اسلامي بانکداري

لیکوال: ډاکټر مصطفی نیازی

د بانک تعریف:

بانک عبارت له هغې تجارتې ادارې څخه دی چې هلته د تاجرانو، صنعتکارانو او نورو عامه افرادو شتمنۍ جمع کیږي.

د اسلامي بانکدارۍ د تجربو تاریخې شالید:

لیکوال: ډاکټر مصطفی نیازی

لیکوال: ډاکټر مصطفی نیازی

اسلامي بانکدارې په نوي او ماډرن سستم سره په بیلابیلو پړاونو کې منځته راغلي چې هغه په لاندې ډول دي:

لومړی: د اسلامي بانکدارې مفکوره چې په سود نه وي ولاړ د لومړې ځل لپاره د پاکستان په کلیوالو سیمو کې د شملمې پیړۍ د پنځمې لسیزې په وروستیو کې منځته راغله، او وروسته بیا نورې نړۍ ته وغځېده .

دویم: دویمه تجربه د مصر د میت غمز په ښارګوټې په کال ۱۹۶۳م کې رامنځته شوه مګر دغه تجربه د یو څه مودې وروسته ودریده او په کال ۱۹۶۷م کې په بشپړه توګه له منځه لاړه، او د منځته تللو لامل يې پر ضد ناوړه تبلیغات و، که څه هم چې دغې تجربې ښې لاسته راوړنې لرلي .

دریم: په کال ۱۹۶۶م کې د اسلامي اقتصاد مضمون د سوډان د ام درمان په پوهنتون کې پیل شو چې په پایله کې دغیر سودې بانک جوړول رامنځته شوه خو شرایط داسې و چې دغه پلان يې له خنډونو سره مخ کړ .

څلورم: په کال ۱۹۷۱م کې د ناصر ټولنیز بانک تأسیس شو، دغه لومړی په سود نه ولاړ اسلامي بانک و چې په قانونې ډول منځته راغی، مګر ددغه بانک ډیر معاملات په ټولنیزو چارو پورې تړاو لرل؛ نه په بانکې چارو پورې.

پنځم: په کال ۱۹۷۵م کې دوه کوششونه د اسلامي بانکدارۍ د جوړونې لپاره په کار واچول شول چې یو يې د جدې د ودې او پراختیار بانک و، ددغه بانک هدف دا و چې اقتصاد ته وده ورکړي، او هم د اسلامي شریعت مطابق غړو هیوادونو ته په ټولنیزو چارو کې پراختیا او وده ورکړي، دویم يې د دوبۍ اسلامي بانک و دغه بانک د اماراتو د حکومت په پریکړه پرانستل شو او څرګنده کړې وه چې د بانک ټولې چارې به د اسلامي شریعت مطابق پرمخ ځي .

شپږم: په کال ۱۹۷۷م کې دری اسلامي بانکونه تأسیس شوه چې عبارت و له: په سودان کې د فیصل اسلامي بانک، په مصر کې د فیصل اسلامي بانک، او په کویت کې د بیت تمویل بانک، ددې سربیره د اسلامي بانکونو د تقويې، پرمختیا، او ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره دبانکونو د اتحاد کمیټه تشکیل شوه، ترڅو ددغو بانکونو د اهدافو او مقاصدو ترمنځ یووالی او اتحاد راولي او هم معاملات د اسلامي فقهې مطابق صورت ونيسي .

اوم: ددې څخه وروسته په نړۍ کې اسلامي بانکونو انتشار وموند، چې په کال ۲۰۰۴م کې د اسلامي بانکونو شمیر په نړۍ کې ۲۸۴ته ورسید چې د دوی د کارونو حجم ۲۶۱ملیاردو ډالرو ته ورسید، او دهغو بانکونو شمیر چې د سودې بانکونو فرعې دې ۳۱۰ ته ورسید د دوﺉ د کړنو حجم ۲۰۰ ملیاردو ډالرو ته رسیږي.

څیړونکو ښودلې چې د اسلامي بانکونو کلنۍ عاید اوسمهال (۱۵- ۲۰ ٪ رسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د