیسي ته دي تر هغه وخته ادامه ورکړه ترڅو الله عزوجل دي نور له دي ولس نه واخلي.

که غواړي چې جنازه او فاتحه دي ؤشي او د هیواد په تاریخ کې دي نوم په تور قلم د تل لپاره ثبت نشي او د کړو ګناهونو (بې ګناه افغانانو وژل، سوزول او معیوبول) جبران هم وکړی، نو تاته وایم ددی وخت ندی رارسیدلی چې په غیور افغان ولس د ملي پاڅون ژغ وکړې.

د هیواد او ولس د اصیلو ایماندارو بچیانو سره یوځای  د بهرنیانو او د هغوی د ټولو غلامانو په مقابل کې وجنګیږي.

هو که له قدرته لیري شوی بیا به دا چانس هم له لاسه ورکړی.

زه یقین او باور لرم چې د کفر دغه دریمه امپراطوري به هم انشأ الله د مجاهدینو په لاس ماتیږي لکه چې اوس یې نښې نښانې ښکاره شوی دی. خو بیا هم

الله ”  ته زارۍ کوم چې ستاسي، د استاد سیاف او نورو ټولو احساسات راوپاروي او په یو ژغ سره د دغو ناترسه لیوانو په مقابل کې د مجاهدینو وروڼو سره یوځای شئ، ترڅو دغه متدین ایمانداره مجاهد ولس د الله اکبر په نارو سره د کفر دریمه امپراطوري هم ماته کړي.

لیکوال: محتاط

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x