fbpx

نسیم شریفي د ګلخانۍ ماڼۍ د تشریفاتو رییس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر د یوه فرمان پر اساس محمد نسیم شریفي د ارګ د تشریفاتو رییس ټاکلی چې نن رسما دفتر ته ورمعرفي شو.

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نوموړی د چارو د ادارې د عمومي رییس عبدالسلام رحیمي لخوا د ولسمشرۍ د دفتر د تشریفاتو ریاست ته ورمعرفي شو.

نسیم شریفي په کندهار ښار کې زیږیدلی، ابتدايي زده کړو پرته یې ټول ژوند او زده کړې امریکا کې کړي دي.

د هغه د ټاکلو په اړه تر اوسه د ګډحکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا ۳ اونۍ وړاندې ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې وکیله شکریه بارکزۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو رییسه وټاکله خو د اجراییه رییس له سخت غبرګون سره مخ شوله چې د سختو فشارونو وروسته له دندې ګوښه شوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د