نظــر

په افغانستان او پاکستان کي د عربي نړۍډیپلوماټیکه ماته او د ایران بریا

لیکوال: محمد قلندرزی

د پاکستان لخوا څخه د سعودي عربستان او اماراتو د نظامي مرستي غوښتنه منفي جوابیدل چي په ډیپلوماټیک ډګر کي د سعودي متکبري شاهي کورنۍ د سختي رسوایي سبب سول یوه غیر متوقع پیښه نه وه. پاکستان چي ۸۰٪ ولس یې مسلمانان او په مسلمانانو کي یې اهل السنت والجماعت مسلمانان واضح اکثریت دي خو شیعګان چي د قادیانیانو او نورو مذهبي اقلیتونو سره اوږدمهاله قوي همکاري لري د نوموړي هیواد په سیاست او اداري ځواک کي تر اهل السنت مسلمانانو ډیر نفوذ لرونکي دي. د پاکستان شیعګان تل د خپل سیاسي او اداري نفوذ د برقراره ساتلو په چارو کي د ایران او د هغه د ستراتیژیکو ملګرو د ملاتړ څخه برخمن پاته سوي دي او ددې ملاتړ په بدل کي دوئ د پاکستان د حکومت څخه د هغه د عام ولس د خوښي پرته ستر امتیازات و ایران ته ورکړي دي. دپاکستان یو ولس مشر چي اسکندر مرزا نومیدئ اوپه قادیاني فرقه پوري یې اړه درلودله د خپلي واکمني په مهال د ایران سره د پاکستان ګډه پوله د ایران په ګټه تثبیت کړه او ډیري داسي سیمي چي د تیلو څخه غني وې، هغه یې ایران ته ورپریښودلې، په داسي حال کي چي د سیاچین (چي د یخ دوښخ په نوم هم یادیږي) پر سر تر ډیره وخته د هند او پاکستان تر مینځ جګړه روانه پاته سول.

په پاکستان کي د شیعګانو نفوذ دومره پخوانۍ تاریخچه لري چي خپله د پاکستان تر تاسیس ډیره زړه ده. د اوسني افغانستان او پاکستان په شمول د هند هیواد د صفوي رژیم په اوایلو کي هم د ایران لپاره زیات ارزښت لاره. هغه وخت دا سیمي ترکانو او پښتنو په ګډه اداره کولې. هند ته د لمړي ځل لپاره شیعګان د مغل پادشاه «بابر» سره یو ځای د فاتحینو په صفت داخل سول. هغه مهال د هند امپراتور یو غلجی پښتون «ابراهیم لودي» وو. بابر د آمو د رود پر بله غاړه د یوه کوچني سیمیز حاکم زوی وو چي د اوزبک مشر شیباني خان او د هغه د سپه سالار عبید خان د لاسه تر پوزي پوري راغلئ وو. کله چي د صفویانو د سلسلې موسس شاه عباس صفوي (چي د عصري رافضي فرقې پوري تړلئ لمړی امپراتور وو) او شیباني خان تر مینځ جګړه ونښتل نو بابر د شیعه عقایدو په خپلولو سره د شاه عباس سره ملګرئ سو. کله چي شیباني خان د شاه عباس په لاس ووژل سو نو بابر ته د صفویانو په مرسته په سیمه کي د نفوذ زمینه برابره سول. بابر د ایران د صفویانو او د هند د یو شمیر هندو متنفذینو په مرسته پر هند لښکر کشي وکړه. د پښتنو د داخلي بې اتفاقي د لاسه په دې وتوانیدئ چي د پاني پت په دوهمه جګړه کي ابراهیم لودي ته ماته ورکړي. که څه هم بابر د خپلو ترک او پښتنو ملګرو له ویري هیڅ کله په ښکاره ډول خپل شیعه عقاید روښانه نه کړل خو شیعګانو دده په دربار کي بانفوذه موجودیت درلودلئ او په هند کي یې خپلو عقایدو او ټولنیزو جوړښتونو ته وده ورکول. که څه هم په افغانستان کي د هوتکیانو، نادر افشار او ابدالیانو واک ته رسیدل او خپله په ایران کي د صفوي رژیم د خاتمې سره تر یو وخته پوري شیعګان د زورواکي څخه لویدلي وه خو په دربارونو کي یې خپل موجودیت په کامیابي سره برقراره ساتلئ وو. هند ته د انګریزانو د راتګ سره د مادي پرمختګونو نوي لاري خلاصي سوې.

