دښاغلي موحد ‏(حكمتيار)‏ صیب لویې او بې ځایه تېروتنې ‏(۱)‏

مولوي ابو محمد

” ما ته ووايه: آيا د قرآن دا وينا ومنو چي د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په اړه فرمايي: إِنَّ رَبَّك يَعْلَمُ أَنَّك تَقُومُ أَدْنى مِن ثُلُثىِ الَّيْلِ وَ نِصفَهُ وَ ثُلُثَهُ وَ طائفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَك …. او فرمايي: إِنَّ لَك فى النهَارِ سبْحاً طوِيلاً چي ښيي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د شپې ډېره برخه په عبادت تېروله او د ورځي له لوري به د دعوت په چارو كي زيات مصروف وو او كه دا روايت چي وايي: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به په شپه او ورځ كي خپلو نهو يا يولسو مېرمنو ته ورتلو او مجامعت به ئې ورسره كولو او دا د دې لپاره چي ده ته د دېرشو كسانو په اندازه جنسي قوت وركړى شوى وو!!

دا په داسي حال كي چي دا خبره نه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خپله كړې او نه په قرآن كي كوم شاهد ورته موندلى شو، كه څوك دا ضعيف او له قرآن او عقل سره په بشپړه توگه متعارض روايت واوري او ووايي: زه داسي پيغمبر نه منم چي د خپل عمر نيمايي برخه په جنسي معاملو تېره كړي، د دې پر ځاى هغه پيغمبر منم چي خپل ټول ژوند ئې عبادت او دعوت ته وقف كړى وي، د دې كس د انحراف او ايمان نه راوړو مسئوليت به د چا په غاړه وي؟!! زما خو نه ايمان دا خبره مني او نه عقل، دا د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په شأن كي يو ناروا، ظالمانه او جسورانه تور او اتهام گڼم)

دا دښاغلي موحد صیب دیوې لیکنې یوه برخه ده، چې د (كه د امام ابوحنيفه(رح) پر ځاى بل امام غوره كوم نو څوك غوره كړم؟ ) تر سرلیک لاندې یې کړېده او دشهادت په ویب پاڼه کې په دغه تاریخ: 07-11-2010 03:30 AM خپره شوېده، د موحد صیب ددغه پورتنۍ خبرې د ناسم او بې ځایه بللو لپاره باید لاندې څو ټکي په پام کې ونیول شي:

لومړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم دټول امت لپاره تر قیامته پورې دژوند په ټولو برخو کې قدوه دی، دهغه دټول مبارک ژوند ټول کړه وړه دمسلمانانو لپاره شرعي بڼه لري، الله جل جلاله په یوویشتمه پاره کې دالأحزاب دسورې په یوویشتم آیت کې داسې فرمايي: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ) او په دریمه پاره کې دآل عمران دسورې په یودیرشم آیت کې فرمايي: (قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ)، هو پرته له هغو ځانګړنو نه چې هغه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې ځانګړې شوې دي، لکه په یوخت کې له څلورو نه دزیاتو مېرمنوپه نکاح کې ساتل، لکه دده له مال نه میراث نه وړل، لکه په امت باندې دده دبیبیانو دنکاح حراموالی، او… دا او دېته ورته ځانګړنې هغه څه دي چې امت به په کې درسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي نه کوي، له دينه پرته رسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند په ټولو چارو کې دمسلمانانو لپاره قدوه دی.

له همدې کبله درسول الله صلی الله علیه وسلم دکړو وړو او ناستې پاستې حکم دنورو خلکو له کړو وړو او ناستو پاستو سره توپیر لري، درسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې او کړنې دامت لپاره شرعي بڼه لري او دنورو خلکو داسې نه دي، نو ځکه خو درسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند ټول هغه کړه وړه چې پر هغه باندې شرعي احکام مرتبېږي، هغه که کورني هم دي صحابهء کرامو دده صلی الله علیه وسلم په امر ټول امت ته ښودلي دي، په صحیح بخاري کې راغلي: (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ: بَلِّغُوا عَنِّى وَلَوْ آيَةً، وَحَدِّثُوا عَنْ بَنِى إِسْرَائِيلَ وَلاَ حَرَجَ ، وَمَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ (دا حدیث امام ترمذي او امام احمد هم راوړی، ( آية ) که څه هم چې په اصطلاح کې خو دقرآن کریم آیت ته ویل کېږي، مګر علمای کرام وايي چې دلته مراد ترېنه ددین احکام دي، چې احادیث هم پکې راځي، یعني هر څوک باید نورو ته ددین په اړه هغه معلومات ورسوي کوم یې چې زده وي، که لږ وي که ډېر، په دې معنی چې ددین په رسولو کې باید کمی ونه کوي، نو له همدې کبله صحابهء کرامو هڅه کوله چې ددین ټول مسایل کوم یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه زده کړي وو امت ته ورسوي.

