ورزش

ډېل اسټېن: پنځه، شپږ کاله نور هم کرکټ لوبې ته ادامه ورکوم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د سویلي افریقا پیاوړی او چټک توپ اچوونکی رسنیو ته وویل چې د اوږدې مودې لپاره د کرکټ پریښودلو اراده نه لري.

د ډېل اسټین په اړه داسې راپورونه خپاره شوي ول چې نوموړی به په ۳۲ کلنۍ کې د کرکټ لوبې څخه استعفا کوي خو نوموړی دغه راپورونه رد کړ.

ډېل اسټېن وویل چې خپل روغتیا ته زیاته توجه کوي. ډېل اسټېن زیاته کړه زه اوس هم له ۲۱ او ۲۲ کلنو لوبغاړو څخه چټک او فېټ یم او له همدې امله به پنځه یا شپږ کاله نور هم د کرکټ لوبې ته ادامه ورکړم.

ډېل اسټېن د نړیوال جام په سیمې فاینل کې خپل یو اوور کې ۱۳ منډې ورکړې وې. د دې په اړه اسټېن وویل:« نړیوال جام تیر شوی اوس نه غواړم د ماضي په هکله خبرې وکړم اوس زما ټوله توجه په راتلونکو لوبو دی.

ډېل اسټېن یو له پیاوړو لوبغاړو څخه دی چې نوم يي تل د ۱۰ غوره توپ اچوونکو په لیست کې لیدل کیږي.

تر دې مهاله ډېل اسټېن د سویلي افریقا لپاره ۷۸ ټیسټ، ۱۰۴ یو ورځنۍ او ۳۸ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړی. نوموړی توانیدلی په ټیسټ لوبو کې ۳۹۶، یو ورځنۍ لوبو کې ۱۶۲ او شل اوریزو سیالیو کې ۵۵ ویکټې ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x