سرپل: اربکیانو ولسي وګړي ډبولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د سرپل ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د صیاد په ولسوالۍ کې سیمه‌ییزو پولیسو یا اربکیانو ۱۳ ملکي وګړي تر مرګه ډبولي دي.

د سرپل ولایتي شورا غړي وايي چې پرون سهار اربکیانو په صیاد ولسوالۍ کې د څرځایونو پر سر لانجې له امله، تر مرګه ډبولي دي.

د ولایتي شورا وکیل صلاح الدین چریک زاده له قوله اربکیانو هغه مهال ولسي وګړي وډبول چې د پسونو رمه یې د اربکیانو د کوکنارو پټي ته ننوتله.

چریک زیاته کړې چې پولیسو د صیاد ولسوالۍ په څرځایونو کې کوکنار کرلي دي او دغو کوکنارو پټیو ته د پسونو د رمې تلل، د دواړو لورو تر منځ لانجه پيدا کړه.

هغه وویل چې د اربکیانو قومندان محمد پهلوان زوی ۱۳ ملکي وګړي په همدې پلمه چې رمه یې د دوی کوکنارو پټي ته ننوتې، ډبولي دي.

په عین حال کې د صیاد ولسوالۍ یو قومي مشر ملا سراج ویلي چې د اربکیانو قومندان محمد پهلوان دولتي څرځایونه غصب کړي او پر ځای یې کوکنار کرلي دي.

د ملا سراج په وینا تر دې وړاندې هم اربکیانو ځايي په دې دلیل ډبولي چې ولې خپل پسونه په دغو سیمو کې څروي.

هغه له حکومته د پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د