fbpx

پرویز خټک: نور به افغان مهاجرین په پښتونخوا کې نه تنګول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر وايي چې تر دې وروسته به هېڅ یو افغان مهاجر د پاکستان د پولیسو لخوا نه تنګول کیږي.

د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک د یوه لوړپوړي ۲۷ کسیزه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د حکومت سرچېنو ویلي چې په د پرویز خټک په دغه سفر کې په سوداګریزو، سیاسي، امنیتي او د مهاجرینو په مسایلو خبرې اترې شوي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر نن د ګډ حکومت د مشرانو ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل چې د پېښور تر برید وروسته پاکستاني پولیسو له افغان مهاجرینو سره سمه رویه نه ده کړې.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان او افغانستان حکومتي پلاویو د وروستیو ناستو وروسته پاکستاني پولیسو ته جدي امر شوی چې هغه افغان مهاجرین چې کارت نه لري ونه ځوروي.

خټک په خپلو خبرو کې وویل چې افغان مهاجرین دوی ته په پاکستان کې هېڅ خطر نه دي.

دغه پاکستاني لوړپوړي چارواکي همدا راز وویل چې د رسنیو د لارې يې د افغان مهاجرینو سره یو شمېر تلیفوني شمېرې شریکې کړي چې د پولیسو د ازارولو وروسته ورسره اړیکه ونیسي او ستونزه یې حل کړي.

په تېرو ۳ میاشتو کې پاکستاني پولیسو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې افغان مهاجرین ونیول او په اجباري توګه یې له ځېنو سیمو وویستل.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې پاکستاني پولیسو اجبارا ۲۲زره افغانان له پاکستانه ویستي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د