نړۍ

مصر، سعودي او د خلیجي هېوادونو ځواکونه په سعودي کې لوی استراتیژیک نظامي تمرینات پيلوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): مصر او سعودي نورو خلیجي هیوادونو سره په ګډه سعودي عربستان کې د لويو نظامي ځمکني جنګې تمریناتو لپاره پلان لري.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سعودي عربستان د وزیر دفاع امیر محمد بن سلمان او د مصر واکمن متقاعد پوځي جنرال عبدالفتاح السيسي سره تر لیدنې کتنې وروسته دغه اعلان وکړ او ويې ویل، چې دواړو اړخونو په دې اتفاق وکړ چې سعودي او مصر به د خلیجي هیوادونو په ګډون ستر نظامي تمرينات او پوځي نندارتون جوړوي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی، چې د دغو نظامي تمرينانو موخه څه ده، مګر مصري چارواکو ته نږدي سرچينې وايي، چې د دې نظامي تمريناتو يوازنۍ موخه د نظامي عملياتو پياوړي کول دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د مصري، سعودي او خلیجي هیوادونو تر منځ دغه پوځي تمرینات دا معنا لري، چې د هوايي بريدونو تر څنګ د ځمکنۍ جګړې تياری هم نيول کيږي او يا دا چې د عربي هېوادونو ځمکني پوځونه د تيارسۍ په حال کې دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه وکړه، چې د حوثيانو ملېشې دې د یمن له پلازمینې صنعا، عدن او ټولو ښارونو څخه ووځي او له هغې وروسته دې د نسکور شوي ولسمشر عبدربه هادي منصور سره د هېواد په سياسي لارو چارو خبرې اترې وکړي.

د امنیت شورا په پریکړه کې پر حوثي ملیشو د وسلو بندیز هم لګېدلی وو، چې نه به پرې څوک وسلې پلوري او نه به څوک مرستې ورسره کوي.

دغه پریکړه لیک د خلیجي همکارو هیوادونو له خوا امنیت شورا ته وړاندی شوی و، چې ۱۴ هیوادونو پرې مثبته رایه ورکړه، او یوازي روسیې د خپلې رايې له کارولو ډډه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x