نظــر

سپینی خبری، نوی وړاندیز

pakistan afghan iranنور هغه وخت رارسیدلی دی چی د چنو، سیاسی زورواکۍ، نظامی برتری او کهترۍ پرته په هیواد کی روان کړکیچ د افغانی کلچر،ننی عصر او نړیوال تمدن په هنداره کی وڅیړو. دا څیړنه باید د تعصب او عقدو څخه لیری او دعینی واقعیتونو پر بنسټ وی .
دا سمه ده چی په تیرو کی یو تعداد کسانو د ولس یا ملیتونو په وړاندی لوی تیری کړیدی چی د بخښلو ندی. اما وینه په وینه نه پریولل کیږی .
که دا دښمنۍ شخصی وی او بدله یی دتکرار د مخنیوی لپاره ضرورت وگڼل سی،

اما هغه وخت چی د هیواد او ملی ګټو سوال منځ ته راځی نو نه یوازی باید تر خپلو ګټو تیرسو بلکه قربانی هم باید ومنل سی، که نه په اسلام کی د شخصی انتقام څخه هم ډډه کول او عفوه د نارینه خصلت بلل سوی دی، داچی تنظیم واکانو څه وکړل او قومی، سمتی او ژبنی تعصبونه یی د هیواد د تجزیی تر پولی تازه او تیز کړل، او یا طالبانو څه وکړل او هیواد یی د علم څخه لری او د ناپوهی په تیارو کی واچاوه یا یی دمسلمان ملت انسانی کرامت په څه ډول تر پښو لاندی کړ، دا هغه خبری دی چی سپیناوی یی د ملی ګټو سره سمون نلری. بلکه هیواد نور هم د بدبختی او کړکیچ په کنده کی غورځوی.
نباید دوه اړخه د ولس د سرګردانی او په هیواد کی د کړکیچ د دوام په بیه، خپل منځی دښمنۍ ترسره کړی.
هر نوع انحصاری بنسټیز بدلون به د حاکمیت په جوړښت کی د نوی جګړو سبب سی، که دا جکړی موقت هم وی خو یو ځل بیا به ولس په وینو کی و لغړوی، زه فکر کوم دابه انصاف هم نه وی . قربانی یوازی د وطن لپاره ځان وژنه نده بلکه د ولس او هیواد د ګټولپاره په خپلو عقایدو کی نرمښت او د خپل دریځ څخه تیریدل هم لویه قربانی بلل کیږی.

مطلب می دادی چی که واقعا هیواد او ولس د بحث موضوع وی نو هم طالب او نورمخالفین او تنظیمی کړۍ باید د زغم لاره خپله کړی. خو داخبره په دی معنی نده چی عدالت دی نه تامین کیږی، ځکه د ولس اعتماد هم ډیر مهم اصل دی چی هغه د حاکمیت له طرفه د عدالت په تامینولو تر لاسه کیږی.

یو بل دود هم د روغی جوړی په بهیر کی مروج دی، هغه دا چی که طرفین د دعوا،و نتیجی ته نه رسیږی نو واک و یو مصلح دریمګړی ته وسپارل سی داسی دریمګړی ته، چی لاسونه یی سره نه وی، دفساد سابقه ونلری، د شخصی ناروا ثروت ټولولو سابقه ونلری، د هیواد او ولس سره د دښمنی سابقه ونلری، حتی نور داسی مثبت خواص لکه ولس دوستی، هیواد غوښتنه، لیاقت، اهلیت، د عصر د غوښتنو سره سم قلم او تحصیل ولری.

اوس که په رښتنی لید وکتل سی طالبانو ډیری صدمی او تاوانونه و پاټکسالارانو او جنګسالارانو ته رسولی دی، همدا ډول جنګسالارانو دلیلی دښته د کندوز او مزار ښارونه د طالبانو په مړو ډک کړی دی.او د حاکمیت انحصار دواړو اړخو اصلی کړنلاره وه، اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی دوی باید د ولس او هیواد د خیر او فلاح لپاره تر ګروپی دښمنیو تیرسی.

او د هیواد ټولو بچیانو ته د پوهی پربیسټ په حاکمیت کی د ګډون لاره پرانیزی.

