نړۍ

مسکو: روسیه نوردبشارالاسد لپاره ډیر څه نشي کولای

 

(نن ټکي اسیا جنوري ۲۰۱۲/۲۴)  دروسیی دپارلمان غړي اودیو وتلي نړیوال سیاست پوه خبرورکړی چی مسکو نورنشي کولای چی دبشارلاسد لپاره ډير څه وکړي.
نوموړي زیاته کړه مسکو له بیجینګ سره یوځای دنړیوالو په وړاندی ودری دی او دسوریی په خلاف یی اودنړیوالو له لوري رامنځته شوی هغه پریکړي مخالفت یی وکړي ګواګي په سوریی کي دټولو بدبختیو لامل بشارلاسد اودنوموړي اداره ده خو بدبختانه په دی اخیرو کی دسوریی حکومت په خپله دحکومت دمخالفینو دژوبلو لو اوځپلو پړه په غاړه واخیسته.

دروسیی دایتا تارس خبری اژانس راپور خپور کړی دی چی دافریقي لپاره دروسیی داولسمشر خاص استازي او تکړه سیاست پوه ښاغلي میخایل مارجیلوف وویل دروسیی له لوري دنړیوالو په مقابل کی دریدل او دبشارالاسد ملاتړ کول ددغه هیواد اخیرنی هڅه وه اوله دغه فرصت څخه بشارالاسد باید په نړیواله کچه ښه ګټه اخیستي وای.
دیادولو وړ ده چی مسکو دبشارلاسد له هغو لږو ملګرو څخه دي کوم چی دنړیوالو دهغي  غوښتني مخالفت کوي چی بشارلاسد باید له واکه څخه لاس په سرشی.
شنونکي وایی دروسیی داولسمشر دخاص استاځي اخیرني څرګندوني دغه ټکی ته اشاره ده چی روسیه غواړي دبشارالاسد په وړاندی خپل دریځ کي بدلون راولي.
مارجیلوف چی دروسیی په پارلمان کی دبهرنیو اړیکو مسؤل هم دی وایی دروسیی دا اولسمشر له لوري دسوریی په مقابل کي دنړیوالو دپریکړي په خلاف مخالفه رایی ورکول وبشارالاسد ته اخیرنی اشاره وه.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x