داهل السنت مسلمانانو علماوو د جګړې او سیاست په ډګر کي ماته خوړلو وروسته خپل پیروان په نوي نظام کي د هر ډول ګډون څخه منع کړل او مسلمان یې ددې څخه منع کول چي خپل اولادونه انګریزي مکتبونو ته ولیږي او یا په کفري دولت کي وظیفه ونیسي. بلي خوا ته د اسماعیلیانو او بهوره فرقو په ګډون شیعګانو د برطانوي هند په سیاست او اداري چارو کي خپل فعاله ګډون ته ادامه ورکړل. د هند د مسلم لیګ ګوند په تاسیس کي د اغا خان کورنۍ مرکزي رول درلودلئ چي وروسته بیا هم دغه ګوند وو چي د هند په تجزیه او نوي تاسیس سوي پاکستان د چارو په سمبالښت کي مرکزي لوبغاړئ وو. شیعګانو د نوي تاسیس سوي هیواد د اداري تشکیلاتو په رامینځ ته کولو کي فعاله ونډه واخیستل. ددوئ د مسکوني ټولنو او اتحادیو مشرانو د خپل نوي نسل د سیواد، تعلیم، تحصیل او کارموندني چاري تر نظر لاندي ساتلي او په دې برخه کي یې د خپلو کورنیو سره هر ډول مرسته برقراره ساتلې ده. ددې ټولنو او اتحادیو مشرتابه بیا د خپلي مذهبي مشرتابه ته وفاداره ده کوم چي بیا د خپل قوت او تمویل سرچینې د ایران د دولت څخه راکشولې. دا چي د ایران دولت بیا د نړې د لا زیاتو پیاوړو یهودي حلقو څخه په خطیره اندازه مالي، سیاسي او استخباراتي ملاتړ په منظم او دوامداره ډول لاس ته راوړي په مقابل کي هغوئ ته څه ورکوي؟؟؟؟ د اسلام اولو درو خلفا‌ء راشدینو، امهات المونینو ته سپکي سپوري ویل، د هغوئ په شمول اکثریت اصحاب اکرام رض په ارتداد باندي عقیده درلودل. دالله ج په هکله داسي ګمراه کونکي عقاید درلودل چي د الله ج د شانه سره اصلاً هیڅ مطابقت نه لري. باوجود چي دوئ اقلیت دي خو پر اکثریت باندي د خپل دوامداره نفوذ برقراره ساتلو لپاره د ټولو اهل السنت مسلمانانو د بینه وړل ضروري نه بولي، یواځي هغه عناصرو دبینه وړلو کي د هیڅ ځنډه څخه کار نه اخلي چي د اهل السنت مسلمانانو د معنوي ارزښتونو د احیاء او ساتني د شعار لاندي ددوئ په مقابل کي اهل السنت مسلمانان سره راغونډولای سي. ددوئ پالیسي تل هغه ده چي لس متحد وګړي پر سلو غیر منظمو وګړو بادشاهي کولای سي. هو هر کله چي د پاکستان په ټولنه کي داسي اشخاص یا ټولني پیدا سوي دي چي دا هڅه یې کړې ده چي د پاکستان اهل السنت مسلمانان سره متحد او منسجم کړي او په نظام کي د خپل نفوس د فیصدي په اندازه سیاسي او اقتصادي حقوق وغواړي نو د خپلو اتلافیانو حتا د خپلو مخالفینو د موقت اتحاد د لاري یې د بینه وړي دي. د ضیاء الحق وژنه، د سپاه صحابه او لښکر جهنګوي ډلو دبینه وړل، پر پاکستاني طالبانو باندي عملیات، د لال مسجد بیحرمتي ټوله د پاکستان پر حکومت د شیعګانو او ایران د پراخ نفوذ او نړیوالو اړیکو څو بیلګي دي. په افغانستان کي هم تقریباً ورته حالت روان دئ چي تشریح ته اړتیا نه لري.