دوهم: خوړل، څښل، بیده کېدل، واده کول دانسان دژوند هغه اړتیاوې دي چې هر انسان ورته اړتیا لري، او زمونږ مبارک دین داسې دین دی چې نه افراط خوښوي اونه تفریط، معتدل او منځلاری دین دی، الله جل جلاله چې په انسان کې کومې غرېزې او بشري غوښتنې پیدا کړې دي دهرې غرېزې دمړولو لپاره یې لاره او ګودر ښودلی دی، له همدې کبله کله چې له هغه دریو صحابوو رضی الله عنهم نه یو وویل چې زه به تل روژه نیسم، هغه بل وویل چې زه به ټوله شپه لمونځ کوم او نه به بېدېږم، او هغه بل وویل چې زه به بېخي واده نه کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه کار نه ایسار کړل، او ورته ویې ویل چې زه تر تاسو ټولو زیات پرهیزګار, او له الله جل جلاله نه يرېرېږم، مګر زه واده هم کوم، کله روژه نیسم او کله مې بوزه وي، دشپې څه برخه په لمانځه تېروم او څه برخه یې بیدېږم، نو له همدې کبله واده کول، څښل، خوراک دا له پیغمبرۍ سره په ټکر کې نه دي، دا چې پیغمبر به نه څه خوري او نه به څه څښې او نه به په بازارونو کې ګرځي دا تصور دکفارو او مشرکینو و، الله جل جلاله داتلسمې پارې په پای کې دالفرقان دسورې په اووم آیت کې داسې فرمایي: (وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ) او وویل ( کفارو ) دا څه رنګه پیغمبر دی؟! ډوډۍ خوري! او په بازارونو کې ګرځي! چې له ده سره یو مَلَک هم را کوز کړای شوی وای تر څو دده دخبرو ملاتړ يې کولای او له ده سره په چارو کې مرستندوی وای، ځکه دا دومره لوی کار په یوازې سر سرته رسول خو ګران دي، او بل دا چې باید زمونږ اودده تر منځ توپیر وای، دا نو څه رنګه پیغمبر دی چې زمونږ په څېر ژوند کوي؟! دده ژوند خو له مونږ نه باید توپیر ولري ځکه دی له مونږ نه غوره دی، باید داسې یو څه وي چې مونږ په هغه سره پر خپلو ځانونو دده غوره والی ومنو، دغه ساده ګانو دېته پام نه کولو چې هغه خو هم بشر دی، او په بشري اړتیاوو کې کې ټول انسانان سره ګډ دي، همدې خبرې ته په اشارې سره الله جل جلاله دهمدې الفرقان دسورې دشلم آیت په سر کې دکفارو دهمدغه بې ځایه پوښتنې اوهیلې په ځواب کې خپل نازولي استازي صلی الله علیه وسلم ته داسې ډاډګیرنه ورکوي: (وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ… ) او مونږ نه دی لېږلی له تا نه مخکې هېڅ یو پیغمبر، مګر دا چې هغوی هرومرو ډوډی خوړله او په بازارونو کې دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره ګرځېدل، په دې معنی چې د بشري اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ له تانه مخکې پیغمبرانو صلوات الله علیهم اجمعین هم خوراک کولو او هم دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره بازارونو ته تلل، دوی هم خوراک، څښاک، خوب او کورته اړتیا لري او نور انسانان یې هم ورته لري.

دریم‎: دغه کوم ناسم او بې ځایه تصور چې موحد صیب ته پیدا شوی، له دوهمې پېړۍ نه رانیولې تر ننه پورې هغو سترو سترو محدثینو کرامو چې احادیث يې په ګڼو کتابونو کې راغونډ کړي،داحادیثو شرحې یې لیکلې دي ددغه حدیث شریف په اړه داسې بې ځایه او ناسم تصور نه دی کړی، ځکه هغوی ټول په احادیثو پوهېدل، په عربي ژبه پوهېدل، دعربي ژبې په دلالاتو پوهېدل، دا چې موحد صیب ته داسې یو بې ځايه تصور پیدا شوی، چې په دغه دولسو پېړیو کې دامت لویو اوسترو نومیالیو او وتلو متبحرو او په احادیثو کې متخصصو علمای کرامو ته نه دی پیدا شوی، دادهغه خپله ځانګړې ستونزه ده، ددې پر ځای چې صحیح او ثابت احادیث دیو ناسم تصور لپاره ناسم وبلل شي ښه به دا وي چې سړی پر خپل ځان، خپله پوهه او خپل عقل باندې بد ګومانه شي، ځکه انسان هر وخت له کمزورۍ او کمي سره تړلی دی، انسان تل پر یو حال نه وي، رنګا رنګ حالات پرې راځي، او بل دا چې شیطان چې څومره پر یو کس باندې بر لاسی کېدای شي، پر ډېرو کسانو باندې دومره نه وي او نشي برلاسی کېدای.

