ټکنالوژي

اپل کمپنۍ د کامرې پیاوړی کولو لپاره نوی کمپنۍ پیریدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ خپل تولیداتو کامرې پیاوړی کولو لپاره د لینکس کمپیوټیشنل ایمیجنګ (Linx Computational Imaging) په نوم کمپنۍ کوم چې د کامرې جوړولو په برخه کې ځانګړی وړتیا او شهرت لري پیریدلی.

د ځینو رسنیو راپورونو پر بنسټ د اپل کمپنۍ دغه خبر تاییده کړې خو تر اوسه يي په دې اړه پوره معلومات ندی وړاندې کړی.

د دواړو کمپنیو نږدې منابعو د راپورونو پر بنسټ د اپل کمپنۍ د لینکس کمپیوټیشنل ایمیجنګ کمپنۍ پیریدلو لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ورکړی.

لینکس کمپنۍ د سمارټ فونونو او ټبليټونو لپاره کوچنۍ کامرې ډیزاین او بازار ته وړاندې کوي چې په دې برخه کې ځانګړی وړتیا او شهرت هم لري.

د دغې کمپنۍ جوړې شوې کامرې ځینې ځانګړتیاوې لري چې د نورو کمپنیو په کامرو کې نه لیدل کیږي چې له همدې امله د اپل کمپنۍ پریکړه کړې ترڅو دغه کمپنۍ خپل کړي.

هیره دې نه وي چې په دې وروستیو کې اپل کمپنۍ د سمارټ فون په برخه کې د ایفون ۶ (iPhone 6) او ایفون ۶ پلس (iPhone 6 Plus) له وړاندې کولو سره ډیره ګټه ترلاسه کړې.

همداراز څو ورځې وړاندې دغه کمپنۍ خپل سمارټ ساعتونه د خرڅ لپاره وړاندې کړ چې د دغې کمپنۍ ټول سمارټ ساعتونه یوازې په شپږ ساعتونو کې خرڅ شول.

ټکنالوژي برخې کارپوهان وايي چې اپل کپمنۍ غواړي د دې کمپنۍ په مرسته خپل د ایفون او ایپډ په کامرو کې ځینې ځانګړتیاوې زیات کړي د کوم په مرسته چې کولی شي له دې هم زیات کاروونکي جذب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x