
تخار: په ترافيکي پېښه کې له شلو زيات کسان ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د تخار ولايت چارواکي وايي، چې د تخار- کندز پر لويه لاره له سپارليو ډکه ډاټسن موټر بې واکه شوی او یوې کندې ته پرېوتی دی.
د تخار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي، چې نن سهار څه د پاسه اته بجې د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د مېلې لپاره روان وو، چې د تخار- کندز پر لويه لار يې موټر واوښت او له شلو زيات کسان په کې ټپيان شول.
د خليل په وينا په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د تخار ولايت د دولتي روغتون ډاکټران وايي، چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لويو لارو د ترافيکي پېښو ستر لامل د موټر چلوونکو نه احتياط او د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول ښودل شوي دي.