افغانستان

د بټي کوټ د اربکيانو مشر قوماندان په وسله وال بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ د اربکيانو مشر، قوماندان کاتب په وسله وال بريد کې ووژل شو.

د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې قوماندان کاتب نن سهار نهه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ درېيم فارم سيمه کې روان و، چې مخالفينو پرې وسله وال بريد وکړ او نوموړی يې وواژه.

د بټي کوټ په ګډون د ننګرهار ګڼو ولسواليو کې د طالبانو فعاليتونه ډېر شوي او له تېرې اوږدې مودې راهيسې په کې پر ملي اردو، پوليسو او اربکيانو د طالبانو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، چې د بټي کوټ، خوږياڼو، چپرهار، سپين غر، سرخرود، شينوارو او ګڼورو نورو ولسواليو واک عملا له طالبانو سره دی او خلک خپلې عريضې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته وروړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ننګرهار ګڼې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو په لاس کې دي او که ننګرهار سقوط کوي، نو د پلازمېنې کابل سقوط ورسره تړلی دی.

د ننګرهار ولایت امنيتي ځواکونو څو څو ځل له مرکزي حکومته غوښتي، چې ننګرهار ته عاجل ځواکونه ورولېږي او د ننګرهار د سقوط مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

الحمدالله ثم الحمدالله غازیان دی الله تل لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x