راځئ استعفا ورکړو

لیکوال: خوشال آصفي

افغانستان یو داسې هېواد دی چې لېوان پکې د قدرت خاوندان دي او دغه لېوان تل زموږ د ټولنې پر بېلابېلو ډلو (مظلومو او بې وسه خلکو) باندې حکومت کوي. زموږ دوه سوه کلن لیکلی او تدوین شوی تاریخ د دې مسئلې شاهد دې چې که یو څوک یو ځل په قانوني یا ناقانونه توګه قدرت ته ورسېږي؛ له یوې عادي څوکۍ نیولې بیا تر لوړو پوړو که هغه خصوصي برخه وي یا دولتي؛ تقاعد او له دندې ګوښه کېدو ته غاړه اېښودل قطعاً نه تر سترګو کېږي. ان داسې ځیني کسان هم شته چې حاضر وي د خپل پلار، ورور، خور، مور او سلګونو نورو افغان مسلمانانو وینه تویه کړې خو استعفا ته زړه نه ښه کوي.

لیکوال: خوشحال آصفي

لیکوال: خوشحال آصفي

له یوې کمپنۍ او دفتره نیولې بیا د هېواد تر لویو مسئلو هر څه د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر قرباني کوي، خو دی خپله باید په قدرت کې پاتې شي، حکومت وکړي او ولس دې ورته رییس صیب، مدیر صیب، ښاغلی او جلالتمآب وايي.

اوس پوښتنه دلته ده چې ولې موږ دومره په قدرت مین او ظالم یا مستبد یو؟ ولې موږ په ناڅاپي توګه کاڼه او ړانده کېږو؟ ولې څوکۍ او مقام له وینې، عزت، آبرو، شرافت، وجدان، ایمان، صداقت، انسانیت، اسلامیت، افغانیت، انسان دوستۍ، هېوادپالنې او له خپلې نیکنامۍ نه لوړ ګڼو او دې ته حاضر یو چې خپل هر څه له لاسه ورکړو خو استعفا نه؟..نه…نه په هېڅ توګه نه! ولې استعفا؟…نه نه اصلا امکان نلري.

که آسمان پر ځمکه راولوېږي د استعفا ورکولو ظرفیت مو په وجود کې نشته، په ورځني توګه بې عزته کېږو، خو استعفا نه ورکوو، خور او مور پسې مو ښکنځل او بد رد ویل کېږي خو موږ اصلاً نه اورو او نه هم وینو. په ورځني توګه د بې ګناه خلکو وینه تویېږي خو زموږ وجدانونه ویده دي.

کله چې د شرم او حیا په نوم یو څه له منځه ځي، کله چې انسان بې خاصیته کېږي او وجدان یې مري، کله چې سترګې مو سپینېږي، کله چې د حرامو خوړل مو عادت شي، کله چې نور مو نو د ایمان ستنې ضعیفېږي، کله چې ځان ته وایو: تر څو چې ژوندی یې نو همدا څوکۍ او مقام ستا دی، کله چې نور ملي ګتې، ملت، هېواد او خاوره خپل ارزښت موږ ته له لاسه ورکوي، کله چې نور نو جنایت، خیانت، غلا، حرام خوړل، بې حیایي، انسان وژنه، ظلم، بېوزلي، نه درناوی، بد اخلاقي، د قانون نه پلې کېدل، بې بندوباري وحشت او تباهي یوه عادي خبره ګرځی نو څنګه استعفا ورکړو؟د کوم وجدان او جرائت، ځواک او راڼه غږ پر بنسټ؟

نو راځئ استعفا ورکړو، راځئ همدا فرهنګ د خپل ژوند سرلاری وګرځوو، راځئ په عزتمندۍ او ویاړ خپل ځای نورو کسانو ته تش کړو، راځئ ومنو چې نور نشو کولای یا له توانه مو وتلې خبره ده، راځئ ووایو نور مې بس ده، راځئ ومنو چې نور مو عمر د کار کولو تقاضا نه کوي، راځئ ووایو چې نور نه ذهني او نه هم فزیکي وړتیا لرو، راځئ مخکې له دې چې چاړه تر هډوکي ورسېږي استعفا ورکړو.

ولې موږ باید په زور او تر فشار لاندې له دندو ګوښه شو؟ ولې دا موکه رامنځ ته کړو چې نور مو له دندو لیري کړي؟ باید په خپله خوښه له دندو لاس په سر شو، راځئ له استعفا نه وېږېږو او پر خپلې وړتیا، پوهې او تجربې پوره اعتماد ولرو.

کله چې موږ خپله یو څه واوسو نو د کار په بازار کې به هم اړتیا راته وي؛ نو له استعفا نه ډار په څه خاطر؟ د انسان آبرو او عزت، ایمان او وجدان، نېک نوم او غرور د نړۍ له ټولو مادیاتو او مقامونو او د دوو ورځو دندو څخه غوره دی، نو موږ ښایي چې خپل ځانونه په دنیا او آخرت کې وشرموو.

راځئ مخکې له دې چې بې عزته او بې آبرو شو استعفا ورکړو، راځئ مخکې له دې چې نور کسان مو له دندو ګوښه کړي په خپله خوښه دنده پرېږدو، راځئ مخکې له وژنو او وینې تویېدنې څخه د سولې او دوستۍ په فضا کې دندې پرېږدو، راځئ د قدرت او ځای غوښتنې بېځایه تکبر له ځانه لیري کړو، راځئ ومنو چې تل مرستیال، مدیر او رییس نه یو، راځئ په عزت او په آبرو خپلې دندې پرېږدو، خپلو کورونو کې کېنو او خپل عزت او آبرو بازار کې لېلام نکړو.

راځئ ځان په دې پوه کړو چې تل راتلل یو طبیعي روال دی، زمونږه روزي ورکوونکی هم خدای ج دی؛ نه احمد یا محمود او یا هم د دنیا دا دوه ورځني مقامونه چې اصلاً بقا او وفا نه لري، راځئ له بې ځایه او درواغجن شهرت او صیب صیب ویلو نه تېر شو او بلاخره راځئ په نېک نوم، ښې مخینې، ورین تندي، رڼو سترګو او اورېدونکي غوږ خدای پاماني واخلو او خپله استعفا ورکړو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

خوشحال اصفي وروره ځکه چې اوس ټول ستاسو په څیر دپګړۍ او برتوګ په ځای ټايي اوپتلون ته ترجیح ورکوي ،

انصار
میلمه
انصار

یره دا لیکوال ورور چه کله سړی د نجونو سره په خندا د تلویزن په سکرین ګوری ، او خپله هم د مسنونی زندګی سره نا بلده وی او بیا نصحت کوی ، دا نو بیخی تعجب دی.

حنيف
میلمه
حنيف

استعفا زكه سوك نه وركوي ######به لوي لاس يي زان نه حيوان جور كري…