او که دوی نسی کولای چی یو او بل وزغمی نو بهتره داده چی د وطن صالحو تحصیل یافته اولاد ته د دریم ګړی په توګه د نړیوالو ترنظارت لاندی حاکمیت وسپاری او دواړه اړخه د هغه حاکمیت ملاتړ وکړی .
دا په لنډه توګه د داخلی مشکل د حل لاره ده . اوس راځو د موضوع منطقوی او نړیوال اړخ ته،

سپینی خبری که ترخی هم وی ښی دی، پاکستان د درو لسیزو را په دی خوا د افغانستان په سرنوشت کی ښکیل هیواد دی . دا ډیره پیچلی موضوع ده چی ووایو په څه ډول ښکیل دی، خو دومره ویلای سو چی دا ښکیلتیا د تجاوز بڼه نه درلودل، بلکه ددی ښکیلتیا زمینه د ۱۳۵۷ثور راوروسته د نړیوالو او افغانی تنظیم واکانو په صلاح، مشوره او همکاری شروع او د طالبانو په ګډون یی دوام پیدا کړ. د ملیونونو افغانی کډوالو پناه و پاکستان ته او د هغوی له طرفه په ورین تندی هرکلی او غمشریکی بل لوی عامل د پاکستان د ښکیلتیا دی چی تر اوسه دوام لری. تر ټولو مهمه لا داچی د انګلیسی استعمار تحمیل سوی کرښه د ډیورنډ په نامه، بل لوی عامل دی چی افغانستان او پاکستان یو د بل د جریاناتو څخه متاثر کوی ځکه ددی کرښی دواړو خواو ته یو قوم پروت دی او حتی ویلای سو چی خپلوان پراته دی، د هغو بیلیدل مشکل نه بلکه ناشونی دی.
 
ځنی کسان دی ته ګوته نیسی چی ګواکی پاکستان تنظیم سالاران او مجاهدین دغرب څخه د ګټو ترلاسه کولو لپاره حمایت کړی، روزلی او تمویل کړی وه، دا سمه ده خو ایا د پاکستان د نه همکاری په صورت کی جهاد و بریالیتوب ته رسیدای سوای؟ د هغو په نه همکاری اوسنی واکداران د رهبری شخصیتونو په رول کی تبارز کولای سوای؟ جواب معلوم دی هیڅکله نه.

دا ټول هغه عوامل دی چی د پاکستان ښکیلتیا ته د یو عینی واقعیت بڼه ورکوی، ان تر دی پولی چی د مرحوم ډاکتر نجیب اله تر سقوط وروسته د تنظیمونو مشرانو د افغانستان حکومت په پاکستان کی د پاکستانی زعماؤ په ګډون جوړ کړ.
نو ایا داد پاکستان تجاوز او که د تنظیمونو دعوت د پاکستان ښکیلتیا ته ؤ؟ وروسته چی د نورو هیوادونو په لاس وهنه د پاکستان سره مناسبات د کړکیچ پولی ته ورسیدل، آن تر دی چی همدا تنظیمی مشرانو چی دوهم ټاټوبی یی پاکستان ؤ، و روسیی، ایران او هندوستان ته ارجحیت ورکړ او حتی د پاکستان ضد روحیی تکامل وکړ، په دی ډول پاکستان ته هم پس له ډیری ښکیلتیا څخه وضع د تحمل نه سول او طبیعتا ومقابلی ته دعوت کړل سو.
له بله طرفه د یوه بهرنی قدرت تر زنی لاندی د بل بهرنی سره سیالی واقعیت او عینیت نه دی بلکه یوازی اقتصادی انکشاف، لوړ دیپلوماتیک رول په نړیواله کچه، قوی، متحد اوعادل حاکمیت او د بشری حقوقو مراعات هغه څه دی چی هیواد د سیالانو سره سیال کولای سی.

ولس هم د ډیرو بی عدالتیو، تجاوزاتو، غصب، پاټکونو، تنظیمی جګړو او جزیو اخیستونو څخه تر پوزی رسیدلی ؤ، نو ځکه هرډول بدلون ته اماده وه، ترڅو د طالبانو تحریک د بی عدالتیو، پاټکونو او تنظیمی جګړو د منځه وړولو او فردی مصئونیت را وستلو تر نامه لاندی توره د پوښه را وایستل، په دی کی هیڅ شک نسته چی ستومانه ولس او پاکستان یی په ټوله قوت ملاتړ وکړ، خو ددوی حاکمیت هم په یو بل شکل ولس و ځوراوه ترهغه چی ناټو تړون د ځنی عواملو پربنسټ فوځی مداخله وکړه طالبان یی ووژل او متواری یی کړل.

