
يمن لپاره د ملګرو ملتونو استازی خپله دنده پرېږدي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۷مه، ۱۳۹۴ل): يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جمال بن عمر د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته د يو ليک په ترڅ کې ويلي، چې دی يمن کې له خپلې دندې استعفا ورکوي.
فرانس پريس د باوري سرچينو له قوله وايي، چې د بن عمر د استعفا لامل يمن کې د هغه پر فعاليتونو او هڅو د دواړو لوريو نيوکې او اعتراضونه دي.
جمال بن عمر بانکي مون ته ليکلي، چې دی تيار دی، له يمن پرته په بل ځای کې د ملګرو ملتونو لپاره خدمت وکړي.
د ملګرو ملتونو د دفتر ويان سټيفن ډوګريک وايي، چې بن عمر له تېرو څلورو کالو راهيسې يمن کې د ولسواکۍ او د يمني ولس د حقونو په تر لاسه کولو کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه ډېرې هڅې کړي او تر ډېره په خپلو فعاليتونو کې بريالی شوی دی.
سټيفن دوګريک زياتوي، چې بانکي مون د جمال بن عمر هڅې ستايلي او يمن کې يې د هغه څلورکلن ماموريت د بن عمر د ژوند مهم وخت بللی دی.
ملګرو ملتونو کې د لويديزو هېوادو ډيپلوماتان وايي، چې بن عمر د ځينو عربي هېوادونو غبرګونونه راپارولي، چې نوموړی حوثي شيعه ملېشو سره له نرمۍ کار اخلي او د يمني حکومت او حوثي ملېشو تر منځ د سولې پروسه کې يې د حوثيانو خوا نيولې ده.
غربي ډيپلوماتانو د بن عمر هڅې او فعاليتونه ستايي، مګر تر څنګ يې دا هم وايي، چې ځينې عربي هېوادونه د بن عمر له کړنو خوابدي وو او په تېرو اونيو کې دغه خپګانونه نور هم زيات شوي دي.
ډيپلوماتکيې سرچينې وايي، چې يمن کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پوسټ لپاره د مهمو کسانو په نوم فکر پيل شوی او ډېر ژر به يمن لپاره د ملګرو ملتونو نوی استازی وټاکل شي.