
بنګله دیش کرکټ بورډ الیون لوبډلې د پاکستاني ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان ملي او بنګله دیش کرکټ بورډ الیون لوبډلو تر منځ لوبه وه چې دغه لوبه کې پاکستان د بنګله دیش کرکټ بورډ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
پاکستاني لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستان ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۸ منډې جوړې کړې.
نننۍ لوبه کې د پاکستان لپاره محمد حفیظ تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۷۹ توپونو د ۹ څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۸۵ منډې جوړې کړې.
دغه لوبه کې فواد عالم په ۵۸ توپونو کې د نهه څلوریزو په مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د بنګله دیش کرکټ بورډ الیون لوبډلې لپاره شوواګاتا هوم تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. نوموړی خپل ۷ اورونو کې ۳۹ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.
په ځوابي توپ وهنه کې د شبیر رحمن غوره او پیاوړی توپ وهنه له دغې لوبډلې سره د ټاکل شوی هدف په پوره کولو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.
بنګله دیش کرکټ بورډ الیون لوبډلې ټاکل شوی هدف ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۸.۵ اورونو کې پوره او د پاکستان ملي لوبډلې ته يي په یوه ویکټه ماتې ورکړه.
د بنګله دیشي لوبډلې توپ وهوونکی شبیر رحمن غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړ. نوموړی په ۹۹ توپونو د اووه څلوریزو او اته شپږیزو په مرسته ۱۲۳ منډې جوړې کړې چې وروسته بیا د جنید خان په بال يي خپل ویکټه له لاسه ورکړه.
د پاکستاني لوبډلې لپاره جنید خان غوره توپ اچوونه وکړه خو د نوموړی غوره لوبې سره بیا هم د پاکستان لوبډلې ماتې وخوړه. جنید خان خپل ۹.۵ اورونو کې یوازې ۳۸ منډې ورکړې او څلور لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.