بیا هم تنظیم واکان و قدرت ته ورسول سوه .
خو دا ځل د پاکستان ښکیلتیا نه یوازی په نظر کی نه ونیول سول بلکه د پاکستان سره په شدت دښمنی او د هندوستان سره بی مثاله دوستی شروع سول، دا وضع پاکستان ته د تحمل وړ نه وه نو ځکه یی بډی را ووهلی، لکه تاسو چی وینی د ناټو په لس کلن شتون کی امنیت رامنځ ته نه سو.
که موږ یو اګاه او ملی زعامت درلودلای او مطلق فعاله بی طرفی او دوستانه متقابل مناسبات د همسایګانو سره ساتل سوی وای نو دغرب د بی مثاله اقتصادی مرستو څخه به د ولس او هیواد په ګټه ستری ګټی تر لاسه سوی وای.
له بلی خوا که اوسنی حاکمیت لجاجت نه وای کړی او دیو لوی اکثریت سره یی د مور میری کړنه تر سره کړی نه وای، نو ننی ناورین به نه وای رامنځ ته سوی.
موږ وینو چی اوس نړی د طالبانو عینیت ته غاړه کښیښول.
د پورتنۍ توضیح څخه می مطلب دادی چی اوسنی حاکمیت، پاکستان دښمنه دریځ خپل کړی دی نو ځکه ددوی په شتون کی په هیڅ ډول د سولی او امنیت فضا را منځ ته کیدای نسی، او همدا ډول د پاکستان سره دفعلی افغانی سیاست دوام به هیڅکله سوله رامنځ ته نکړی، بلکه په منطقه کی به نور هم کړ کیچ ته پکه ووهل سی، فلهذا ددی ضرورت نور هم په ډاګه کیږی چی بدلون حتمی ګڼل کیږی .
داهم یو عینی واقعیت دی چی پاکستان نه غرب نادیده نیولای سی او نه یی رول د افغانستان سره په دوستی کی هیریدلای سی .
خو دا بدلون چی ولس یی انتظار لری حتمی داسی نه دی چی د مخالف لوری مطلق حاکمیت بیا تکرار سی، ځکه ولس د نړیوالو سره په پیوستون کی خپله اینده مناسبه بولی، همدا ولس د ننی عصر د تمدن او پیشرفت او تعلیم غوښتونکی دی.

زه بیا دی مطلب ته اشاره کول غواړم چی که دا دوه اړخه خپل منځی مخالفتونه نسی هیرولای، که دا دوه اړخه د ننۍ نړۍ غوښتنی نسی زغملای، که دا دوه اړخه د مختلفو بهرنیو کړیو څخه خلاصون نلری، نو دواړه دی دهیواد او ولس لپاره قربانی ورکړی، او دریم ګړی منور او وطن دوسته قشر ته دی زمینه برابره کړی تر څو د نړیوالو په همکاری، له سره د همسایګانو سره پر اړیکو او مناسباتو نوی کتنه وکړی اوپه منطقه کی د دوستی پر بنسټ نوی سیاست غوره کړی، او د غربیانو د دوستی او کمکونو څخه د ولس د ګټی لپاره ګټه پورته کړی او هیواد د ننی عصر د کاروان سره همګامه کړی .غ
رب هم د تیرو کړونو د جبران لپاره اخلاقا باید خپلو مرستو ته په دوامداره ډول د افغان ولس سره متعهد سی.
دا هم د غرب مسولیت بولم چی د ګوتو په شمار هغه کسان چی د سولی او ملی حاکمیت خنډ ګرځی، د سولی د پروسی په بهیر کی تر نظارت لاندی ونیسی .
اوسنی حاکمیت دومره ناتوانه سوی دی چی د ناټو په موجودیت کی حتی په کابل کی د ډیرو پهرو او ګزمو او کانګریټی دیوالو سره سره خپل جګ پوړی چارواکی ساتلای نسی.
داحالت پخپله د بدلون ضرورت په ګوته کوی.
که څوک دا دلیل راوړی چی دریم ګړی منسجم حزب او یا قوت نسته .
دا درسته نه ده افغانستان د ۱۳۵۷ثور نه مخکی په لسهاو کلونو دداسی منورینو او تحصیل یافته ګانو له خوا رهبری سوی دی چی هیڅ نوع تبعیض، فساد، ورور وژنه او بی قانونی پکښی شتون نه درلود په داسی حال کی چی منظم حزبی جوړښت یی نه درلود.
اما د ټول ولس په اشتراک یی بیله هر نوع تبعیض څخه دنظام بنسټیزه حاکمیت رامنځ ته کړی و.

لیکوال: عبد الباري عارض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x