نړۍ

فلسطین: اسراييلي عسکرو په لويديزه تراډه کې د حماس ۲۹ مشران او غړي نیولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د فلسطین لويديزه تراډې په نابلس ښار کې اسرايیلي عسکرو د حماس جهادي غورځنګ غړي او مشران نیولي دي.

د «المرکز الفلسطیني للاعلام» په نامه د حماس رسمي ویب پاڼي ویلي چې تېره ورځ د اسراييلي ښکېلاک عسکرو د دوی ۲۹ تنه مشران او سیاسي غړي نیولي دي.

بل پلو د اسراييلو صهيوني پوځ تر اوسه په نابلس کې د حماس جهادي غورځنګ د مشرانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، مګر نن د اسرايیلو دولتي راډیو ویلي، چې نیول شوي کسان د حماس ډلې مهم غړي دي، ځیني یې مخکې نیول شوي او خوشي شوي دي او دوی يو ځل بيا دغه کسان د څېړنو او پلټنو لپاره نیولي دي.

باید وویل شي چې د فلسطین په غربي تړاډه کې د محمود عباس په مشرۍ حرکة فتح سیکولر ګوند واکمن دی، په دغه سیمه کې امنیت، پولیس او ټولې دولتي چارې عملا د اسرايیلو په لاس کې دي.

حماس جهادي غورځنګ چې په غزه کې واکمن دی، د اسرايیلو او مصر په ګډون ډېری عربي هیوادونه يې ترهګر بولي، او ډول ډول بندیزونه یې پرې لګولي دي.

تېر کال پر غزه د اسراييلي ښکېلاکګرو د بريدونو پر مهال د مصر اسراييلي پلوي پوځي واکمن د فلسطين پر بې دفاع ولسي وګړو د غزې يوازينی «الرفح» سرحد هم تړلی و او په پټه يې د اسراييلو ملاتړ هم کاو.

سربېره پر دې مصري پوځ د مصر سرحد ته څېرمه د غزې بې دفاع ولس ګڼ کلي ويجاړ کړي دي.

د مصر اسراييل پلوي پوځ غزې ته غځېدلي هغه تونلونه هم ونړول، چې د غزې خلکو ترې درمل، خواړه او د سون مواد لېږدول.

د اسراييلو او مصر د ګډو ظلمونو له امله د غزې دوه ميليونه بې دفاع ولسي وګړي د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x