
ای پي ایل: پنجاب له ډیلي څخه په پنځو ویکټو ماتې وخوړه
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د کینګز الیون پنجاب او ډیلي ډییر ډیولز تر منځ لوبه د پنجاب په ماتې پای ته ورسیده. دغه لوبه کې ډيلي د پنجاب لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د پنجاب لوبډلې وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پنجاب لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې.
دغه لوبه کې د پنجاب لوبډلې لپاره سهواګ تر ټولې زیاتې منډې جوړې کړې. نوموړی په ۴۱ توپونو د څلور څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې.
د ډیلي لپاره عمران طاهر ۳ او ډومیني ۲ ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونکي ثابت شول. عمران طاهر خپل ۴ اورونو کې ۴۳ او ډومیني خپل ۲ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړ ې.
په ځوابي توپ وهنه کې د ډیلي لوبډلې وتوانید ټاکل شوی هدف یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۹.۵ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د ډيلي لوبډلې لپاره اګروال او یووراج سنګ غوره توپ وهنه وکړه. اګروال په ۴۸ توپونو د اووه څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۶۸ او یووراج سنګ په ۳۹ توپونو د پنځه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۵۵ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې د پنجاب لوبډلې لپاره انوریت سینګ دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونکی ثابت شو. انوریت سنګ خپل ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې.