ټکنالوژي

۱۷ کمپنیو له ګوګل کمپنۍ څخه شکایت کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د ځینو راپورونو پر بنسټ د ټکنالوژي برخې ۱۷ کمپنیو لکه مایکروسافټ، نوکیا او اوراکل په ګډه د ګوګل له کمپنۍ څخه شکایت کړی.

یاد کمپنیو او ځینو نورو کمپنیو د ګوګل لټون پاڼې په خلاف خپل شکایت د اروپايي اتحاديي قانوني مراجعو ته تسلیم کړی.

د لټون نورې پاڼې او کمپنۍ د ګوګل لټون برخه په غیر اخلاقي کړنو متهم کړی. د دې کمپنیو په وینا ګوګل له لټون څخه وروسته ځینې داسې لینکونه هم ښيي چې غیر اخلاقي دي.

همداراز دغو کمپنیو شکایت کړی چې ګوګل کمپنۍ د لټون په نتایجو کې د نړۍ د نورو مشهورو کمپنیو لټون پاڼې نه ښيي او په دې ډول د انټرنیټ کاروونکي نشي کولی له ګوګل لټون پرته نورې پاڼې پیدا کړي.

که چیرې د ګوګل کمپنۍ په یادو شوو جرمونو محکوم شي نو د ټکنالوژي دغه پیژندل شوی کمپنۍ به نورو کمپنیو ته ۶.۶ میلیارده ډالر د جرمانې په ډول ورکړي.

له دې سربیره د ګوګل کمپنۍ په ځینو نورو تورونو هم متهم شوی او ځینو کمپنیو په وینا ګوګل کمپنۍ په خپلو کړنو کې هم له هغو کمپنیو څخه چې دغې کمپنۍ ته سوداګریز اعلانونه ورکوي حمایت کوي.

ګوګل کمپنۍ تر دې مهال د دغو تورونو په اړه څه نه دی ویلی خو «مارګارت وستاګر» د اروپايي اتحاديي د اقتصادي رقابت مشر به راتلونکي ورځو کې د یوې بیانيي خپرولو سره دغې قضيي څیړنه پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x