fbpx

اسلامي دولت «يرموک» سيمه پرېښودله، جبهة النصرې بیا ونیوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): دمشق ښار ته څېرمه د «یرموک» ستراتېژیکه سیمه چې تېره چهارشنبه د اپریل پر اتمه نېټه اسلامي دولت د بشار الاسد ځواکونو سره د یوې اونۍ جګړو وروسته نیولې وه، بېرته پرېښې ده او بلې جهادي ډلې جبهة النصرې نېولې ده.

الجزیرې تلویزون په خپل یوه راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت ډیری وسله‌وال د فلسطینیانو د مشهور کمپ «یرموک» څخه وتلي دي او جبهة النصره بېرته دغه سیمه نیولې ده.

سرچېنې وايي چې اسلامي دولت سلګونه عسکر یرموک په ګاونډ کې د حجر الاسود سیمې ته ګرځېدلي دي. اسلامي دولت د اپریل د میاشتې په لومړیو ورځو کې له دغې سیمې په یرموک برید کړی و.

رویټرز خبري اژانس د یرموک د سیمې د اوسیدونکو له قوله لیکلي چې اسلامي دولت عسکر د بشار الاسد د رژیم ځواکونو سره د چریکي جګړو وروسته له یرموک له زیاتو سیمو څخه وتلي دي خو د کمپ په شمالي دروازه کې بیا خال خال نښتې کیږي او د فلسطین او یرموک لویې لارې تړل شوي دي.

ځايي اوسیدونکو زیاته کړې چې د یرموک کمپ پراخه سیمې اوس جبهة النصرې بېرته نیولي دي.

د راپور له مخې یو شمېر فعالان جبهة النصره په دې تورنوي چې د کمپ په نیولو کې یې د اسلامي دولت سره مرسته کړې خو رویټرز خبري اژانس ته بیا ځېنو اوسیدونکو ویلي چې په وروستیو جګړو کې جبهة النصرې ګډون نه دی کړی.

جبهة النصره د القاعده پلویان ګڼل کیږي او په سوریه کې پراخه سیمې تر ولکې لاندې لري. اسلامي دولت او جبهة النصره زیاتره وخت یو ځای په ګډه د بشار الاسد رژیم پر ضد جنګیږي.

ځايي اوسیدونکي وايي چې جبهة النصره او اسلامي دولت د یوې سکې دوه مخونه دي، دواړه لوري د اسلامي شریعت قایمول او د اشغال شوو سیمو ازادول خپل لومړی هدف ګڼي.

د یرموک کمپ د سوريې دننه له سترو کمپونو څخه شمېرل کیږي. دغه کمپ د پلازمېنې دمشق سره په ۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی. په سوریې کې د انساني حقوقو اداره وايي چې د وروستیو جګړو له کبله د یرموک کمپ ۱۸۵زرو اوسیدونکو خپل کورونه پرېښي او د سوریې نورو ښارونو او یا هم نورو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

دغه کمپ په ۱۹۴۸ کې جوړ شوی دی او ټول مساحت یې نېږدې دوه کیلومتره مربع دی. یرموک کمپ له دې کبله چې په ډير مهم ځای کې پروت دی، خورا ستراتیژیکي ارزښت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د