دغه خبره چې موحد صیب یې تش په تشه درسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې یو ناروا! ظالمانه! او جسورانه! توراو اتهام! ګڼي، یوازې امام بخاري نه ده روایت کړې بلکې داحادیثو ګڼو امامانو راوړې ده، چې دا دي دلته به یو څو دبیلګې په توګه را واخلو:

دامام مسلم روایت:

باب جواز نوم الجنب واستحباب الوضوء: “وَحَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَحْمَدَ بْنِ أَبِى شُعَيْبٍ الْحَرَّانِىُّ حَدَّثَنَا مِسْكِينٌ – يَعْنِى ابْنَ بُكَيْرٍ الْحَذَّاءَ – عَنْ شُعْبَةَ عَنْ هِشَامِ بْنِ زَيْدٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ بِغُسْلٍ وَاحِدٍ ”

دامام نسایي روایت:

باب ذکر أمر رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ في النكاح: ” أَخْبَرَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ مَسْعُودٍ عَنْ يَزِيدَ – وَهُوَ ابْنُ زُرَيْعٍ – قَالَ حَدَّثَنَا سَعِيدٌ عَنْ قَتَادَةَ أَنَّ أَنَسًا حَدَّثَهُمْ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى اللَّيْلَةِ الْوَاحِدَةِ وَلَهُ يَوْمَئِذٍ تِسْعُ نِسْوَةٍ ”

دامام ابو داود روایت:

باب الوضوء لمن أراد أن يعود:

” حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ سَلْمَى عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى نِسَائِهِ يَغْتَسِلُ عِنْدَ هَذِهِ وَعِنْدَ هَذِهِ. قَالَ فَقُلْتُ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِدًا قَالَ « هَذَا أَزْكَى وَأَطْيَبُ وَأَطْهَرُ “.

دامام ابن ماجه روایت:

باب فيمن يغتسل عند كل واحدة غسلا:

“حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ أَنْبَأَنَا عَبْدُ الصَّمَدِ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ سَلْمَى عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ فِى لَيْلَةٍ وَكَانَ يَغْتَسِلُ عِنْدَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ فَقِيلَ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِدًا فَقَالَ « هُوَ أَزْكَى وَأَطْيَبُ وَأَطْهَرُ”.

او له دېنه مخکې یې دا روایت راوړی :

باب ما جاء فيمن يغتسل من جميع نسائه غسلا واحدا:

” حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى أَبُو مُوسَى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِىٍّ وَأَبُو أَحْمَدَ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ ”

دامام احمد روایت: مسند أنس بن مالك: ” حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ حَدَّثَنِى أَبِى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ ثَابِتٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ فِى لَيْلَةٍ وَاحِدَةٍ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ”

حديث أبي رافع: ” حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ حَدَّثَنِى أَبِى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ وَأَبُو كَامِلٍ قَالاَ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ جَمَعَ فِى يَوْمٍ وَاحِدٍ وَاغْتَسَلَ عِنْدَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ غُسْلاً فَقُلْتُ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِداً فَقَالَ « إِنَّ هَذَا أَزْكَى وَأَطْهَرُ وَأَطْيَبُ “.

دامام ترمذي روايت:

باب ما جاء في الرجل يطوف على نسائه بغسل واحد:

“حَدَّثَنَا بُنْدَارٌ مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ. قَالَ وَفِى الْبَابِ عَنْ أَبِى رَافِعٍ، قَالَ أَبُو عِيسَى حَدِيثُ أَنَسٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ بِغُسْلٍ وَاحِدٍ. وَهُوَ قَوْلُ غَيْرِ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ مِنْهُمُ الْحَسَنُ الْبَصْرِىُّ أَنْ لاَ بَأْسَ أَنْ يَعُودَ قَبْلَ أَنْ يَتَوَضَّأَ ”

پاتې دې نه وي چې له دغو روایاتو نه په ځينو کې شپه یاده شوې او په ځينو کې ورځ، مګر دا څه ستونزمنه خبره ځکه نه ده، چې کېدای شي کله یې دشپې دا کار کړی وي او کله دورځې، لنډه دا چې دا لږ اختلاف ددې لامل نشي کېدای چې حدیث دې له بنسټ او اساس نه ونه منل شي.

دا دي په دغه څو روایاتو کې ګورو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه شوې ده، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړی دی، نو له دې کبله دا هم نشي ویل کېدای چې دا خبره خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ده کړې.

اوس دې نو خپله هر کس سر په ګريوان کړي چې دغه لوی نومیالي، وتلي، متبحر او داحادیثو متخصص علمای کرام چې ټول ژوند يې په علم کې تېر کړی ټول له یوې مخې ناسم پوه شوي، او داسې یو ناروا! ظالمانه! او جسورانه! تور او اتهام یې ـ والعیاذ بالله ـ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې تړلی او یا یې منلی؟!!! او که موحد صیب چې په هېڅ ډول ددغو سترو سترو هستیو ځای ته نه شي رسیدای تېروتی دی؟! ځکه دی نه داحادیثو دعلم متخصص دی او نه هم دومره پوهه لري چې ددغو ټولو علمای کرامو سهوه او غلطي پرې معلومه کړای شي.