بلي خوا ته که د پاکستان او افغانستان په هکله د سعودي عربستان سیاست ته ځیر سو نو د موقتو پروژو په ډول یې کله کله د پاکستان او افغانستان د اهل السنت مسلمانانو سره یوه ناچیزه مرسته کړې ده او په منظم ډول یې یوازي هغه حلقې تقویه کړي دي چي ددوئ سلفي عقایدو ته را اوښتي دي. ددوئ د توحید عقیدې ته وفاداري او د ځیني بدعتي چارو څخه بیزاري د ستایني وړ ده خو ذکر و اذکار سره لوړ حساسیت، د احنافو د لمانځه د طریقې څخه انحراف، دږیري په اوږدوالي کي فوق العاده افراط، د قبرونو څخه د لیدني په مهال د دعا لپاره د لاس پورته کولو څخه کرکه او ځیني نور نظریات او عقاید لامل سوي دي چي د عامو اهل السنت مسلمانانو نظر ددوئ په هکله ډیر منفي ګرزولئ دئ. نتیجه یې دا ده چي د پاکستان په اردو، دولتي ادارو او سیاسي موقفونو باندي موجود اهل السنت مسلمانان د سعودي یا کوم بل عربي دولت سره معنوي اړیکه نه احساسوي. د پاکستان او افغانستان اهل السنت مسلمانان د نړۍ په دولتونو کي داسي دولت اصلاً نه ویني چي په نړیواله سطح ددوئ د مذهبي یا کلتوري ارزښتونو استاذیتوب وکړي. په نیژدې ماضي کي په افغانستان کي چي کله د طالبانو د نوي تاسیس سوي واکمني پر ضد نړیوال اءتلاف مینځ ته راغلئ نو طالبانو د نړۍ په قانوني دولتونو کي یو خواخوږئ هم پیدا نه کړ.بیا چي کله د پاکستان اردو د وزیرستان او نورو قبایلي سیمو پښتانه په دې ګناه وځپل چي په پاکستان کي یې اسلامي نظام پلي کیدل غوښتل، هم هیڅ دولت خواخوږي ورسره څرګنده نه کړل. دسیاسي سرپرستي فقدان د پاکستان او افغانستان اهل السنت مسلمانان چي عمده برخه یې پښتانه تشکیلوي، ډیر ضعیفه کړي دي چي په ملي او بین المللي سطح خپل دولتونه په داسي دریځ نیولو مکلف کړي چي د دوئ عقیدوي او کلتوري ارزښتونه یې تقاضا کوي.

اوس هم ډیر نه دئ ناوخته. روافض چي هر څومره پیاوړي سي بیا هم ضعیفه دي ځکه چی دوئ پر سوچه حقایقو سترګي پټوي او پر هغه څه باور لري چي حقیقت نه دئ. دوئ د حق د ورکولو لپاره راوتلي دي حال دا چي حق خدای ج د غالبیدلو لپاره پیدا کړئ دئ.

دوئ د باطل د بري لپاره جنګیږي حال دا چي باطل خدای ج د شکست خوړلو لپاره پیدا کړئ دئ. د نړۍ په مختلفو کونجونو کي داسي ډیر دولتونه سته چي د اهل السنت مسلمانانو څخه تشکیل دي او نړیوالو قدرتونو په رسمیت پیژندلي دي. یو دبله سره اوږدمهاله ستراتیژکو همکاریو پیلولو او په هغه اهل السنت اسلامي هیوادو کي چي دولتونو یې خپل اصلي هویتونه دلاسه ورکړي دي، د مثبت سیاسي بدلون لپاره د خپل ګډ نفوذ په کار اچولو د لاري اسلامي نړۍ په خوسا سوي بدن کي نوئ روح پوکلای سي. وروسته له دې چي عربي نړۍ ته متوجه ریښتونئ ګواښ ښه واضح سوئ دئ، نه باید چي د عراق او شام اسلامي دولت د افغانستان د اسلامي امارت په سرنوشت اخته سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

قلندرزی صاحب ډیر په زړه پوری مطلب مو لیکلی ، خو زه غواړم چی ستاسی پام یو څو ټکو ته راوګرځوم لومړی هغه داچی د ظهرالدین بابر په وجود کی د صفویانو یا رافیضانو ضد دری ګونی اتحاد رامنځته شو چی هغه عبارت د پښتنو ، ازبکو او تاجکو اتحاد وو چی د صفوی دولت د پرمختګ د مخنوی په خاطر د اهل سنتو لخوا رامنځته کړای شو . ددی اتحاد اساسی هدف د صفویانو د پرمختګ درول وو چی پدی لاره کی ډیر اغیزمن تمام هم شو یعنی نوموړی اتحاد وکړای شول چی د صفویانو پرمختګ د مرکزی اسیا… نور لوستل »

habib amin

سادات صاحب دیره شه او دلچسپ کومنت او په حقیقت ولاز ه تبصره دی ولیکله یو داسی پشتانه را پیدا شوی چه یا دیر جاهل دی واویا جاسوس اویا رافضی شیعه گان دی چه د پشتنو او طالبانو په حیره کی خپل بد او بی بنیاده او غلطی تبصری لیکی او دیو تعداد جاسوسو میدیاگانو په کمک نشر ته سپاری .دوی په اصل کی نه پشتانه دی او نه دپشتون پی ( شیدی ) یی رودلی دی او که یی رودلی دی حرامی یی وی نو په اصل کی یو تعداد میدیا گانی په درواغ و فریب د پشتون نعری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x